د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

محمد روښان ښاد

15.05.2016 11:28    |   محمد روښان ښاد د ولسمشر اعتراف

موږ تر دې مهاله په هېواد کې د ډېرو ښوونیزو کلونو د پیل شاهدان یوو چې تر ډېره یې تشریفاتي، تکراري او کلیشه یي بڼې لرلې. ولسمشر (حامدکرزي) او د پوهنې وزیر (غلام فاروق وردګ) به یوازې په ارقامو تکیه کوله او د زده کوونکو ارقام به یې څو چنده زیات ښودل، همدارنګه یې د نویو کتابونو د چاپ په برخه کې هم مبالغه کوله او د ښوونخیو د جوړو شویو ودانیو ارقام یې هم له حقایقو څخه لیرې وو.

14.04.2016 09:11    |   محمد روښان ښاد شاګردپاله زده کړه

جمهور رئیس غني د نوي ښوونیز کال په مناسبت د ښوونځیو د زنګ د وهلو پرمهال جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال یادونه وکړه، چې افغان زده کوونکي فوق العاده وړتیاوې لري، خو د تدریس اوسني مېتود او د نصاب ستونزو د دوی د وړتیاو د غوړېدا مخه ډب کړې.

12.04.2016 09:28    |   محمد روښان ښاد دزده کړې ولسي پالنه

د هېوادونو او ولسونو سوکالي او نېکمرغي په زده کړه کې نغښتې. په جګړه ځپلو او وروسته پاتې ټولنو کې چې څومره زده کړې ته پاملرنه کمه ده، نو همغومره په کې ستونزې هم زیاتې دي.

09.04.2016 12:22    |   محمد روښان ښاد په زده کړه کې د ولس رول

زده کړه د ولسونو ګډه پانګه ده او څومره چې په دې برخه کې د ولس رول زیات وي، نو همدومره ورسره د زده کړې کیفیت او ارزښت ډېرېږي. د ولس له ونډې څخه موخه داده چې د ښونځیو، ښوونکو او زده کوونکو څارنه دې وکړي.

05.04.2016 10:33    |   محمد روښان ښاد د ارزښتونو سوداګر

د جګړې دې نوم او رنګ دواړه ورک شي، ځکه د وژنو، ورانیو، دربدریو او کډوالیو تر څنګ یې له موږ څخه ټولنیز اداب، نزاکتونه، اخلاق، احساس او هر څه ومروړل. همدغې بدمرغې جګړې له موږ څخه انسانیت ، مینه او خواخوږي واخیستله او په بدل کې یې موږ ته جنګسالاران، قاتلان، غله، مفسد او د ارزښتونو سوداګر راکړل.

02.04.2016 12:35    |   محمد روښان ښاد رسنیو ولې اتمر پسې را اخیستې؟

ځینې تش په نوم ازادې رسنۍ نه یوازې له ښاغلي اتمر بلکې له هر ژمن، پوهه، ملي او خواخوږی افغان سره دښمني پالي، ځکه چې دغه رسنۍ د افغانستان د دښمنانو له لوري تمویلېږي او د بهرنیو استخباراتو، کورنۍ مافیا او نورو حلقو له لوري هر ځل دېته لمسول کېږي چې ښاغلی اتمر او د ده په څېر نور ملي شخصیتونه وښکنځي.

24.02.2016 11:19    |   محمد روښان ښاد بادار که خدمتګار حکومت؟

خلک د بادار پر ځای خدمتګار حکومت غواړي، نو چارواکو ته ښایي چې د باداري خوبونه له ذهنه وباسي او د خدمتګار خوی او چلند دې غوره کړي. د خدمتګاري په روحیه د حکومت او حکومتیانو د چلېدلو ګټه داده چې یو خو عام ولس خپلو مسوولینو ته لاسرسی پیدا کوي. کله چې لاسرسی پیدا شي، نو ستونزې او د حکومت او ولس تر منځ پیدا شوي واټنونه ختمېږي. بله مهمه ښېګڼه او ګټه یې داده چې کله حکومتي مقام او چارواکی د بادار نه، بلکې د خدمتګار په توګه ولس ته مخاطب وي، نو ولس ورسره د ترسره شویو او ناترسره شویو چارو په اړه حساب او کتاب کولی شي. له چارواکو سره د حساب کولو له برکته فساد په خپله کمېږي او ورکېږي، ځکه ځای یې شفافیت نیس� �، نو له دې امله دا ډېره مهمه ده چې حکومت او حکومتیان باید د باداري پرځای د خدمتګاري په روحیه وچلېږي.

23.02.2016 11:37    |   محمد روښان ښاد د کرنې ودې ته پاملرنه

زموږ خپلې کروندې له تندې وچې دي، خو سیندونه او پرېمانه اوبه مو ګاونډیانو ته ور بهېږي او هغوی ګټه ځنې اخلي، ځکه نو په خوله نارې وهو، چې افغانستان کرنیز هېواد دی، مګر زموږ داخلي کرنیز محصولات زموږ د یوې میاشتې ورځنۍ اړتیاوې هم نشي پوره کولی، ځکه نو هر کال د خپلو اړتیاو د پوره کولو په موخه د څلور ملیاردو ډالرو په ارزښت کرنیز توکي له نورو هېوادونو څخه راواردو، چې د جمهور رئیس په خبره دا یوه احمق پولي ده او د دغې احمق پولي اسانه چاره د کرنیزو محصولاتو ودې او ترویج ته جدي پاملرنه ده.

16.02.2016 10:46    |   محمد روښان ښاد له حکومت سره دښمني، خو ولې؟

د ۱۳۸۸ ل کال د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته یوه ورځ له اوسني ولسمشر ښاغلي محمد اشرف غني سره چې د هغه کال د ولسمشریزو ټاکنو نوماند هم وو په دارالامان کې د ده په شخصي کور کې ناست وو. ولسمشر غني خپل پلویان، ملاتړي او مینه وال چې په هغه مجلس کې یې حضور درلود د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د حکومت ملاتړ ته چې د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته د دوهم ځل لپاره د افغانستان د منتخب ولسمشر په توګه انتخاب شوی وو، وهڅول.

30.01.2016 11:53    |   محمد روښان ښاد ټاپي مه هېروئ!

ټاپي یوازې پروژه نه، بلکې یوه نظریه ده. د افغانستان د عزت، بسیاینې او خودکفایۍ نظریه،له ګاونډیانو سره د راکړې ورکړې، ښو اړیکو، مناسباتو او ښه ګاونډیتوب نظریه،ځکه د ملتونو اړیکې په عواطفو نه، بلکې د ملتونو په ملي ګټو او راکړو ورکړو ولاړې وي اوټاپي همداسې یوه پروژه ده، چې د هېوادونو اوملتونو (ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان) ګټې سره تړي.

27.01.2016 10:28    |   محمد روښان ښاد حکومت د خودکفایي هڅې کوي

د څو لسیزو جګړو افغانستان په اقتصادي لحاظ کاواکه او بهرنیو مرستو ته سخت اړ کړی دی. افغانستان د جنګونو په کلونو کې دومره کمزوری شو، چې له نړیوالو مرستو پرته د خدماتو وړاندې کول څه چې د خپلو مامورینو معاشونه هم نشي ورکولی.

26.01.2016 10:01    |   محمد روښان ښاد دکابل محاصره

د افغانستان د وراني، تباهي، بدمرغي او ناامني تر ټولو ستر عاملین جنګسالاران او د دوی خبیثه حلقه ده، ځکه چې دوی پرېمانه وسلې او جنګیالي لري. جاسوسي، انسان تښتونه، بریدونه، چاودنې او نور ټول ترهګریز او بشر ضد فعالیتونه همدغه خبیثه حلقه ترسره کوي. دوی تل یوازې د خپلو نامشروع ګټو په فکر کې وي او کله چې د دوی ګټې له خطر سره مخ شي، نو بیا هرې نامشروع کړنې ته لاس اچوي.

19.01.2016 14:24    |   محمد روښان ښاد جنګ دې ورک شي، رنګ دې ورک شي

پوره څلور لسیزې کېږي چې دجګړو، وژنو، ورانیو، دربدریو، بدمرغیو، کډوالیو او بې کوریو له لاسه مو ژوند په ضرور دی. درې نسلونه مو په جګړو کې را لوی او له جګړو څخه په مستقیم او غیر مستقیم ډول اغېزمن شول، ځکه دوه ملیونه ځوانان مو د جګړو خوراک او قرباني شول. درې ملیونه معیوب او معلول شول. اوه ملیونه هېوادوال مو بهرنیو هېوادونو ته کډوال او بې کوره شول، لا مو هم بهرنیو هېوادونو ته د ځوانانو د کډوالۍ بهیر ور مات دی. په ملیونونو هېوادوال مو له اخلاقي او رواني پلوه له جګړو څخه اغېزمن شول.

14.01.2016 10:29    |   محمد روښان ښاد رسنۍ دې خپل مسوولیت ترسره کړي!

افغانۍ رسنۍ کرۍ ورځ د حکومت، چارواکو، د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو، شخصیتونو او قومونو په غندلو، ځپلو او سپکولو بوختې دي. ته به وایې چې رسنۍ یوازې او یوازې د همدغې ناکارې موخې له مخې رامنځته شوي او یا یې همدا اصلي مسوولیت دی، خو اصل خبره داده، چې رسنیو خپله موخه او مسوولیت هېر کړی او یا هم د ځینو بهرنیو هېوادونو، استخباراتي کړیو او لاسپوڅو ډلو او ټپلو له لوري په همدې موخه جوړې شوي او تمویلېږي، چې په هېواد کې رواني ناورین او بې باوري رامنځته کړي، نظام، ملي ارزښتونه، ملي بنسټونه او ملي شخصیتونه زیانمن کړي او د دې ټولو پر ضد ناوړه تبلیغات وکړي.

30.12.2015 12:48    |   محمد روښان ښاد په غیر حکومتي ډلو پانګونه او د ترهګرۍ پالنه

غیر حکومتي وسله والې ډلې که هغه طالبان دي، داعشیان دي، جنګسالاران دي او یا مافیایي کړۍ دوی نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې، نړۍ او ټول بشریت لپاره تهدید او خطر دی، ځکه دغه ډلې نه واحد تګلوری لري او نه هم رغنده موخې. دوی تل د نورو په خدمت کې وي او نور هم د خپلو نامشروع ګټو لپاره د افزارو او وسایلو په توګه ګټه ترې اخلي، چې وسله وال طالبان یې ښه بېلګه ده.

10.07.2010 13:24    |   محمد روښان ښاد: مزارشریف له ښاغلي زرغون څخه مننه او لیکوالو ته سپارښتنه

په ټول افغان پښتو ویب پاڼه کې مې د ښاغلي لال پاچا ازمون په هکله د ښاغلي زرغون لیکنه ولوستله. لیکنه تر ډېره له ننګرهار ولایت څخه ولسي جرګې ته د ښاغلي ازمون په ښېګڼو را څرخېدله. د نوموړي په تېرو کړنو یې رڼا اچولې وه، د هغه د شخصیت ځینې ښېګڼې یې یادې کړې وې. داسې منطقي تسلسل یې ورکړی وو چې که ما په ننګرهار کې د رایو ورکولو حق لرلی، نو په ایمان یې وایم چې ما به مې خپله رایه د ښاغلي ازمون په ګټه کارولې وه،ځکه هغه پښتو متل دی چې وایي: ړوند له خدایه څه غواړي دوه سترګې.