د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

رسنۍ دې خپل مسوولیت ترسره کړي!

محمد روښان ښاد 14.01.2016 12:29

افغاني رسنۍ کره ورځ د حکومت، چارواکو، د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو، شخصیتونو او قومونو په غندلو، ځپلو او سپکولو بوختې دي. ته به وایې چې رسنۍ یوازې او یوازې د همدغې ناکارې موخې له مخې رامنځته شوي او یا یې همدا اصلي مسوولیت دی، خو اصل خبره داده، چې رسنیو خپله موخه او مسوولیت هېر کړی او یا هم د ځینو بهرنیو هېوادونو، استخباراتي کړیو او لاسپوڅو ډلو او ټپلو له لوري په همدې موخه جوړې شوي او تمویلېږي، چې په هېواد کې رواني ناورین او بې باوري رامنځته کړي، نظام، ملي ارزښتونه، ملي بنسټونه او ملي شخصیتونه زیانمن کړي او د دې ټولو پر ضد ناوړه تبلیغات وکړي.
 له بده مرغه چې نننیو تش په نوم ازادو او افغاني رسنیو نه یوازې په داخل کې وضعیت خلکو ته ناسم تبلیغوي، بلکې نړۍ ته یې هم د افغانستان ناسم تصویر وړاندې کړی دی او هره ورځ د نهیلۍ بې بنسټه خبرونه، راپورونه او معلومات خپروي، نو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولینو ته ښایي، چې رسنۍ له دغو ناوړه او افغان ضد خپرونو څخه را واړوي او د هېواد د رسنیو د قانون مطابق هغوی د هغه څه خپرولو ته وهڅوي، چې د هېواد له اساسي قانون او د رسنیو قانون له حکمونو سره په ټکر کې نه وي.
د خلکو خبرول، پوهول او خوندي کول د رسنیو اصلي، قانوني او انساني مسوولیتونه دي. رسنۍ چې عموماً د پېښو په اړه معلومات کوم معلومات خپروي، نو خامخا دغه درې لویې ښېګڼې (خبرول، پوهول او خوندي کول) په کې نغښتي وي. ځکه رسنۍ په ډېره اسانۍ او ان د سترګو په رپ کې همزمان ډېرو خلکو ته ځان رسوي، خلک له ورځنیو پېښو او مسایلو خبروي او د همدغو خبرولو له مخې معلومات ترلاسه کوي. معلومات د دوی پوهه لوړوي، د تصمیمونو په نیولو، د چارو په ښه پلانولو او ترسره کولو کې ورسره مرسته کوي او کله چې تصمیونه، چارې او پلانونه د پوهې پر بنسټ ترسره شي، نو معلومدار چې ګټور به وي او چې ګټور شول، نو د دوی په خوندیتوب او اصلي موخو ته د رسېدو په برخه کې ورسره ښه مرسته کولی شي.
د بېلګې په توګه زرغون سبا غواړي، چې د یو حتمي کار لپاره بغلان ته لاړ شي، خو د سالنګونو د بندښت او د واورې د ورښت له امله زړه نازړه دی، دی لا په همدې سوچونو کې دی، چې  د رادیو یا تلویزیون خبرتیا ته یې غوږونه څک کېږي.
ویاند وایي: سبا به د سالنګ په تونل کې هوا منفي دېرش درجې وي، د واورې د ورښت او توند باد امکان هم شته، نو د سالنګ د لارې مساپر او موټر چلوونکي دې تودې جامې او د اړتیا وړ خواړه او وسایل له ځانه سره ولري.
د رسنۍ د ویاند په دغو لنډو څرګندونو یا خبرتیا کې د ”خبرولو، معلوماتو او خوندي کولو“ درې واړه موخې نغښتې دي، ځکه اوس زرغون او د ده په څېر ګڼ نور هغه مساپر چې غواړي له سالنګ لارې څخه د افغانستان شمالي ولایتونو ته لاړ شي په اسانه خپل تصمیم نیولی شي، چې د تګ پرېکړه وکړي او که خپل تګ وځنډوي، ځکه چې رسنۍ خبر کړل، رسنۍ معلومات ورکړل او رسنۍ د دې وړ کړل، چې د خپل ځان د خوندیتوب په اړه فکر وکړي او د خوندیتوب لاره همدا ده چې یا به له سفره صرف نظر کېږي او یا به هم د اړتیا وړ توکي، وسایل او تودې جامې له ځانه سره وړي.
نو د رسنۍ د دغه پورتني خبر له امله رسنۍ خپل درېواړه مسوولیتونه، یانې خبرول، پوهول او خوندي کول ترسره کړل، ځکه چې مساپر خبر شول، هوا سړه ده، ممکن د واورې د زیات ورښت او دلارې د بندښت له امله لاره یا تونل بند شي او موټر د څو ساعتونو یا ورځو لپاره هلته بند پاتې شي، نو د خپل خوندیتوب لپاره یې هم تودې جامې او هم د اړتیا وړ خواړه او وسایل له ځانه سره واخیستل، خو که مساپر په بې خبرۍ په سالنګ کې له دغسې ورښت  یا د لارې له بندښت سره مخ شوي وای، نو خدای مه کړه د مرګ وېره یې وه.
دا د رسنیو د مسوولیتونو د وضاحت په موخه یوه ساده بېلګه وه، خو اوس پوښتنه داده، چې ایا زموږ رسنیو خپل دغه اصلي مسوولیتونه ترسره کړي دي او که نا؟ ځواب ډېر ساده دی چې نه یې دي ترسره کړي او دلایل یې هم ډېر څرګند دي، ځکه چې زموږ رسنۍ یا د دغو مسوولیتونو د ترسره کولو په موخه نه دې جوړې شوي او یا یې هم خپل مسوولیتونه تراوسه نه دي درک کړي.
د طالبانو له ماتې وروسته چې کله په هېواد کې سیاسي تحول رامنځته او د نړیوالو د مرستو بهیر د افغانستان لورته رامات شو، نو د ازادو رسنیو بازار هم په کې تود شو او دې کار دوه دلایل لرل. یو دا چې طالبانو په ازادو رسنیو بندیز لګولی وو او دویم دا چې د نړیوالو مرستو پرېماني وه او ځینو بهرنیو هېوادونو غوښتل، چې د وینا د ازادي او د رسنیو د پرېماني په پلمه خپلو شومو موخو ته ځانونه ورسوي.
سره له دې چې د رسنیو قانون جوړ شو او یاد قانون د رسنیو لپاره د وینا د ازادۍ ځینې پولې او بریدونه هم تعریف کړل، خو د وخت د حکومت او چارواکو د نه پاملرنې له امله رسنۍ له هغو ټاکلو او قانوني پولو څخه واوښتلې او په ډېرو مواردو کې رسنۍ د غچ اخیستلو، د نورو د سپکولو ، تهدیدولو او باج اخیستلو په ناوړه وسیلو بدلې شوې او لا هم رسنۍ په دې برخه کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.
اکثره رسنیو رسنیز اصول او د رسنیو د قانون حکمونه تر پښو لاندې کړي دي، د وینا ازادۍ څخه په ناوړه ګټه اخیستنې بې اساسه تورونه لګوي، بې بنسټه معلومات خپروي، د خلکو روان او روحیه ځپي، زهر پاشي، د دښمن د ناوړه تبلیغاتي وسیلې په توګه پروپاګند کوي، ملي یووالی ګواښي، تعصب، تفرقې او تشدد ته لمن وهي.
د رسنیو دغه ناوړه کړنې او بې بنسټه خپرونې هم د ماشومانو روزنه خرابوي، هم پردی محیط او کلتور تبلیغوي او هم د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په وړتیا، زړورتیا او سرښندنو ډېر وخت د خلکو بې باوري او شکونه پیدا کوي، ځکه دوی ډېر وخت د جګړې له سیمې څخه داسې معلومات او راپورونه خپروي، چې له واقعیت څخه لیرې وي او دوی کوښښ کوي چې د مبارزې په ډګر کې د دښمن پر وړاندې د امنیتي او دفاعي ځواکونو روحیه او مورال کمزوری کړی.
همدارنګه رسنۍ ډېر وخت د خپلو زهرجنو برنامو له لارې هغه افراد او اشخاص د خپرونو د مېلمنو او شنونکو په توګه رابلي، چې نه یوازې دقیق معلومات نه لري، بلکې اکثریت یې د نظام او د افغانستان ضد څرګندونې کوي، دوی کوښښ کوي چې منتخب حکومت، نظام او ان افغانستان په هکله بې بنسټه تبلیغات وکړي او د دوی دغه تبلیغات چې مستقیماً خلک اوري، نو خلک نهیلي کوي، رسنۍ او دغه تش په نوم شنونکي په یو ډول د خلکو روان او امنیت زیانمنوي او د رسنیو د قانون له مخې دا جرم ګڼل کېږي.
حکومت ته پکار دی چې د رسنیو د بې بندوبارۍ مخه ونیسي، هغوی د اساسي قانون او د رسنیو د قانون رعایتولو ته وهڅوي، ځکه که په دې برخه کې د وینا د ازادۍ، د اساسي قانون او د رسنیو د قانون د تطبیق او رعایت په ننګه حکومت، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او نورې اړوندې ادارې او بنسټونه جدي اقدام ونه کړي، نو زموږ د خلکو او ټولنې لپاره به په راتلونکي کې ډېرې بدې پایلې ولري او د رسنیو د دغو بې بندوباریو او پاشلو زهرو زیان به په لږ وخت کې او په اسانه جبران نشي.