د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په خبري رسنیو کې د اخلاق او ادب ساتنه د پوهې او معتبری نښه ده

اسم هجران 04.06.2016 12:43

په یوه ټولنه کې چې د خبري رسنیو بهیر چټک او شمیر یې زیات وي، په هغه اندازه هغه ټولنه سوکاله او د بهبود په لور روانه وي. ځکه وګړي یې د حالاتو او پيښو څخه ژر خبریږي، او دهغو افواهاتو مخه نیول کیږي، چې وايي «ترڅو چې رښتیا رارسیږې، دروغو به کلې وران کړي وي». په همدې ارتباط که د خپل هیواد تیرو حالاتو ته په ځغلنده نظر سر وګورو، نو د ډیرو مصیبتونو د رامینځ ته کیدو لامل هم دا و، چې مطبوعاتي بهیر د نیست په حال کې و، او که وه هم پڅ روان و، همدا وجه وه چې ډیري ستونزي د نظامونو او ولسونو ترمینځ د همغږی وسایلو د نشتون په وجه راپیدا شوي وي. د خلکو فریادونه چارواکو نه اوریدل او د چارواکو ارزونې تر خلکو نه رسیدي. خو کله چې مطبوعاتې بهیر وده وکړه، نو تر ډیره حده په ټولنه کې همغږي رامینځ ته شوه او حالاتو بدلون وموند. علاوه پردې همدا مطبوعات دي چې د ولس په شعوري ارتقا او لوړوالې کې هم رغنده رول ترسره کوي، او د مهذبیت نښه ګڼل کیږي. ددي ادعا د ثبوت لپاره به داخبره په ځای وي، که یو هیواد ته بهرنې سیلانیان په سفر ورځي، هغوي د کوربه هیواد کیفې وضعیت په مطبوعاتي بهیر سره ارزوي. یعنې که د رسنیو مطالب یې اخلاقي او ادابي مهذبیت ولري، نو په هغه اندازه یې د اصولو په رعایت اودرناوی ځانونه مکلف ګڼې، فکري قضاوت کوي.

ددي سریزې یادونه له دې کبله وشوه، چې پدې ورورستیو کې په ځینو خبري رسنیو او ویب پاڼو کې د خپرو شوو خبرونو او مطالبو په درشل کې یو لړغیري معیاري کلمې او الفاظ ترسترګوکیږي او کله بیا سپکې سپوري پکې وي، په ډیرو شننو او تحلیلې موضوعاتو کې بیا یوشمیر پوهان داسي عامیانه اصطلاحات کاروي چې املا، انشا هم په قصدي ډول بدلوي، ددي په ځای چې د ټولنیز خدمت مصدر وګڼل شي، برعکس کړنې یې نوري هم د ستونزو د زیاتیدو او غلطو تعبیرونو د جوتیدو لامل کیږي. نو اړینه ده چې پدې باره کې له زیات پام او غور څخه کار واخیستل شي، او هرڅه په بربنډه توګه نه، بلکه په خاص هنر او مهارت سره تر ویونکو او اوریدونکو پوري و رسول شي. وجه یې دادي، یو خو د اوږدو ناخوالو او غمیزو له امله افغانې ټولنه له کړاونو سره مخ وه، چې د زده کړو کچه هم پکې ټیټه راغله، نو په داسي حالتو کې خو د شعوري وړتیا ارزښت هم کم وي. وګړي د مطالبو له لوستلو څخه نور څه تعبیروي او د اصلي معیارونو په هکله یې ارزونې همداوي چې اټکل یې ترینه کړي وي.


بل دا چې انساني تخلیق د الهې شاهکاریو غوره نمونه ده، او کله چې الله (ج) پدې خلقت کې د عقل، شعور او منطق څخه علاوه د علم، ادب او اخلاقو د جذب او ساتنې ظرفیت هم مشاهده کړ نو پخپل مبارک ذات کې یې ډیر فخر محسوس کړ او پدې سره يې انسان اشرف المخلوقات وستایو، او د خپلې مینې او عطف د اظهار محور يې هم دا انسانې فطرت په نښه کړ، بیا کله چې عشقي جذبه پرې غالبه شوه، نو د جناب حضور(ص) په مبارک شان سره یې په انسانې جوسه کې وځلوله. د کایناتو ویاړ هم له خپلو ټولو صفتونو سره اخلاق غوره وګاڼو، چې د محسن انسانیت ستاینه يې همدا ده. یعنې اخلاق او ادب د انسانې ژوند له غورو ضرورتونه څخه ګڼل کیږي، او دا بها انسان له حیوان څخه بیلوي. دا خبره هم د یادولو وړ ده چې اخلاق او اداب ثابت دي، ارتقا ته اړتیا نه لري، بلکه دا د انسانې فطري توان وړتیا ده چې څومره دا جذب او بیا عملي کولي شي.
نو ددې لپاره اړینه ده چې د رسنیو مسوولین او واکداران دې خبرو ته زیاته پاملرنه وکړي، یوازي پدې خبره اکتفا ونکړي او نه ځانته دا برائت ورکړي چې په غټ عنوان سره ولیکي:
«خپور شوي مطلب د لیکوال خپل نظر څرګندوې، د رسنې دریز نه په ډاګه کوي»
بلکه دوي مجبور او مکلف دي چې په ټولو برخو کې سمون او اصلاحات راولي او ویونکو ته یې د معیاري خوند په توګه وړاندي کړي. هغه هم ددي په وجه چې یو خو په ټولنه کې شعوري کمښت محسوس کیږي، لکه پورته چې یادونه وشوه. بل دا چې خبریالان او قلم کاران د ټولنې دستوري څهري دي چې په سرمقالو او تبصرو کې شته نمیګړتیاوي په ډاګه کوي او مناسبې چارې و نورو ته ورښيې، او دا رسنې دي چې د ټولنې خوله او ژبه بلل کیږي. اوس نو که څوک پدې هکله ځان مسول نه ګڼې او دا هرڅه د کمرشل په توګه د ځان لپاره د ګولې مړې ډوډي د پیدا کیدو په توګه کاروي. نو مهربانې دي وکړي د صحافت له مقدسي دندې څخه د ناوړه ګټې نه ترلاسه کوي، ځکه چې هر څه د ګمراهې په لوري ځي او پایلې په یې هم خورا خطرناکې وي. وړاندوینه کیږي چې د دوې لپاره په لویو ښارونو کې نوري مشغولاوي هم ډيري دي، چې خپل اړتیاوي پري پوره کړي. نوغوره به دا وي چې خپلې موخې په هغه لوري واړوي.
زه د وصال تمه د مینې په نوم غواړمه – وامې وره اشنا، زه وږي ستا د دنیا نه یمه