د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بادار که خدمتګار حکومت؟

محمد روښان ښاد 24.02.2016 13:19

خلک د بادار پر ځای خدمتګار حکومت غواړي، نو چارواکو ته ښایي چې د باداري خوبونه له ذهنه وباسي او د خدمتګار خوی او چلند دې غوره کړي. د خدمتګاري په روحیه د حکومت او حکومتیانو د چلېدلو ګټه داده چې یو خو عام ولس خپلو مسوولینو ته لاسرسی پیدا کوي. کله چې لاسرسی پیدا شي، نو ستونزې او د حکومت او ولس تر منځ پیدا شوي واټنونه ختمېږي.
بله مهمه ښېګڼه او ګټه یې داده چې کله حکومتي مقام او چارواکی د بادار نه، بلکې د خدمتګار په توګه ولس ته مخاطب وي، نو ولس ورسره د ترسره شویو او ناترسره شویو چارو په اړه حساب او کتاب کولی شي. له چارواکو سره د حساب کولو له برکته فساد په خپله کمېږي او ورکېږي، ځکه ځای یې شفافیت نیس� �، نو له دې امله دا ډېره مهمه ده چې حکومت او حکومتیان باید د باداري پرځای د خدمتګاري په روحیه وچلېږي.
له بده مرغه تېر حکومتونه او اکثریت حکومتیان د همدغې بادارۍ په روحیه وچلېدل، ځکه نن نه په ولس کې نوم لري، نه نفوذ =8�و محبوبیت لري. د همدغې بادارۍ د روحیې له امله حکومت فاسد او چارواکي مفسد شول. هم خدای نارضا، هم ولس ناخوښه او هم په نړیواله کچه د حکومت او افغانستان نوم بدنام شو.
اوسنی حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني کوښښ کوي چې  د حکومت رول  له باداري څخه خدمتګاري او خدمتګذاري ته بدل کړي دا چې نوموړی په دې هڅه کې څومره توانېدلی او یا څومره بریالی دی دا بېله خبره ده، خو مهمه داده چې له ده سره دغسې یوه اراده موجوده ده او په مراتبو یې په خپلو ویناو او څرګندونو کې ویلي دي، چې حکومتي چارواکي باید تر نورو ځانونه لوړ ونه بولي او نه هم ځانته د خلکو د بادارۍ خطاب وکړي.
هغوی چې د باداري روحیه لري او یا یې د بادارۍ روحیه لرله، نو دروازې به یې د خلکو پر مخ تړلې وې، په میاشتو میاشتو یې نه له چا سره لیدل، نه یې د چا ستونزه اورېدله او نه یې هم د ولس د ښېرازۍ او سوکالۍ فکر درلود. یوازې او یوازې خپل ځانته یې پام وو، چې څنګه ځان تر نورو ممتاز او لوړ وښیي. څنګه پر خلکو رعب واچوي او څنګه له روا او ناروا لارو خپل عاید او شخصي پانګه زیاته کړي.
د کرزي په تېره دیارلس کلنه دوره کې مو ولیدل چې چارواکو چندان په خلکو او ولس باک نه راوړ او له همدې امله د عامو خلکو او حکومت تر منځ واټن ورځ تر بلې ډېر شو او دغه د واټن ډېروالي نه یوازې د کرزي د حکومت لپاره ډېرې ستونزې خلق کړې، بلکې اوسنی حکومت هم د همغو ستونزو ښکار دی، ځکه خلک لا هم اوسني حکومت او حکومتیانو ته د تېر حکومت او تېرو حکومتیانو په سترګه ګوري.
جمهور رئیس غني د چارواکو د بادارۍ د �=7لسم ماتول له خپله ځانه پیل کړل. په همدې موخه یې د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه وکړل او لا هم د سفرونو لړۍ دوام لري او د بېلابېلوسیمو له مشرانو، ولسي خلکو او د بېلابېلو اقشارو له استازو سره تفصیلي ناستې کوي. د هغوی وړاندیزونه، شکایتونه، غوښتنې، سپارښتنې او نیوکې په سړه  سینه اوري.
د دې تر څنګ ولسمشر په ولسمشرۍ ماڼۍ کې هم د نورو چارو تر څنګ ډېر وخت له ولسي خلکو سره په ناستو، لیدنو او غونډو تېروي او هر ځل ارګ ته په ورتلو سره دوی ته وایي چې ارګ ستاسو خپل کور دی، کور مو ودان چې د موقت وخت لپاره مو دا امانت ماته سپارلی دی. هغه غواړي چې په دې ډول په خلکو کې پر ځان د بسیاینې روحیه وروزي او هغوی ته عملاً دا ور وښیي چې زه ستاسو بادار نه بلکې ستاسو خدمتګار یم.
جمهور رئیس غني د کب په لومړۍ نېټه په سلام خانه ماڼۍ کې د کرنې وزارت د جوړې شوې غونډې پرمهال د غونډې ګډونوالو ته وویل، کرنې او مالدارۍ وزارت د بزګرو خادم دی بادار نه دی. د باداري اصل له منځه تللی او مردود دی، ماته قطعاً د منلو وړ نه دی، کرنې وزارت باید د اسانتیاو برابرونکی او د خدماتو وړاندې کوونکی وي. هغه زیاته کړه، زه مو لومړی خادم یم او کرنې وزارت مو دویم خادم دی.
د جمهور رئیس غني په هڅه د خدمتګارۍ په روحیه د حکومت د عیارولو او د حکومتیانو د سنبالولو ګټه داده چې د حکومت او ولس تر منځ اړیکې او خواخوږي ډېرېږي. د عدالت، ثبات او امنیت په ټینګښت کې هم د حکومت د خدمتګارۍ روحیه مهم رول لري، ځکه خدمتګار حکومت د خلکو حکومت وي او خلک یې د پیاوړتیا او دوام په موخه � �لې ځلې کوي.