د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

حکومت د خودکفایي هڅې کوي

محمد روښان ښاد 27.01.2016 12:28

د څو لسیزو جګړو افغانستان په اقتصادي لحاظ کاواکه او بهرنیو مرستو ته سخت اړ کړی دی. افغانستان د جنګونو په کلونو کې دومره کمزوری شو، چې  له نړیوالو مرستو پرته د خدماتو وړاندې کول څه چې د خپلو مامورینو معاشونه هم نشي ورکولی.
سره له دې چې د موقتې ادارې په منځته راتګ او له هغې وروسته نړیوالو له افغانستان سره په هره برخه کې پرېمانه مرستې وکړې، خو درېغه چې له هغو مرستو سمه ګټه وانخیستل شوه او نه هم پرځای ولګېدې، ځکه اکثره مرستې چور او لوټ شوې، چې ځینې یې د چارواکو، قراردادیانو او مافیايي کړیو شخصي جیبونو ته لاړې او ځینې یې هم بهرنیانو د مشاورینو او تخنیکي همکارانو له لارې بېرته  له ځانه سره خپلو هېوادونو ته یووړې.  
یانې د هغو پرېمانه مرستو، امکاناتو او فرصتونو باوجود نه د افغانانو په ژوند کې پام وړ ښه والی راغی او نه  هم افغانستان د نورو له احتیاج څخه وتلی دی، ځکه لا هم چې نړیوالې مرستې نه وي، نو افغانستان یوازې د یوې اونۍ لپاره خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته تېل او نور تجهیزات نشي برابرولی.
تېرو بهرینو مرستو ته په کتو دې نتیجې ته رسېږو چې بهرنۍ مرستې په اوږدمهال کې دردونه نشي دوا کولی او نه هم د ستونزو چاره کولی شي، د لنډ مهال لپاره ښې وي، خو د اوږدمهال لپاره ګټورې نه تمامېږي، نو له همدې امله له ستونزو او احتیاج څخه د وتلو لپاره په اساسي لارو چارو فکر او غور پکار دی.
افغان حکومت په دې وروستیو کې د نورو له احتیاج څخه د وتلو لپاره خودکفایي مهمه چاره بللې او په نړیوالو کنفرانسونو کې یې هم دا موضوع نه یوازې مطرح کړې، بلکې د افغانستان نړیوالو شریکانو او ملګرو سره یې ژمنه کړې چې افغان حکومت به د نړیوال� � مرستو او همکاریو تر څنګ د خودکفایي هڅه هم پیل کړي.
د افغانستان حکومت په دې هڅه کې بریالی راووت او د خودکفایي په لور یې ښه پل واخیست، ځکه حکومت له نړیوال وجهي صندوق " IMF "  سره خپله کړې ژمنه، چې د ۱۳۹۴ لمریز کال تر پایه به خپل کورني عواید ۱۱۴،۲ میليارده افغانیو ته لوړ کړي، په بریالیتوب پوره کړه. حکومت په دې وتوانېده، چې د ۱۱۴،۴ ملیارده افغانیو پرځای کورني عواید ۱۲۰،۷۵  میلیارده افغانیو ته لوړ کړي.
د نوي حکومت په راتګ سره په تېر مالي کال کې د افغانستان کورني عواید د ۱۳۹۳م لمری� � کال په پرتله ۲۱ سلنه زیات شوي دي. په تېرو ۱۳ کلونو کې د فساد د زیاتواD9�ي له امله حکومت په دې نه وو توانېدلی، چې په دومره لوړه کچه عواید راټول کړي.
نړیوال وجهي صندوق یا IMF  د افغان حکومت د دغې ژمنې پر ځای کول او د کورنیو عوایدو زیاتوالی وستایه او په همدې موخه یې له افغان حکومت سره ۷۵  میلیونه ډالر تشویقي مرسته وکړه.
حکومت خودکفایي ته د رسېدو په موخه په ټلیفونونو ۱۰ سلنه مالیه هم وضعه کړله. که څه هم په دې �= 8رخه کې ځینې افرادو غالمغال جوړ کړ، مګر اکثره هېوادوالو د حکومت دا اقدام وستایه او دوی وویل، موږ دېته تیار یوو چې دغه لس سلنه مالیه ورکړو، خو په دې شرط چې شفافیت په کې وي او دغه لس سلنه مالیه د ملي بودجې پرځای شخصي جیبونو ته لاړه نشي.
د دغې مالیې د وضعه کولو او ټولولو تر څنګ ګڼې نورې لارې چارې هم شته چې د افغانستان خودکفایي هڅولی شي چې یو یې هم د افغانستان د طبیعي زېرمو او په ځانګړي ډول د اوبو او کانونه ښه مدیریت دی.
په تېرو دیارلسو کالو کې نړیوالو د کانونو په برخه کې په ملیونونو ډالره پانګونه وکړه، خو تېر حکومت په دې ونتوانېده چې د کانونو د ادارې او د کانونو د مسلکي را اېستلو او مناسبې ګټې اخیستنه په برخه کې پام وړ بدلون راولي> حتی کانونه د زورواکو، مافیا، مفسدو او جنګسالارانو او زورواکانو لاسونو ته ولوېدل، په مس عینک کان کې چې له چینایانو سره یې قرارداد شوی وو، پرېمانه لوټ او غلا وشوه او چینایي قراردادي هم خپل هغه شرایط چې د قرارداد د کولو پرمهال منلي وو پرځای نه کړل، چې یو هم له هغو شرایطو څخه د اورګاډي د کرښې جوړول وو.
اوسنی حکومت د کانونو موضوع ته جدي پاملرنه کوي، په دې برخه کې یې د کانونو ټول قراردادونه ځنډولي دي. دوی غواړي چې په دې برخه کې د سمې ګټه اخیستنې او شفافیت په موخه ملي ستراتیژي او پالیسي رامنځته کړي او بیا د هغې په اساس له پانګوالو سره قرادادونه لاسلیک کړي.
د افغانستان په شمال کې له ډېرو کانونو څخه دا اوس هم جنګسالاران، مافیا او زورواکان په غیر قانوني توګه استفاده کوي، په خپل سر کېندنې کوي او د کانونو ټوله ګټه د ملي بودجې پرځای د دوی شخصي جیبونو ته ځي، نو که حکومت د هېواد کانونه د دوی له منګولو په خپله ولکه کې راولي او په قانوني توګه یې قراردادیانو ته د کېندنو او ګټه اخیستنې په موخه ورکړي نو باور دی چې له برکته به یې افغانستان ډېر ژر په خپلو پښو ودرېږي او خودکفا به شي.
همدارنګه د فساد ، غلا او اختلاs د مخنیوي په برخه کې هم پام وړ بدلون راغلی دی، ځکه چې اوسني حکومت د خپل واک له لومړیو څخه د ملي تدارکاتو کمیسیون جوړ کړی دی. دغه کمیسیون هره اونۍ د جمهور رئیس په مشري غونډې کوي او په یادو غونډو کې د لویو او ملي پروژو قراردادونه د شفافیت او ښه کیفیت په موخه ارزول کېږي او تر بشپړې څېړنې او ښه دقت وروستi یادې پروژې قراردادیانو ته ورکول کېږي.
که چېرې حکومت د کانونو مدیریت، د فساد د مخنیوي، د مالیو د راټولولو او د کورنیو عوایدو د لوړولو په برخه کې جدي پاملرنه وکړي او په دې برخه کې د هر ډول غیر قانوني کړنو، فساد او خپلسریو مخه ونیسي، نو باور دی چې په نږدې رات لونکي کې به افغانستان نه یوازې له مالي پلوه خودکفا او د بهرنیو له احتیاجه ووځي، بلکې  افغانستان به دا توانایي پیدا کړي، چې د اړتیا پرمهال له نورو اړو او مجبورو هېوادونو سره مالي مرستې وکړي.هغه مهال به افغانستان د نورو تر احسان لاندې  نه وي، افغانستان  به په خپلو پښو ولاړ وي او افغانان به هم د عزت او سرلوړۍ ژوند ولري، د افغانستان د خودکفایۍ په هیله.