د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

جنګ دې ورک شي، رنګ دې ورک شي

محمد روښان ښاد 19.01.2016 16:24

پوره څلور لسیزې کېږي چې دجګړو، وژنو، ورانیو، دربدریو، بدمرغیو، کډوالیو او بې کوریو له لاسه  مو ژوند په ضرور دی. درې نسلونه مو په جګړو کې را لوی او له جګړو څخه په مستقیم او غیر مستقیم ډول اغېزمن شول، ځکه دوه ملیونه ځوانان مو د جګړو خوراک او قرباني شول. درې ملیونه معیوب او معلول شول. اوه ملیونه هېوادوال مو بهرنیو هېوادونو ته کډوال او بې کوره شول، لا مو هم بهرنیو هېوادونو ته د ځوانانو د کډوالۍ بهیر ور مات دی. په ملیونونو هېوادوال مو له اخلاقي او رواني پلوه له جګړو څخه اغېزمن شول.
موږ د نړۍ تر ګردو بدمرغه او جګړه ځپلی ولس یوو، ځکه نه د هېواد دننه ارام او بسیا یوو او نه هم له هېواده دباندې په بهرنیو هېوادونو کې د ارام او هوسا ژوند خاوندان یوو. په کور دننه مو ګڼ هېوادوال او کورنۍ له روانو جګړو، ناخوالو او نا امنیو ځورېږي. هره ورځ په کلیو، ښارونو او لویو لارو کې په جنګونو، بریدونو او چاودنو کې وژل کېږو. همدارنګه له هېواده بهر مو هېوادوال په نورو وطنونو کې سختې ورځې او شپې تېروي، خصوصاً په پاکستان او ایران کې د دغو دوو هېوادونو د حکومتونو او امنیتي ادارو له لاسه زموږ کډوالۍ کورنۍ ستونزې ګالي. په یوه او بله پلمه ځورول کېږي، وهل کېږي، سپکېږي او ان اعدامېږي.
موږ د نامرادې جګړې ژوندي قربانیان یوو، ځکه د یویشتمې پېړۍ په پرېمانه امکاناتو، وسایلو او  اسانتیاو کې موږ لا هم د خپلو خلکو د وږو ګېډو د مړولو او د لوڅو تنو د پټولو لپاره یو او بل ته د ګدایۍ لاسونه نیولي دي. د ساینس او پرمختګ په دې پېر کې موږ لا هم د ژوند له ډېرو لومړنیو اسانتیاو بې برخې یوو. لا مو ګڼ ماشومان او ځوانان له زده کړې او کاروبار څخه محروم دي. لا هم د روغتیایي اسانتیاو د نشتوالي له امله له عادي ناروغیو څخه رنځېږو او لا هم د پنجاب او تهران په لمسون په سنګرونو کې یو بل ته مخامخ ګوته په ماشه ناست یوو.
موږ لا هم د پنجاب په غوښتنه خپل ښوونځی ورانو، خپل ښوونکي په مرګ ګواښو او د خپلو ګلالیو زده کوونکو په مخونو تېزاب پاشو. لا هم خپل جوماتونه او مقدس ځایونه په بمونو الوځو. لا هم خپل پلونه، سرکونه او نور ټولګټي ځایونه ویجاړو، ځکه موږ د سوکالۍ او پرمختګ دښمنان یوو او دغه دښمني یوازې د پنجاب، تهران او نورو بهرنیو بادارانو د خوښۍ لپاره پالو، ځکه هغوی د ارام، هوسا، سوکاله او پرمختللي افغانستان دښمنان دي او زموږ جګړه مار د هغوی لاسپوڅي او ګوډاګیان.
 لا مو هم دهېواد ښارونه د چاودنو او ترهګریزو بریدونو باروتي لوخړونیولي او لا مو هم هېوادوال هره ورځ د ناڅرګندو جرمونو او ګناهونو سزا وې ګالي. موږ په خپله د خپل ځان او خپلو خلکو قاتلان یوو، ځکه  لا هم د پنجاب په اشارو ناڅو او لا هم د دوی د فتواو له مخې عمل کوو، لا مو مو هم عقل سر ته نه دی راغلی او لا مو هم د بدمرغې جګړې په لاملونو فکر نه دی کړی.
موږ لا هم د بدمرغه تحمیلي جګړې اصلي لوری هېرکړی دی. لا هم د جګړې او جګړو په پالنه بوخت یوو، ځکه د افغانستان د دښمنانو او جګړه مار پالنه اوس هم په کلیو کې کېږي. زموږ کلیوال ورته د اوسېدو ځایونه ورکوي، خواړه ورکوي، حتی خپل ځوانان د دوی له لیکو څخه نه راګرځوي. د ورانکارو فعالیتونو او قتلونو د ترسره کولو په موخه خوندي او غلنۍ لارې او ګودرې موږ ورښیو. د هغوی هره مشروع او نامشروع غوښتنه منو او پرځای کوو یې.
که چېرې کلیوال او ولسي خلک جګړه مار ورټي او له خپلو کلیو یې منع کړي، نو باور دی چې دوی به په ښارونو او د هېواد په لویو لارو کې چاودنې، وژنې او بریدونه ترسره نه کړي، ځکه دوی به په اسانه ښارونو ته لاسرسی ونه لري او د تګ راتګ لارې به یې هم پر مخ وتړل شي، خو درېغه چې داسې نه کېږي، ولسونه او کلیوال خلک یا د خواخوږۍ له مخې او یا هم له وېرې له دوی سره هر ډول همکاري کوي، ځکه مو نه کلي خوندي دي، نه مو ښارونه خوندي دي او نه مو هم لویې لارې خوندي دي.
موږ نه یوازې دا چې جګړه مارې ډلې له خپلو کلیو او سیمو څخه منع نه کړې، بلکې موږ لا هم د چاودنو، بریدونو، وژنو او ورانیو پرمهال د جګړې او جګړه مارو د غندلو پرځای خپل ځان ښکنځو، خپل مشران  غندو، خپل حکومت او نظام ته سپکې سپورې وایوو. خپل امنیتي او دفاعي ځواکونه لټ، تنبل، ډارن او بې زړه بولو، خو موږ کله هم په دې فکر ونه کړ، چې د روانې جګړې ، قتلونو او ورانیو په ترسره کولو کې په خپله موږ هم په یو ډول ښکېل یوو. ځکه موږ لا هم له جګړه مارو او ورانکارو ډلو سره خواخوږي لرو او د همدغې خواخوږۍ له امله هغوی زموږ په سیمو او کلیو کې ازاد تګ راتګ کوي.
د روانې تحمیلي جګړې په اصلي عاملینو او اړخونو نورې سترګې پټول جرم دی، جنایت دی، ظلم دی او کبیره ګناه ده، نوره نو باید دغه ګناه او جنایت ونه کړو، د دغې ګناه او جنایت پر وړاندې باید ودرېږو. نور نو د جګړې غندنه پکار ده، تر څو چې جګړه ونه غندل شي او تر څو چې د جګړه مارو مخ ته لاړې ور توف نشي او هغوی ونه رټل شي، نو دا نامراده جګړه به په همدغومره قوت روانه وي.
د روانې جګړې پراخه غندنه پکار ده، ټول هېوادوال باید په یوه غږ د جګړې او جګړه مارو د غندلو په موخه لارو، کوڅو او واټونو ته راووځي او په لوړ غږ ووایي، چې جنګ دې ورک شي، رنګ دې ورک شي او دا ناره باید دومره لوړه وي، چې د هېواد له پولو څخه دباندې په تهران او پنجاب کې هم واورېدل شي، ځکه د جګړه مارو د روزلو، هڅولو او جګړې ته د تیارولو اصلي مرکزونه په پنجاب او تهران کې دي. تر څو چې زموږ د خلکو د برحقه او لاهوتي نعرو له برکته پنجاب او تهران ونه لړزېږي، نو تر هغو به په هېواد کې روانه بدمرغه او د پردیو جګړه دوام ولري.
نور نو د جګړې او جګړه مارو په خلاف د غږ او نارې پورته کولو وخت را رسېدلی دی، ځکه د تېرو څو لسیزو جګړو، ناخوالو او نا امنیو مو د ژوند ډېرې هستۍ راڅخه ولوټلې، د ژوند له ډېرو بریاو او سیالیو یې شاته پرېښودو. په کور دننه یې د هر چا احتیاج او محتاج کړ.  د همدغې نامراده جګړې له لاسه مو د ژوند ټولې بدمرغۍ او بدخوندۍ وڅکلې.