د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له حکومت سره دښمني، خو ولې؟

محمد روښان ښاد 16.02.2016 12:46

د ۱۳۸۸ ل کال د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته یوه ورځ له اوسني ولسمشر ښاغلي محمد اشرف غني سره چې د هغه کال د ولسمشریزو ټاکنو نوماند هم وو په دارالامان کې د ده په شخصي کور کې ناست وو.
ولسمشر غني خپل پلویان، ملاتړي او مینه وال چې په هغه مجلس کې یې حضور درلود د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د حکومت ملاتړ ته چې د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته د دوهم ځل لپاره د افغانستان د منتخب ولسمشر په توګه انتخاب شوی وو، وهڅول.
جمهور رئیس غني وویل: سره له دې چې حکومت نیمګړتیاوې او ستونزې لري او په فساد کې غرق دی، مګر بیا هم حکومت زموږ ټولو اړتیا ده، ځکه د افغانستان بقا، د افغانستان د عزت ، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه په حکومت پورې تړلې او د حکومت له مهمو دندو او مسوولیتونو څخه ده چې د خدماتو او اسانتیاو د برابرولو تر څنګ دغه مهم مسوولیت هم ترسره کوي.
ډاکټر غني وویل، حکومت د خپلو ملي دندو او مسوولیتونو د ښه ترسره کولو لپاره زموږ او ټولو ملاتړ او ګډ کار ته اړتیا لري. ښاغلي غني خپل واسکټ ونیوه او خپلو ملاتړو او مخاطبانو ته یې په خطاب کې وویل، که همدغه فاسد حکومت نه وي، نو نه به دغه واسکټ څوک په غاړه کې راپرېږدي او نه به هم موږ او تاسو په خپلو کې دغسې ډاډه مجلس ولرو، نو هیله مې داده چې ټول له حکومت سره همکاري وکړئ او د حکومت ملاتړ وکړئ.
له اوسني حکومت سره چې د کرزي خېلو او ځینو نورو ړنده دښمني، تعصب او تخریب وینم، نوهر ځل د ډاکټر صاحب غني همغه سپارښتنې را یادوي او د هغه د عالي شخصیت، پوهې او ملي احساس ځلا په کې وینم، ځکه ولسمشر غني په هغو ټاکنو کې ماته خوړلې وه، د خلکو او ملاتړو توقع یې دا وه چې د حکومت مخالفت وکړي، مګر ډاکټر صاحب غني برعکس خپل ملګري د حکومت ملاتړ ته وهڅول.
مګر کرزي خېل او ډېر نور چې نه د تېرو ولسمشریزو ټاکنو پرمهال د ولسمشر غني سیالان وو، نه یې کومه ماته خوړلې، مګر بیا هم نن سبا د حکومت پر وړاندې منفي دریځ لري. تل حکومت تخریبوي او په حکومت پسې منفي تبلیغات کوي.
د افغانستان د حکومت مخالفین چې اکثریت یې د کرزي د وخت چارواکي او یا هم د هغوی استخدام شوي او حق الزحمه یي بړېڅي دي له حکومت سره په  ړانده مخالفت او دښمنۍ کې دومره غرق دي، چې لا یې په دې هم فکر نه دی کړی او یا یې فکر نه ورته رسېږي چې که خدای مه کړه همدا حکومت سبا وشړېږي او له منځه لاړ شي، نو ځایناستی به یې څوک وي؟ معلومداره خبره ده چې ځایناستي به یې طالبان او جګړه مارې ډلې وي، هغوی چې نه د افغان وینه ورته ارزښت لري، نه یې ژوند. نه افغانستان ته ژمن دي او نه یې د ځمکنۍ بشپړتیا ساتنې او خونديتوب ته، ځکه همدا اوس هم عملاً د پاکستان او نورو استخباراتي ادارو له لوري د افغانستان بقا، خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا ګواښي، هره ورځ خپل بې ګناه هېوادوال شهیدانوي او هره ورځ د دې جنګ ځپلي هېواد په ټپي وجود نور ټپونه ور زیاتوي.
نو د حکومت ړاند مخربین او مخالفین به بیا هغه مهال د حکومت په ارزښت پوه شي او هغه مهال به یې بیا ارمان ورشي. زه دا منم چې حکومت به ستونزې لري، حکومت به نیمګړتیاوې لري او حکومتیان به ګڼې تېروتنې او فساد کوي، خو ضرور نه ده چې د یوې سپږې لپاره دې ټول پوستین وسوځول شي، نو د ستونزو، نیمګړتیاو او تېروتنو د سمون او د فساد د مخنیوي لپاره پکار دی چې دوستان د تخریب، بد رد او سپکو سپورو پرځای د منطق، عقلانیت او استدلال لاره خپله کړي.
ځکه تخریب، سپکې سپورې او بد رد نه د ستونزو په حل کې مرسته کوي او نه هم د اصلاح لاره ده. د اصل�= 7ح لپاره په موثرو او ګټورو لارو غور پکار دی. او له موثرو لارو او په مثبتو طریقو پر حکومت نیوکه له حکومت سره لا مرسته ده، ځکه حکومتیان به د خپلو نیمګړتیاو، تېروتنو او ستونزو ته متوجه شي او د هغوی د مخنیوي لپاره به لازم اقدامات وکړي.
نو هیله ده چې دوستان له تخریب، سپکو سپورو او پروپاګند څخه لاس واخلي او دا حکومت خپل حکومت وګڼي. د تخریب، کمزوري کولو او ړنګولو پرځای دې د حکومت اصلاح، ښه والي او پیاوړي کولو ته پاملرنه وکړي .