د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ارزښتونو سوداګر

محمد روښان ښاد 05.04.2016 13:33

د جګړې دې نوم او رنګ دواړه ورک شي، ځکه د وژنو، ورانیو، دربدریو او کډوالیو تر څنګ یې له موږ څخه ټولنیز اداب، نزاکتونه، اخلاق، احساس او هر څه ومروړل. همدغې بدمرغې جګړې له موږ څخه انسانیت ، مینه او خواخوږي واخیستله او په بدل کې یې موږ ته جنګسالاران، قاتلان، غله، مفسد او د ارزښتونو سوداګر  راکړل.
په ټولنیزو رسنیو او فیسبوکونو کې یو شمېر وزګار ځوانان او دلالان خاص دې ته ناست دي چې څنګه یوه ملي مسله او ملي ارزښتونه د پردیو په لمسون او اشاره ډنډوره کړي او څنګه له یادو ملي ارزښتونو څخه د خپل ځان د شهرت لپاره ګټه پورته کړي. سره له دې چې اکثریت یې په ظاهره ځانونه د ولس رښتیني خواخوږي بولي، مګر په حقیقت کې همدوی د ولس اصلي دښمنان دي، ځکه دوی نه یوازې د ولس په سرونو بلکې د ولس په ارزښتونو سودا کوي.
زموږ نږدې ګاونډیان او د افغانستان د پرمختګ، سوکالۍ او ثبات دښمنان د ارزښتونو له سوداګرو څخه د کوچینانو په توګه ګټه اخلي، یو څو تورې پیسې په جیبونو کې ور واچوي او بیا یې نو کرۍ ورځ د ولس او نورو پر ضد غپوي. دوی په ښکاره ادعا کوي چې موږ د ملي ارزښتونو د ساتنې او پالنې اصلي مدافعین یوو، خو دوی په حقیقت کې غواړي چې څنګه ملي ارزښتونه په افغاني ټولنه کې کمرنګه، پیکه او بې باوره کړي. دوی د ستونزو په حل پسې نه ګرځي، بلکې دوی دېته ناست دي چې څنګه په افغانستان کې د وروڼو قومونو تر منځ نفاق، بېلتون او جنجالونه زیات کړي.
د کرزي په وخت کې چې کله په لوی لاس په برېښنایي تذکرو کې د افغانیت او اسلامیت د نه لیکلو خلا رامنځته شوه او دغه خلا بیا په قصدي ډول اوسني حکومت ته د یو مهم سرخوږي په توګه پرېښودل شوه، نو اکثره د ارزښتونو دلالانو په همدې پلمه له حکومت پسې خولې خلاصې کړي او چې څه په خوله ورتلل، نو دوی ویل.
سره له دې چې حکومت هغه مهال دا استدلال وکړ چې  په برېښنایي تذکرو کې د اسلام او افغان کلیمو د نه لیکلو پرېکړه دوی نه ده کړې، بلکې دا ستونزه له تېر حکومت څخه ورته په میراث پاتې شوې، مګر دوی دې استدلال ته غوږ ونه نیوه او نه یې هم دېته ارزښت ورکړ چې حکومت ورته وویل په هر قېمت چې وي، د وخت په تېرېدو دې  ستونزې ته مناسبه حل لاره لټوي.
بیا د همدغو سوداګرو له خوا څخه د نورو قومونو د حساسیت د راپارولو په موخه دغه ژمنه او خبرې همدغه د ارزښتونو سوداګرو (ځلاند او یون) رسنیزې کړې، ځکه دوی �=Eه لوی لاس غوښتل چې دا مسله جنجالي کړي.
 اوس چې حکومت دغې ستونزې ته مناسب حل لټولی  او د کابینې غړیو دا تصویب کړې چې په برېښنایي تذکرو کې دې د افغان او اسلام کلیمه ولیکل شي، نویو شمېر د ارزښتونو سوداګرو بیا خولې خلاصې کړي دي او حکومت ننګوي، پېغورونه ورکوي او وایي که موږ نه وای، نو دا توره بل چا نشوه کولای، حال دا چې هغه مهال همدوی د نهیلۍ احساس خپراوه او ولس ته یې په واز کومي نارې وهلې چې دا ستونزه نه حل کېږي، مګر نن چې حکومت حل کړه د مومن د وژل شوي ښامار په څېر دوی غواړي چې ټول کریډیت ځانته واخلي او په دې ډول په دغو اسلامي او ملي ارزښتونو شخصي سودا وکړي.
افغان ولس ته ښایي چې د ارزښتونو دغه بدرنګه سوداګر له خپل منځ څخه وباسي، ولس دې د دوی په تخریب او ورانکاریو سر خلاص کړي او هغوی ته دې اجازه نه ورکوي چې د ولس د خادمانو او مدافعینو په لباس کې د پردیو ناوړه او ناولې طرحې او برنامې دلته تطبیق کړي، ځکه دوی په خپل دغه ناوړه عمل سره هم زموږ  رښتینو خادمانو ته سپکاوی کوي او هم زموږ ملي ارزښتونو ته د زیان اړولو ناوړه هڅه کوي، د دوی مخونه باید ور تور او د ولس له منځ څخه واېستل شي تر څو بیا بل څوک د دغسې ناولې او ناوړه هڅې جرئت ونه کړي.