د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ولسمشر اعتراف

محمد روښان ښاد 15.05.2016 13:28

موږ تر دې مهاله په هېواد کې د ډېرو ښوونیزو کلونو د پیل شاهدان یوو چې تر ډېره یې تشریفاتي، تکراري او کلیشه یي بڼې لرلې. ولسمشر (حامدکرزي) او د پوهنې وزیر (غلام فاروق وردګ) به یوازې په ارقامو تکیه کوله او د زده کوونکو ارقام به یې څو چنده زیات ښودل، همدارنګه یې د نویو کتابونو د چاپ په برخه کې هم مبالغه کوله او د ښوونخیو د جوړو شویو ودانیو ارقام یې هم له حقایقو څخه لیرې وو.
مګر ولسمشر غني سږکال دنوي ښوونیز کال د پیلولو پرمهال دغه دود مات کړ، ځکه نه یې کلیشه یي خبرې وکړې او نه یې هم ښوونځیو ته د تلونکو زده کوونکو، جوړو شویو ودانیو او چاپ شویو کتابونو ارقام څو چنده وپړسول، حتی په ښوونیز نصاب، د زده کوونکو په سویه او چاپ شویو کتابونو یې سخته نیوکه وکړه او له همدې امله یې د معارف په برخه کې حکومت ته شل فیصده د مشروطۍ نومرې ورکړې او پوهنې وزارت یې په دې برخه کې مطلق ناکام و=8�اله. د معارف په برخه کې شته ستونزې یې ومنلې او وې ویل د هېواد د جنګي حالت او د پوهنې وزارت په برخه کې د پرېمانه میراثي ستونزو له امله موږ ونتوانېدو چې د معارف په برخه کې پام وړ کار وکړو.
د ولسمشر غني دغه وړ اعتراف د هېواد په تاریخ کې بېساری دی. دلیل یې دادی چې ولسمشر غني غواړي خپلو خلکو ته رښتیا ووایي او د پوهنې د وضعیت رښتینی تصویر وړاندې کړي، تر څو په دې برخه کې شته ستونزې تشخیص او د حل لپاره یې کوټلي ګامونه واخیستل شي.
جمهور رئیس د پوهنې وزارت او په ځانګړي ډول د ښوونیز نصاب ستونزې هم یادې کړې او د یادو ستونزو د حل په موخه یې د هېواد له متنفذینو، علماو، مدني ټولنو او هغو بنسټونو څخه چې د معارف په برخه کې فعالیت او  لاسرسی لري وغوښتل چې په دې برخه کې همکاري وکړي او ټینګار یې وکړ، چې موږ ټول باید په ګډه د پوهنې وزارت له سیاستونو او لنډمهالو فشارونو څخه وژغورو.
ولسمشر غني د پوهنې په برخه کې د شته ستونزو هواری او ګډه همکاري د ټولوګډ مسوولیت وباله ، هغه وویل موږ ټول افغان ماشومانو ته مسوول او ځواب ویونکي یوو. هغه ټینګار وکړ چې ټول وزارتونه باید د پوهنې په برخه کې خپل مسوولیتونه په ښه توګه ادا کړي، د ده په وینا هیڅ وزارت په دې برخه کې بې مسوولیته نه دی او نه هم له دغه مهم مسوولیت څخه اوږې سپکولی شي.
د دې او ورته نورو څرګندونو له امله سږنی کال د تېرو ښوونیزو کلونو څخه بېخي متفاوت وو. د سږني ښوونیز کال پیل ولس ته خوښي او هیله مندي ورکړه او هغوی په �=Fې باوري شول، چې حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر په ستونزو او تېروتنو سترګې نه پټوي، بلکې په خپله د ستونزو او نیمګړتیاو یادونه کوي او له ټول ولس څخه په دې برخه کې د مرستۍ او همکارۍ غوښتنه کوي.
د ولسمشر دغه وړ څرګندونې او اعتراف هم د ولس باور او هیله مندي زیاتولی شي او هم د ښوونې او روزنې په برخه کې د افغان زده کوونکو د ستونزو د حل په برخه کې ګټورې تمامېدلی شي، ځکه په تېرو کلونو کې چې په دغو ستونزو اړوندو چارواکو سترګې پټولې او یوازې په ارقامو یې خلک تېراېستل، ځکه نو ورځ تر بلې او کال په کال د افغانستان ښوونیز نظام وپاشل شو او په میلیونو داسې زده کوونکي مو له ښوونځیو څخه فارغ کړل چې لا هم لیک لوست نشي کولی.