د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دزده کړې ولسي پالنه

محمد روښان ښاد 12.04.2016 12:28

د هېوادونو او ولسونو سوکالي او نېکمرغي په زده کړه کې نغښتې. په جګړه ځپلو او وروسته پاتې ټولنو کې چې څومره زده کړې ته پاملرنه کمه ده، نو همغومره په کې ستونزې هم زیاتې دي.
سره له دې چې په دې وروستیو كلونو کې په افغانستان کې زده کړې ته د ولس، دولت او نړیوالې ټولنې زیات پام ور اوښتی او د زده کړې د دودولو لپاره تر بل هر وخت زیات امکانات شته، خو څومره چې پام او امکانات زيات شوي، نو له بده مرغه همدومره ورسره ښوونځي، ښوونکي او زده کوونکي له ګڼو ننګوونو او ګواښونو سره مخ دي.
د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ګڼ ښوونځي ویجاړ او تړل شوي، ښوونکي او زده کوونکي په مرګ ګواښل شوي، همدغو ګواښونو او ننګوونو ته په کتو ولسي پوهاوي او ملاتړ ته تر بل هر وخت زیاته اړتیا لیدل کېږي، ځکه د ولس له ملاتړ پرته د زده کړې بهیر همدومره ټکنی، ستونزمن او ان ناشونی دی لکه  نن سبا چې د هېواد په ګڼو نارامو او پښتون مېشتو سیمو کې وینو چې ښوونځي ویجاړ او تړل شوي او ښوونکي او زده کوونکي د خپل برخلیک او راتلونکي په هکله نهیلي او اندېښمن په کورونو ناست دي.
که علما او ولسي مشران د ښوونځیو د پرانیستلو او خوندیتوب لپاره رغنده او عملي ګامونه پورته نه کړي، نو اړوندې سیمې، د هغو اوسېدونکي او په لویه کې ټول هېواد به خدای مه کړه له یو لوی ناورین سره مخامخ شي. داسې ناورین چې بیا به یې نه  حکومتونه چاره وکولی شي  او نه به  پښېماني او د لاسونو مروړل كومه عملي ګټه ولري.
 
والدینو، دیني علماوو، روحانیونو او قومي مشرانو ته ښايي چې سر له ننه د زده کړې او ښوونځیو په هکله پراخ کمپاین وکړي. د وعظ، غونډو، لیدنو، دیني لارښوونو او روښانه بېلګو راوړلو له لارې ولسونه د زده کړې په ټولنیزو ښېګڼو او ارزښتونو وپوهوي، څو هغوی د خپلو اولادونو او هېواد د سوکالۍ، ټولنیز پرمختګ  او نېکمرغۍ په موخه خپل ماشومان د زده كړې او سالمې روزنې په موخه ښوونځيو ته واستوي.
 
که څه هم نن سبا د پخوا په پرتله خلكو ته د زده کړې ښېګڼې او ارزښت زيات ور معلوم دى او د ښوونځیو پر وړاندې د خلکو مخالفت او مقاومت هم تر پخوا ډېر نرم او کم شوی دی، خو لا هم یوې ټولینزې او پراخې ولسي هڅوونې ته اړتیا شته، څو کورنۍ خپل زامن او لوڼې ښوونځي ته واستوي، د نجونو زده کړه ځکه مهمه ده چې د ټولنې نیمایي برخه تشکیلوي او تر څو چې دغه لویه کتله لوستې او فعاله نه شي، نو نه به مو ټولنه او هېواد ټولنیز پرمختګ وکړي، نه به د میندو او ماشومانو د مړینې لوړه  کچه راټیټه شي، خو که نجونې لوستې شي، نو د پوهې کچه به یې لوړه شي، په دیني لارښوونو او ارزښتونو به پوه شي. خپل حقونه او مسوولیتونه به وپېژني. د  اولادونو سمه روزنه به وکولی شي. پرېمانه ښځینه ښوونکې، ډاکټرانې او ټولنیزې فعالانې به ولرو. د نجونو د زده کړې بله ګټه داده چې تر څو نسلونو پورې یې اغ ېز پاتې کېږي.
ولسمشر غني هم د نوي ښوونیز کال د پرانیستې پرمهال د ولس او دیني علماو رول د زده کړې د ترویج او د کیفیت د ښه والي په برخه کې مهم وباله او له هغوی څخه یې وغوښتل چې له مسوولینو سره دې په دې برخه کې لاس پکار شي، خپل ملاتړ، وړاندیزونه، پوهه او تجربې دې نه سپموي. همدارنګه نوموړي د زده کړې پالنه د ټولو ګډ مسوولیت وباله او هیله یې څرګنده کړه چې ټول دې د دغه مهم او ګډ مسوولیت د ترسره کولو لپاره لاسونه سره ورکړي.