د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اسم هجران

07.11.2016 12:51    |   اسم هجران د پښتنو غیرتي ماضی او بي غیرته حال په غبرګون کې یوه یادونه

دا په خبری سایټ کې د محترمي وحیدي نوري خور په نامه د یوې سکالري لیکنه وه، چې د پښتون قوم پخوانی له برم او میړانې ډګ تاریخ یې له اوسنې سره په عالمانه توګه پرتله کړي ؤ چې په رښتیا هم هغه څه پکې ویل شوي وو، چې ټول حقیقت لري. بیا یې د پښتنو د راتلونکو ننګونو او تورتم په هکله چې دې تورسري کومي اندیښنې ښودلي، هغه هم له امکانه لري خبري نشي کیدلي. ځکه د تاریخ په اوږدو کې ډیر داسي قومونه چې د خپل راتلونکې په هکله بې توپيره پاتې شوي، ځپل شوي، اسیر او په پایله کې له منیځه وړل شوي دي. پښتون قوم هم چې له روانو حالتو سره په مقابله کې پاتې راغلي او فزیکې شتون یې داسي عیار شوي، چې پخوا میړانه پکې په سیالي وه، اوس له بده مرغه سپیګانه پکې په سیالي شويده، که د پرتو غمیزو د مخنوي په هکله لاس تر کاره نه شي، خدای مه کړه له هغسي انجام سره مخامخ نه شي. پدې هکله د نوري خور اشاري، وړاندوینې او ویده قوم ته د ویښیدو خواست د هغه شاعر د چیغې او ناري په مثال ده چې د زړه له درده او بیا جوشه یې له تله رایستلې او په پښتون قوم یې داسي غږ کړيدی.

26.09.2016 12:13    |   اسم هجران ژورنالېستي ځېلونه

ژورنالېستي ځېلونه د هغه اثر نوټ دی چې د افغان سکالر او پوهان محترم محمد کریم نور په زیار په کال ۲۰۰۹ کې د المان په ماربورګ ښار کې ترتیب شوی او کیدايي شي اوس یې کتابي بڼه خپله کړي وي، پدې وروستیو کې د یو ګران دوست په ذریعه ماته را ورسیدو او ډیر په مینه سره مي ولوست. د نوټ محتویات او لیکل شوي مطالب په رښتیا هم ډیر په زړه پوري وو، د روان، سلیس او ذوقي وصف څخه علاوه د اهمیت وړ پدي دي چې د ژورنالیزم د فنې هنر لپاره نوي میتودونه او نارمونه هم پکې کارول شويدي. نو پدې اساس، دا اثر نه یوازي د معلوماتي مطالعې لپاره وړتیا لري، بلکه د نوو روزنکو لپاره په تعلیمې ادارو کې د نصابی معیار ښکارندوي هم په سمه توګه کولي شي. ژورنالېستي ځېلونه، یوه بله غنا ده چې د پښتو ادبیاتو په بهیر ور سیوا کیږي او معنوي پانګه یې نوره هم درنه وي.

29.08.2016 10:44    |   اسم هجران یو د مینې نظر پردي لوري بیا

ځو ورځي وړاندې زما یو مضمون «زموږ ژوند هم یوه عجبه تماشه ده» تر عنوان لاندې په ځینو معتبرو خبري رسنیو لکه تاند، ټولافغان، ژمن او نن.آسیا ویب پاڼو او ویسا ورځپاڼه کې خپور شو چې له دوي ټولو څخه د زړه له کومې په مننې سره مې داسي خیال و، چې د قلم خاوندان به د خپلو روڼتیاو په درشل کې مثبت یا منفي نقد پري وکړي، خو هغه د چا خبره چې د خورا ملا په آذان څوک روژه هم نه ماتوي!، هیڅ هم تر سترګو نه شول. لیکن له یارانو سره په صحبتونو کې ځینو د ټلفونو له لاري او چا هم د مخامخ خبرو په دوران کې ځانګړي انګیرني درلودي.(د مضون محتویات په پلازمینه د کورنیو چارو وزارت د نفوس د احوال په ریاست کې، د بهرنیو چارو وزارت په قونسلي څانګي او عدلیې وزارت د دولتي قضایاوو په ادارو کې د شته نمیګړیتاوو په هکله خبري وي)، ځینو خواخوږو ملګرو د موضوع په هکله خبري تخریبې هڅې بللي، چا بیا ویل چې څه روان دي دا هم غنمت دی، خو ډیرو دا پوښتنه کوله چې د چارو د سمون لپاره څه باید وشي؟. له دوي سره د شوو بحثونو لړۍ له ټولو سره شریکوم.

14.08.2016 11:18    |   اسم هجران زموږ ژوند هم یوه عجبه تماشه ده!

که ووایو زموږ ژوند هم یوه عجبه ننداره ده، نو دا به سمه نه وي، ځکه ننداره د مهذبیت نښه ده او یو منظم او پلان شوي چاري ته ویل کیږي. همدا وجه ده چې دلته سینما ته ننداره، او که صنعتي توکې د نورو د لیدلو لپاره نمایش ته کیښودل کیږي، هغه ته نندارتون وايي. خو تماشه بیا د خپلسرو ناندريو نوم وي چې نورو ته د تعجب او حیرانتیا سره د خندا وړهم وي، ښکیل پکې سرګردانه او سیلانیانو لپاره د په زړه پوري میلې بڼه لري. د همدي ادعا د ثبوت لپاره که د ټولنو ترمینځ د هغوي د فزیکې حالتونو د څرنګوالي په هکله پرتله سره وکړو نو توپيرونه یې له ورایه جوتیږي. ځکه د پرمختللو ټولنو فعالانو د خپلو شاهکاریو په درشل کې هرڅه اسانه کړي او په پخپلو غوره ابتکاراتو سره یې د ژوند ټولي چاري نوري هم رنګینې او له ولولو ټکې

14.07.2016 09:53    |   اسم هجران د ایدهې مجذوب او درویش فقیر د ویاړنو په هکله یوه ځانګړې یادونه

د ټولنیز فلاحې چارو مخکښ او رښتونې خدمتګار مولنا عبدالستار ایدهې په حق ورسیدو. دده د بوختیاو او کارنامو په هکله په خبري رسنیو کې ډيري خبري وشوي، زموږ و تبصرو ته څه اړتیا نشته چې پر ورسوایې کړو، بلکه هدف مو د هغو پاکو احساساتو او قلندري مینې د ارزونو بیانول دي چې د نیکو چارو سرخیلان یې تل د وقار راز په ساده ګې کې وینې او پدې باور لري چې که آسمان تر خپلو قدمو لاندې لیدل غواړي نو لومړي باید خپل سر د نورو تر قدمونو لاندې کیږدي. ددي اصل د ترلاسه کولو لپاره عملي قرباني ورکوي او موخي یې هم داوي چې پدې اړه الهې نصرت او بیا رضایت ترلاسه کړي. په حقیقت کې همدا صالحین د ستر لارښود د هغې وصفي وینا تصور هم په سمه توګه انځور وي چې فرمایې«په تاسو کې غوره کسان نورو ته ګټه رسونکي دي». همدا ده چې دا اشخاص هیڅ ډول ابعاد نه پيژنې، د ښو چارو د ترسره کیدو تلوسه لري، زړونه او دماغونه یې په الهې تجلیاتو سره روښانه وي او له ناروین څخه د ژغورنې په لټه کې د ستونزي له ګاللو هم ډډه نه کوي. په پایله کې دا نیکان او صالح مشعلدران د رښتونې مینې عالمبرداران شي، او په انګلیسې اصطلاح سره کدري حیثیت یې (ینورسل ټروټ) یا نړیوال پيژندل شوي حقیقت جوړ شي،«دوي د ټولو او ټول د دوي شي». خوري وري ولسې پرګنیې هم له اړخ، سمت، ژبې، او نسل پرته د خپلو مفاخیرو او مشاهیرو په توګه پيژنې په هڅو یې ویاړي او په ښو نومونو سره یې ستاینې کوي.

29.06.2016 10:55    |   اسم هجران دا څه وخت د ګردون راغی حالات نور شو

پاکستاني نامتو ورځپاڼې، نواي وقت پخپلي یوي وروستې سرلیکنه کې«افغانستان اوقات مین رهی» ترعنوان لاندې یو مطلب خپور کړي وه، چې نه د نوموړي ورځپاڼې د صحافتي تاریخي قدامت ارزښتونه په پام کې پکې نیول شوي وو، او نه د ماهیت په لحاظ سره د الفاظو په ترکیب کومه وړتیا پکې څیړل شوي وه، بلکه ضد و ماضاد او خورا د حیراني وړ خبري یې په ډاګه کړي وي، چې ځينې اقتباسي ټکې یې دادي«‍ په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي ویلي چې اسلام آباد له اور سره لوبې کوي، او پاکستان د ترهګرو مرسته کوي. پاکستاني استازي یې په غبرګون کې غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې پناه اخیستونکي

21.06.2016 10:24    |   اسم هجران د ټولنیزو ارزښتونو د ودې په هکله هنري وړتیا لرو؟

ګران هیواد افغانستان که د تاریخ په اوږدو کې د سوق الجیشي موقعیت له کبله اهمیت لرلي، او د زبرځواکونو د تاړاکونو مرکز ګرځیدلي، داسي د عمراني چارو د ودانیو لپاره یې هم مناسب امکانات موندلي دي. خو څنګه چې افغان ولس له هر زبرځواک سره حساسیت ښودلي او د سرپه بیه یې د هغوي مقابلي کړي، داسي د عمراني ممکنه ارزښتونو په خلاف هم سخت دریزونه اختیار کړي، چې په پایله کې له نیستي او ناداري پرته بل څه په لاس نه دي ورغلي. د بیلګې په توګه په پخوا وختونو کې افغاني خاوره د لودیځ او ختیځ د سوداګریز کاروانونو د لیږد را لیږد لویه لاره وه، د وریښمو لاره هم د هیواد په اوږدو کې تیره شوي وه، چې له بده مرغه نن نه هغه لاري پاتې دي او نه د هغو نفیسه وړتیاوو د ټرانزیت یا وارداتو کومې نښې په ټولنه

07.06.2016 12:39    |   اسم هجران په رښتیا هم د رنجیت سنګ جنایتونه د پنجابیانو ویاړنې کیدای شي؟

تیره اوونې چې پاکستانې لوري د افغانانو پر مخ د تورخم بندر دروازه وتړله او ټینګار یې وکړ چې وروسته له دې به افغانان بې ویزي پاکستان ته سفر نه کوي. په عمومې توګه د پاکستان ددې دریز په وړاندې مختلف غبرګونونه وښودل شول، چې په افغاني او پاکستانې خبري رسنیو کې هم د موضوع په هکله د قلم خاوندانو خپلي ارزونې وړاندې کړي، چې د هرچا قضاوتونه او انګیرنې هم بیلې وي. په پاکستاني نامتو جنګ ورځپاڼه کې څیړونکې ایازمیر، چې پارلماني غړی هم دی،«د افغان کډوالو هستوګنه په پاکستان کې یو بې ځایه مصیبت دی»، ترعنوان لاندې پخپله لیکنه کې په ډاګه کړي و، چې د کلونو په تریدو دا ستونزه حل نه شوه. ده د افغان جهاد، او بیا د خلکو د کډوالې په هکله په کرونولوژیکې ډول معلومات بیان کړي وو، او ددي لانجې لامل یې جنرال ضیاالحق هم بللي و. دده په اند کله چې جنرال ضیا سیاسي واک په پاکستان کې ترلاسه کړ، نو خالي

04.06.2016 13:43    |   اسم هجران په خبري رسنیو کې د اخلاق او ادب ساتنه د پوهې او معتبری نښه ده

په یوه ټولنه کې چې د خبري رسنیو بهیر چټک او شمیر یې زیات وي، په هغه اندازه هغه ټولنه سوکاله او د بهبود په لور روانه وي. ځکه وګړي یې د حالاتو او پيښو څخه ژر خبریږي، او دهغو افواهاتو مخه نیول کیږي، چې وايي «ترڅو چې رښتیا رارسیږې، دروغو به کلې وران کړي وي». په همدې ارتباط که د خپل هیواد تیرو حالاتو ته په ځغلنده نظر سر وګورو، نو د ډیرو مصیبتونو د رامینځ ته کیدو لامل هم دا و، چې مطبوعاتي بهیر د نیست په حال کې و، او که وه هم پڅ روان و، همدا وجه وه چې ډیري ستونزي د نظامونو او ولسونو ترمینځ د همغږی وسایلو د نشتون په وجه راپیدا شوي وي. د خلکو فریادونه چارواکو نه اوریدل او د چارواکو ارزونې تر خلکو نه رسیدي. خو کله چې مطبوعاتې بهیر وده وکړه، نو تر ډیره حده په ټولنه کې همغږي رامینځ ته شوه او حالاتو بدلون وموند. علاوه پردې همدا مطبوعات دي چې د ولس په شعوري ارتقا او لوړوالې کې هم رغنده رول ترسره کوي، او د مهذبیت نښه ګڼل کیږي. ددي ادعا د ثبوت لپاره به داخبره په ځای وي، که یو هیواد ته بهرنې سیلانیان په سفر ورځي، هغوي د کوربه هیواد کیفې وضعیت په مطبوعاتي بهیر سره ارزوي. یعنې که د رسنیو مطالب یې اخلاقي او ادابي مهذبیت ولري، نو په هغه اندازه یې د اصولو په رعایت اودرناوی ځانونه مکلف ګڼې، فکري قضاوت کوي.

04.05.2016 10:09    |   اسم هجران د فرد په توګه د ټولنیزي اصلاح او سمون لپاره څه کولي شو؟

بشري خلقت د الهی شاهکاریو غوره نمونه ګڼل کیږي، ځکه کله چې الله (ج) د بنې آدم په شعوریت کې غوره اوصاف او حواس درک کړل، نو پخپل کبریايی ذات کې یې ډیر غرور محسوس کړ، او انساني خلقت یې د هغو یوه نمونه وبلله، ځانته یې د «احسن الخالقین» خطاب وفرمایو، انسان یې خود مختار او خلیفته فی الارض وټاکو، یوازي د «د تخلیق بااخلاق الله» غوښتنه یې ځینې وکړه، اوبس.

30.04.2016 11:07    |   اسم هجران د ټولنیزو کدرونو یا روڼ اندو د مسولیت په هکله بیا یوه اړینه یادونه

څو ورځي وړاندي مې د«ټولنیزو کدرونو (روڼ اندو)د مسوولیت» ترعنوان لاندي یوه نیمګړي لیکنه د نشر په موخه خپريدونکو ویب پاڼو ته واستوله، چې د تاند، ټول افغان، نن.اسیا او یو شمیر نورو معتبرو خبري سایټونو په ښایسته خپرونو کې یې ځای موندلي و، چې له ټولو څخه د زړه له کومې په مننې سره دا یادونه کوم چې (سه شنبه د حمل۳۱ مه) یعنې هغه ورځ د کابل په ښار کې خونړې او غمجنه ترهګرۍ پيښه ترسره شوه او زموږ په سلګونه بې ګناه هیوادوال یا پکې شهیدان شول او یا هم سخت ټپیان شول، چې الله(ج) دي قربانیان غرق رحمت او ټپیانو ته سمدستي روغتیا ورپر برخه کړي.(امین)

19.04.2016 21:26    |   اسم هجران د هیواد د ټولنیزي بیا روغاوني په هکله د کدرونو(روڼ اندو) مسوولیت

دا یوه منل شوی او څرګنده حقیقت دی چې د ټولنیزو چارو ټول واک له حکومت سره وي، او د چارواکو له ملتیا پرته په ستونزو بریا هم ناممکنه ده، خو له دې خبري هم انکار نه شي کیدلي چې وايي «ګیږدۍ په خپلو مرندو اباد ده». یعنې یوه ټولنه په خپلو افرادو او اتباعو بیسا او سوکاله ده. که د ټولنې اتباع د خپل راتلونکې په هکله اندیښنه ولري، او د ممکنه ستونزو د حل په موخه مناسب تدابیر په پام کې ونیسې، نو حتمي ده چې د روڼ سباوون نیکمرغي به یې په برخه وي، چې د نړۍ د ټولو پرختللو هیوادونو روان بهیر ددي ښه بیلګه ده. د دوي په کاري اصولو او خوځښتونو کې به هرومرو توپير وي، خو په عمومي پرنسیب کې یې د اصلاح او چټک پرمختګ راز یو دی. یعنې وګړي او کدرونه یې د خپلو ابتکاراتو په درشل کې د نوو چارو د لټون په تګل کې دي، او تر یو بل د مخکښ سیالي ترسره کوي. لري به نه ځو، که د ختیځي اسیا هیوادونو لکه چاپان، کوریا، مالیزیا، اندونیزیا، سنګاپور ان تر چین پوري ټولو ته په ځغلند نظر سره وګورو، نو د وګړو او کدرونو د مدنی خوځښت لیوالتیاوي او شوقي رغبتونه یې ددي لامل شوي چې ټولنۍ یې له پوره رفا سره د سترو شاهکاريو د ترسره کیدو جوګه شوي، او حکومتونه یې په یو متناسب حد کې د واک د ساتلو او اسانتیاوو د برابرولو په چارو بوخت دي. اتباع یې له دې فرصیته څخه په ګټه اخیستو سره سکون محسوسوي او روڼ اندي یې بیا بریاوي ترلاسه کوي، چې کوم وصفي بیان ته اړتیا نه لري.«چیزي که عیان است چه حجت به بیان است».

03.01.2016 12:35    |   اسم هجران ربیع اول پخپل رحمت سره افغاني ټولنه سږکال خورا فیضیابه کړه

ربیع اول(اوله خور) چې په دولسم میاشت سره هم شهرت لري، د نبی کریم(ص) د مبارک میلاد له کبله د کال په ټولو میاشتو غوره ګڼل کیږي. ځکه پدې موقعه چې د الله (ج) عشقي جذبه پخپل نهايي جوش کې راغله نو په پایله کې يې د بشریت په چهره کې د جناب حضور(ص) مبارک وجود وعالمیانو ته د ننداري په توګه وړاندي کړ. الله (ج) پخپلي دي پيرزینه و بشریت ته د محسن انسانیت په عنایت سره، انسانی خلقت د خپلو شاهکاریو غوره نمونه وبالو او په احسن الخالقین سره وستایو. پدې یې بسنه وکړه چې اتممت لکم دین کم، او یوازي دا غوښتنه یې تري نه وکړه چې «تخلیق بالاخلاق الله» او بس. نو د جناب حضور(ص) د وصف او ثنا په هکله خو دماغونه تش، قلمونه پځ او ژبکې ګونکي دي.

25.10.2015 13:19    |   اسم هجران د پښتو موسقي د نامتو سندرغاړي، میروس شوقي په هکله یوه یادونه

د بشریت له پیدایش تر اوسه یا په عامیانه اصطلاح له بابا آدمه تر دي دمه د تاریخ په اوږدو کې داسي هنري څهري پیدا او راڅرګند شوي چې د پخپل فطری استعداد په توان سره یې ستري کارنامي ترسره کړي، او د وخت نومیالي بلل شوي دي. دا اتلان که د پوهي او حکمت په ډګرونو کې وو، او یا هم که د هنر او ادب په محفلونو کې. البته یو توپیر شته، چې د پخواني کارنده اشخاصو ټول زیارونه او فني وړتیاوي به د دوي له مرګ سره یو ځای خاوري شول، خو په اوسنې عصرکې هرڅه د تاریخ په غیږ کې ثبت کیږي، او په ډیرو مواردو کې د نورو لپاره هم د لاري مشعل ثابتیږي. په هرصورت له سریزي به تیرشو، اصلي خبري ته به راشو، ځکه لوستونکي اوس له ډیرو مقدماتي خبرو په تنګ شويدي.