د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ایدهې مجذوب او درویش فقیر د ویاړنو په هکله یوه ځانګړې یادونه

اسم هجران 14.07.2016 11:53

د ټولنیز فلاحې چارو مخکښ او رښتونې خدمتګار مولنا عبدالستار ایدهې په حق ورسیدو. دده د بوختیاو او کارنامو په هکله په خبري رسنیو کې ډيري خبري وشوي، زموږ و تبصرو ته څه اړتیا نشته چې پر ورسوایې کړو، بلکه هدف مو د هغو پاکو احساساتو او قلندري مینې د ارزونو بیانول دي چې د نیکو چارو سرخیلان یې تل د وقار راز په ساده ګې کې وینې او پدې باور لري چې که آسمان تر خپلو قدمو لاندې لیدل غواړي نو لومړي باید خپل سر د نورو تر قدمونو لاندې کیږدي. ددي اصل د ترلاسه کولو لپاره عملي قرباني ورکوي او موخي یې هم داوي چې پدې اړه الهې نصرت او بیا رضایت ترلاسه کړي. په حقیقت کې همدا صالحین د ستر لارښود د هغې وصفي وینا تصور هم په سمه توګه انځور وي چې فرمایې«په تاسو کې غوره کسان نورو ته ګټه رسونکي دي». همدا ده چې دا اشخاص هیڅ ډول ابعاد نه پيژنې، د ښو چارو د ترسره کیدو تلوسه لري، زړونه او دماغونه یې په الهې تجلیاتو سره روښانه وي او له ناروین څخه د ژغورنې په لټه کې د ستونزي له ګاللو هم ډډه نه کوي. په پایله کې دا نیکان او صالح مشعلدران د رښتونې مینې عالمبرداران شي، او په انګلیسې اصطلاح سره کدري حیثیت یې (ینورسل ټروټ) یا نړیوال پيژندل شوي حقیقت جوړ شي،«دوي د ټولو او ټول د دوي شي». خوري وري ولسې پرګنیې هم له اړخ، سمت، ژبې، او نسل پرته د خپلو مفاخیرو او مشاهیرو په توګه پيژنې په هڅو یې ویاړي او په ښو نومونو سره یې ستاینې کوي.
مولنا عبدالستار ایدهې هم یو له ورته کسانو څخه و چې دا ډول صفتونه یې درلودل، او د خوږ ژوند زیاته برخه یې د بشر پالنې په چارو کې تیره کړه. څرنګه چې الله(ج) بن آدم په ټولو مخلوقاتو اشرف بللې او د نور مهذبیت لپاره یې د خپلي مینې اظهار هم د عشق رسول په درشل کې د جناب حضور(ص) په مبارکه او منوره قیافه کې راڅرګند کړي چې پدې سره یې په رښتیا هم بشریت ته د محسن انسانیت وړیا ور په برخه کړي. داسي د مولنا ایدهې کړنې هم ددې لپاره د ستاینې وړ دي چې بشري خدمت یې خپل ستر ویاړ بللي او پرته له دې یې نوري هر ډول میني او مشغولاوي عبثې کړنې شمیرلي دي.
د مولنا ایدهې د چارو ستاینه پدې هم کوو، چې هغه یوازي د ده تر خپلې سیمې او ټاټوبې پوري محدودي نه وي، بلکه د مینځنې ختیځ، مینځنې اسیا او نورو هیوادونو تر لري پرتو واټنونو پوري یې لازمې بسپنې رسیدلي چې په خبري رسنیو کې د قلم خاوندانو ټولي په تفصیل سره بیان کړيدي. دا هم د سترګو لیدلي حال دی چې د کډوالي په دوران کې ډیر د زړه او پښتورګو په رنځونو اخته بیوزلي افغان کډوال د ایدهې ویلفیر ټرست په مالي مرستو سره معالجه او تداوي شويدي.
همداراز مولنا عبدالستارایدهې هڅې ددي لپاره هم ارزښتناکې او د نورو لپاره د لاري د مشعل حیثیت لري، چې په هغوي کې روغ نیتې او رښتنولي له ورایه جوتیږي. په تیرو وختونو کې داسي تورونه لګیدل چې د مولنا ایدهې هڅې د یهودیانو په دستور ترسره کیږي. دده په میټرنیټې هومز(امن کورنو) کې لوي شوي جیني په یورپې کلفونو کې استعمالیږي او دې د پاکستان د شوم سیاست یوه برخه ده. په انفرادي توګه شاید داسي څه لیدل شوي وي، خو پخپله د مولنا ایدهې په نیت او کړنو کې دوه رنګې او منافقت نه و. کچیري داسي بې عاطفی شتون درلودلي، نو هرومرو په چارو کې به یې رسوايي لیدل شوي وه او د پایلو انجام به یې هم له ناکامې او بربادي پرته بل څه نه وو. ځکه دا قرانې ارشاد هم دي "منافق په دنیا کې ذلیل، شرمنده او په اخیرت کې یې ټیټه دوزخي کنده په نصیب کې وي."، خو ګورو چې د فقیر ملنګ په جنازه کې حکمرانان پخپل ګډون ویاړي، چې دا پخپله د مولنا ایدهې د کار زیار په عزم کې د رښتونولي ارادي په ډاګه کوي، او دده په هکله تپل شوي ناروا څرګندونې د پروپاګند او عامه افکارو او اذهانو د ګمراکولو پرته بله معنا نه لري. علاوه پردې دده د خیراو ښیګړو په ادارو کې د کارکوونکو، وسایلو او تجهیزاتو زیاتوالي، ثبات او برکت هم هغه څه دي چې د عاقل او پوهې د خاوندانو لپاره تردي نور د قناعت وړ خبره څه کیدايي شي؟
«راویت دی، یوه شپه ناوخته حضرت بایزد بستامې (رح) ووت، ګوري په کائینات د سکون او خاموشي علم خوردی. الله (ج) ته په شکوه شوه چې په موجوداتو دا بې حسي ولې واکمنه ده، هرڅه باید ستا په ثنا سر په سجده واي؟! د الله (ج) په ځوابي ستاینه کې ورته وویل شو چې آی! بایزده دا ستا په شان د خاصانو کار دی، عام پري نه پوهیږي.» همداسي درویش مولنا عبدالستار ایدهې هم له هغو خاصانو څخه و، چې په قلندري مینې سره یې ساده ګې غوره کړي وه، او بشري خدمت یې خپل عبادت بللو. د الهې ارشاد پدې وینا یې عقیده لرله چې«څوک یو نفس ژوندې کړي، لکه ټول انسانیت ته چې ژوندې وبښي.» خپلي چاري سمبال کړي وي او د خپلو شپږو لسیزو فلاحي خدمتونو په دوران کې یې په لسګونه څه چې په زرګونه داسي نیکې چاري ترسره کړي. د ابدېت په خاطر یې هم ۲۵ کاله وړاندې په ژوندنې ځانته قبر کیندلي و، د خامتا جامې اغوستې او د وصیت سره سم یې هغه د ګور کفن هم شوي، چې دا یوه ستره دنیاې متاع وه چې ده له ځانه سره دارالبقا ته یوړه.
په ډیر زینت، په ډیر دولت په بادشاهې څه کار - چي ده د مینې خزانه له عاشقانو سره
لنډه دا چې د مولنا عبدالستار ایدهې ټولې هڅې بې ریا او ډکې له وفا او فلاح وي، دده په شان د ګوتو په شمار کسان که دلته شتون ولري، باور دی چې ډیري ستونزي او ناخوالي به حل شي. د داسي مخورو مسحایی پالنې د نوو هیلو او حسرو د راټوکیدو موجبه هم کیږي، او په رحلت سره د پاتوغنمیتونو څخه ګټه اخیستنه د متوفا د جاري صدقي او بیا ایصال ثواب او مزار یې د نیازمندو د شفا سبب جوړیږي. مداحیان زموږ سره تل پداسي شاندارو ټکو سره ستاینه او درناوی کوي چې وايي.
چې په مینه کې مجنون غوندې صادق وي – رحمان وايي تل هغوي باندې سلام