د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په رښتیا هم د رنجیت سنګ جنایتونه د پنجابیانو ویاړنې کیدای شي؟

اسم هجران 07.06.2016 14:39

تیره اوونې چې پاکستانې لوري د افغانانو پر مخ د تورخم بندر دروازه وتړله او ټینګار یې وکړ چې وروسته له دې به افغانان بې ویزي پاکستان ته سفر نه کوي. په عمومې توګه د پاکستان ددې دریز په وړاندې مختلف غبرګونونه وښودل شول، چې په افغاني او پاکستانې خبري رسنیو کې هم د موضوع په هکله د قلم خاوندانو خپلي ارزونې وړاندې کړي، چې د هرچا قضاوتونه او انګیرنې هم بیلې وي. په پاکستاني نامتو جنګ ورځپاڼه کې څیړونکې ایازمیر، چې پارلماني غړی هم دی،«د افغان کډوالو هستوګنه په پاکستان کې یو بې ځایه مصیبت دی»، ترعنوان لاندې پخپله لیکنه کې په ډاګه کړي و، چې د کلونو په تریدو دا ستونزه حل نه شوه. ده د افغان جهاد، او بیا د خلکو د کډوالې په هکله په کرونولوژیکې ډول معلومات بیان کړي وو، او ددي لانجې لامل یې جنرال ضیاالحق هم بللي و. دده په اند کله چې جنرال ضیا سیاسي واک په پاکستان کې ترلاسه کړ، نو خالي خزانه په میراث کې ورته پاتې وه، علاوه پردې د واک د غځولو تلوسه یې هم درلوده، نو ده په افغانستان کې کمونستي کودتاه او بیا د روسانو نظامي دخالت نړیواله ته لویه ټرایجیډې وښوده، او پدې سره یې د امریکا او نوري لودیځې نړۍ ملاتړ ترلاسه کړ، چې لانجه نورهم په کړکیچ واوښته. بلاخره د وخت په تیریدو سره روسان مات شول، او مزاحمتي(جهادي) ګروپ میدان وګاټو، خو بیا هم ددي هیواد لوی اکثریت له سختو کړاونو سره مخ دی او اوس هم په پردیسې کې وخت تیروي، چې د حل په موخه یې هم هیڅ پلان له چا سره نشته. ایازمیر د پاکستاني دریز په هکله هم داسي لیکلې چې د افغانستان د اوسنې کابینې ځینې غړو او زیات شمیر دولتي چارواکو په پاکستان کې مسلکې زده کړي دي، خو بیاهم دوي پاکستان د پنجابیانو هیواد بولې او په زړونو کې د پاکستان ضد عقدي لري. ځکه په نولسمه پیړې کې چې پنجابې رنجیت سنګ پيښور او د افغانستان یو شمیر نوري سمیې ونیولې، نو دوي یې وشړل. همدا وجه ده چې افغانان له پنجابیانو سره حسد لري.
د ایازمیر نوري څرګندونې پر خپل ځاي، خو له دې خبري سره همغږي پدې نه لرو، چې د رینجت سنګ په شان خلکو ته موقعه په لاس ورتلل، په اصل کې پخپله د افغانانو د ناعقب اندیشي پایلې او ورسره انګریزي لمسون و، چې د پخوانی برم او فتوحاتو ټول ویاړونه پکې زیانمن او له مینځ ولاړل. هغه داچې د لوي احمدشاه بابا له مړینې وروسته د هغه زوي تیمورشاه واکمن شو، او ۲۱ کاله پاچهې وکړه، د قلمرو سرحدي پوله یې له ډهلې څخه بیرته لاهور ته را لڼده شوه، او بیا کله چې د تیمورشاه پنځم زوي زمان شاه پرتخت کیناستو. هغه غوښتل چې د خپل نیکه(احمدشاه بابا) تیر برم بیرته را ژوندې کړي، نو د بري

پښتونخوا د قومونو په شمول یې یونیم سل زره پوځ په لاهور کې د مقابلې لپاره چمتو کړ، دې حالت د سیمې اوسیدونکې په تیره بیا پرنګیان چې تازه د بنګال په پولو را اوښتې و، اندیښمن کړل. پرنګیانو د ایران قاچاري واکمنانو ته اته سوه زره پونډه، څو فابریکې او نور څیزونه د بډو توګه ورکړل تر څو د زمان شاه په ضد پارونې وکړي. قاچاریانو هم سمدستي دده ورورمحمود ولمساو، او په هرات یې یرغل وکړ،(دا په تاریخ کې د پرنګې استعمار لومړنې دیسیسه ده چې د افغان ولس په ضد یې ترسره کړي ده). زمان شاه چې حالت ولیدلو، نو رینجت سنګ چې په سکانو کې وړ سړی و، د خپل پوځ د سرپرست په توګه وټاکو او دې و هرات ته وخوځیدو، ښار یې بیرته ونیولو، له محمود سره له روغې جوړي وروسته هغه یې د والي په توګه وټاکو. زمانشاه چې کندهار ته راغي، هلته هم له نظامي یرغلونو سره مخ شو، د شپږو میاشتو ایسارتیاو څخه وروسته بیرته د کابل او له هغه ځایه د پيښور په لور روان شو، چې د شینوارو په سیمه(کلا عاشق) کې د خپلو وروڼو له لوري په جوړه شوې طوطیه کې ړوند او ناکاره شو، له دې سره د واک خلا هم مینځ ته راغله. رینجت سنګ چې له حالاتو خبر شو او سیاسي تشه یې ولیده، نو د مطلق العنانې علم یې پورته کړ. پرنګیانو هم له موقعې ګټه پورته کړه، د رینجت سینګ ملاتړ یې وکړ، او بلاخره هغه یو نم لک پوځ چې د ختیځ په خوا د فتوحاتو د ترسره کیدو په موخه چمتو شوي و، بیرته د لودیځ په لور غبرګ شو، د پيښور په شمول یې ټولې سیمې لاندې کړي او د سیکانو یوه لویه پاچهې مینځ ته راغله. دوې په ټولو چارو بري وموند او عامه شمتنې یې هم لوټ او د ځان کړي. د رینجت سنګ واکمنې نژدې نیمه پيړې دوام وموند، چې د برې صغیر د ویش او پاکستان په جوړیدو سره هغه د سیکانو پاچهې له مینځه ولاړه، او په سیمه کې بیا اسلامې ارزښتونه رامینځ ته شول.
پدې کې د افغانانو د نیمګړتیاوو دلالیل دادي، چې یو خو د لوي احمدشاه بابا نظامي قوماندان او سپاسهالار، سردار جان خان چې د سیکانو په سیمو کې یې د خنډونو د پیدا کیدو په جرم په زرګونه غلیمان وژلي وو، او د پانې پت تر صوبې یې د احمدشاه بابا لپاره لاري پرانستي وي، تیمورشاه د واک په ترلاسه کیدو سره سم هغه تبعید کړ او د ژوند تر وروستې يې په بکوا دښته کې په بيوزلې سره وخت تیر کړ او همداسي مړ شو. زمانشاه بیا پخپل وار پخواني ټولې تاریخې پیښې هیرئ کړي او د سیکانو له ډلې څخه یې رینجت سنګ د پوځ قوماندان وټاکو. نو دلته ولې داسي تیروتنې له پلار او زوي څخه وشوي؟، چې دا پخپل ذات کې هغه ناغیړي دي چې افغانان پړه پري یادیږي، او د بریا موقعه نورو ته په لاس ورځي.

دوهم دا چې رینجت سنګ چې کله واک ته ورسیدو، نو یوازي د پښتنو په ضد یې نه بلکه د ټولو مسلمانانو په ضد یې ناروا چلند ترسره کړ، چې د پنجاب مسلمانان یې تر ټولو زیات اغیزمن وګړي وو. ځکه سیکانو د خپلو تیرو ترخو یادنو غچ له ټولو مسلمانانو اخیستو. د پنجاب په زرګونه سیمه ییزخلک یې ووژل، مالونه یې لوټ کړل، او بې عزته یې کړل.
همدا وجه ده چې پخپله پنجابی مسلمانانو رینجت سنګ یو لوي قاتل، سفاک او جنایتکار بللي دی. نو دا څنګه کیدایي شي، چې د پنجاب مسلمان هغه خپل اتل وګڼې؟ بل دا چې پاکستانيان تل په خپلو خبرو کې هندوستانیان خپل ازلې دښمن بولي، او هلته هم اکثر هندوان او سیکان اوسیږي، چې د تاریخ په اوږدو کې د مسلمانانو دښمنان وو، نو پدې سبب هم د رینجت سنګ په جنایتونو دوي ویاړنې نشې کولي. البته یوازي سیکان هغه د ابداليانو د پانې پت او محمودیانو د سومنات فتحې په وړاندې د غچ اخیستلو اتل بولي، چې دا پرګنې هم په امرتسر هندوستان کې هوسیږي. نو د افغانانو د شړلو او پاتې راتللو عاملین بهرنیان نه پخپله دا ناعقب اندیشه او له سیاسي تدبره ناخبره مشران وو او دي ، چې نه یې د تیرو کارنامو د ساتلو لپاره فکري هڅې ترسره کړي، او نه يې وروسته وړاندي کتلي دي، بلکې د راتلونکو نسلونو لپاره یې د بغض او عداوت زڼې هم دوي کرلي، چې له کلونو او پيړیو راهیسې افغان ولس پکې په بې لمبې اورنو کې ستي شو او اوس هم پکې سوځي.
د ایازمیر له دې خبري سره همغږي لرو چې وايې، افغانان، پاکستان د پنجابیانو هیواد ګڼې، ځکه هلته د ټولو سترایتژیو د جوړیدو واک له دوي سره دی، او پوره عداوت ورسره لري. خو دا مخاسمه د کوم تاریخې یاد په اساس نه بلکې د دوي د دوه مخې سیاست له کبله دی. پدې هکله به د حضرت علی (رض) دا مقوله وینا په ځاې او مناسبه وي چې وايې: «زه د عربو له توري نه بلکه د دوې له منافقته ویریږم»، داسي زموږ هم د پنجابیانو له میړانې نه، بلکه د دوي له ناروا کړنو او منافقتونو ویریږو چې په معاصر تاریخ کې یې د افغانانو په وړاندې په مسلسل ډول ترسره کړي او اوس یې هم ترسره کوي.