د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دا څه وخت د ګردون راغی حالات نور شو

اسم هجران 29.06.2016 12:55

دا څه وخت د ګردون راغی حالات نور شو
چې شیوه د عادلانو ظلم زور شو
پاکستاني نامتو ورځپاڼې، نواي وقت پخپلي یوي وروستې سرلیکنه کې«افغانستان اوقات مین رهی» ترعنوان لاندې یو مطلب خپور کړي وه، چې نه د نوموړي ورځپاڼې د صحافتي تاریخي قدامت ارزښتونه په پام کې پکې نیول شوي وو، او نه د ماهیت په لحاظ سره د الفاظو په ترکیب کومه وړتیا پکې څیړل شوي وه، بلکه ضد و ماضاد او خورا د حیراني وړ خبري یې په ډاګه کړي وي، چې ځينې اقتباسي ټکې یې دادي«‍ په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي ویلي چې اسلام آباد له اور سره لوبې کوي، او پاکستان د ترهګرو مرسته کوي. پاکستاني استازي یې په غبرګون کې غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې پناه اخیستونکي ترهګر دوي ته ور وسپارل شي. په مطلب کې ویل شوي چې پاکستان پخپله له ترهګرې ناخوالو زیات اغیزمن شوي او پوځ یې دا مهال په مبارزه کې ورسره بوخت دی، خو له ترهګرې سره د افغانستان د مرستي تور به ځکه سم نه وی چې د کابل حکومت واک یوازي د هغه ښار د دیوالونو تر اختتامي سیورو پوري رسیږي، نور ټول افغانستان د ترهګرو په کنترول کې دی. هغوي په اساني پاکستان ته داخلیږي، له قتل او غارت وروسته بیرته کابل سره نژدي په خپل پټن ځایونو کې اوسیږي. په مطلب کې دا یادونه هم شوي چې د کابل حکومت په سرحدي پوله د دروازي له جوړیدو سره پدې ناري سوري پيل کړي چې د دوي ترهګر بیا نشي کولي د ورانکاري لپاره له سرحدي پولې تیر شي. د پيښور پر پوځي ښوونځې بریدګر او د چارسدي د ماشومانو قاتل اوس هم د کابل په بغل کې پټ ناست دی، او افغانستان یې و پاکستان ته له سپارلو ډډه کوي. په مطلب کې نور هم له تجاهل عارفانه څخه کار اخیستل شوي او وايي چې دوي نور د افغان کډوالو د کوربتوب زغم نه لري، هغوي باید هرومرو ستانه شي. ځکه مار ته شیدي ورکول او بیا له هغه د غوره سلوک هیله بې ځایه خبره ده. نو ددي لپاره هم اړینه ده چې افغانستان پخپل سده کې ووسئ، او په هر ګام کې د پاکستاني مرستيو او همکاريو د احساناتو مرهون هم ووسي»
د خپرې شوي موضوع هره خبره که تفصیلي بیان وو، نو کتابونه به پرې ټک شي، خو بیاهم د مشت نمونه خروار په توګه به د ځینو خبرو لنډ سپناوي وکړو، هغه داچې په مطلب کې دعوه شوي چې د کابل حکومت واک یوازي تر ښاري ابعادو رسیږي، نور ټول هیواد د ترهګرو په کنترول کې دی!، او افغان حکومت په سرحدي پوله د دروازي له جوړیدو سره ځکه مخالفت لري، چې ترهګر یې بیا نشي کولي پاکستان ته داخل شي. دا یو عجب منطق او استدلال دی چې له یوي خوا حکومتي واک کمزوری ګڼې او له بلې خوا بیا په ترهګرو د حکومت د اغیزمن رول یادونه کوي. د عقل او پوهې خاوند د پخپله قضاوت وکړي چې دا ضد وماضاد خبري نه دي؟! همداراز په سرحدي دروازه د افغان حکومت واویلا د نړیوالو اصولو د مراعات په موخه دي، ځکه له صفري نقطي دواړو هیوادونه باید یو، یو کیلو متر لري واټن ولري، چې افغان لوري په تورخم بندر کې دا اصول له وړاندې پلي کړي، خو مقابل لوري یې نه مرعاتوي. همدا وجه ده چې د خپلو تاسیساتو د جوړیدو په مهال یې د افغان ځواکونو حساسیت راوپاروه. پاکستان چې د انګور هډې په سیمه کې تیرکال کوم تاسیسات جوړکړل، او خبره تر شخړو ورسیده، بیرته یې خپله غلطې ومنله او جوړي شوي ودانې یې بیرته افغان لوري ته و سپارلي. په تورخم کې هم مسله ورته بڼه لري.
دوهمه ادعا دا وه چې د پیښور د نظامي ښوونځې بریدګر په افغانستان کې وسيږي، او چارواکې یې پاکستان ته له سپارلو ډډه کوي، چې په غالبه ګومان، هدف به یې ملا فضل الله وی. نو ددي معما ځواب خو هم پخپله په خپاره شوي مطلب کې جوت او څرګند دی، هغه دا چې دلته يې حکومتي واک نیمګړی بللي او ټول هیواد یې د ترهګرو په کنترول کې په ګوته کړي. کابل حکومت نو بیا څنګه کولي شي په لري پرتو سیمو کې دا پټ پراته ونیسې؟!، د سوات د غمیزو طراح صوفي محمد چې له جګړو وروسته پیښور ته ستون شو تود هرکلې ورته وویل شو، له هغه ولې د خپل رزمې ملګري او زوم فضل الله پوښتنه ونه شوه؟!، علاوه پردې افغانان دومره بې ننګه او بې پته خلک نه دی چې د پيښور د غمجنې پيښې په ویر کې یې ماتم نه وي کړي، او دا بیا څنګه ممکنه دی چې د تنکیو ماشومانو د قاتلانو سرپرستې د وکړي او هغوي د وساتي. دا هم د عقدي د خاوندانو لپاره د سوال خبره ده چې څنګه خپل قضاوت پرې کولي شي؟!.
همداراز په مطلب کې د افغان کډوالو د ستنیدو په خبره ټینګار او بیا «مار ته شیدي ورکول او له هغه د غوره سلوک هیله» داسي ستوخه او ناروا تشبي ده چې هر با احساسه افغان په دردیږي او زغملي یې نشي. ځکه یو خو افغان ولس ته په کم ظرفه سترګه کتل شوي، حال داچې افغانان ناقص العقله او نمک حرامه نه دي. که کله هم کومه غلطي او تیروتنه تري شوي وي، هغه به یې د ذهنې کمزوري نښه وي، خو هیڅکله هم د دوي د ارادي تمثیل څرګندونه نشي کیدلي. علاوه پردې افغانان احسان فراموش هم نه دي، که چا لیږ ښيګیړنه ورسره کړي، نو دوي یې په څو چنده ننګه کړي ده.
عالمه ما کې ګناه نشته - ګناه د وخت ده چې یې زه مجبوره کړمه
دا خو د وخت هغه ستمګر او له سیاسي پوهې او تدبر نه خالې افغان مشرتابه ځواک و، چې د ولس په برخلیک یې بې معنا لوبې وکړي، او دوې یې دي ته اړیستل چې خپل پلرنې ټاټوبې پریږيدي له نورو سره دیره شي. خو بیا هم افغان میړنې ولس په پردیسې کې هم، مجبوري پهلواني ده، لاس په کار شوی، هغه مفته بشري قوه چې پاکستان ته خداي د افغان کډوالو د ورتګ له برکته ورکړه وه، د هغه هیواد په ابادي کې د رغنده الکو په توګه ثابته شوه. د پاکستان په صنعتي، تجارتي او عمراني برخو کې د افغان کډوالو د بشري قوي وړیا استعمال دوي ته د اکسیر په مثال وه، علاوه پردې په خلیجې هیوادونو، اروپا او امریکا کې د افغان ځوانانو بوختیاوي، او په پاکستان کې میشت خپلو کورنیو ته د خوراکې زیرمو په نامه میلیونونه روپې استول، نور هغه څه وو چې د پاکستان د اقتصادي ودي لپاره د «اظهر من الشمس» په معنا وه، چې دا لړۍ اوس همد دوام لري. په افغان کډوالو دا د الله (ج) پيرزوینې وي،"برگ درختان سبز در نظر هوشیار!"
بیا هم په هغو سختو حالاتو کې افغان ولسې پرګنیو ته د دوي د پناه غیږه پرانستل، د ستاینې وړ خبره وه، خو د پاکستان په شمول ټول نړیوال باید د افغان میړنې ولس د عزم او همت احسان هم ومنې، او هغه ځکه چې د افغان جهادي سرښندونو په پایله کې دوي د کمونیزم له ګواښ او روسې ښکیلاک له یرغل وژغورل شول. خو هغه مهال افغانان د دوي د سترګو تور د زړه ټکور ول، خو چې د کور په دننه یې ویره ورکه شو نو اوس بیا:
د لیونې حاجت پوره شو - په لاره ځې په ګاڼو ولي زیارتونه
لڼده دا چې دا ټول هغه واقعیتونه دي چې څوک انکار تري نشي کولي، خو نواي وقت ورځپاڼې چې داسي هوتي بوتي خپرې کړي او تیروتنې کوي، نو له مشرتابه هیئت څخه یې ګیله دا ده چې ولې د خپل روڼ صحافتي اوږد تاریخ ارزښتونه په پام کې نه نیسې؟ د نظامي کورنې غړي چې د ددي ورځپاڼې د ملکیت ویاړ لري، د بری صغیر د ویش په مهال یې د ال انډیا مسلم لیک تر چتر لاندې د اسلامې ارزښتونو او حقونو د غوښتنې په موخه بې ساری سرښندنې ترسره کړي، او تل یې د واقعیتونو د ژوندې ساتلو دریز غوره کړي وو، خو اوس یې مخه په بل لوري شوي او هیڅ حد نه پيژنې. خو دلته هم دوه خبري دي یو دا چې هغه مشران چې د حق داعيان وو، تر تورو خاوري لاندي دي. بل دا چې اوسنې کارنده اشخاص یې د خپلو نفسیاتي غوښتنو په لومو کې راایسار شوي، د اغیار په لمسون او د وخت د ظالمانو په اشاره صاحفتي ارزښتونه تر پيښو لاندې کوي تر څو نورو ته داسې ستم ظریفي د خپل هنر په توګه وښيئ. اوس نو پوښتنه داده چې دا څنګه عدل او انصاف او دا څنګه قضاوت دی چې له حق و باطل ته ګوز پکې کیږي؟!.