د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ربیع اول پخپل رحمت سره افغاني ټولنه سږکال خورا فیضیابه کړه

اسم هجران 03.01.2016 13:35

ربیع اول(اوله خور) چې په دولسم میاشت سره هم شهرت لري، د نبی کریم(ص) د مبارک میلاد له کبله د کال په ټولو میاشتو غوره ګڼل کیږي. ځکه پدې موقعه چې د الله (ج) عشقي جذبه پخپل نهايي جوش کې راغله نو په پایله کې يې د بشریت په چهره کې د جناب حضور(ص) مبارک وجود وعالمیانو ته د ننداري په توګه وړاندي کړ. الله (ج) پخپلي دي پيرزینه و بشریت ته د محسن انسانیت په عنایت سره، انسانی خلقت د خپلو شاهکاریو غوره نمونه وبالو او په احسن الخالقین سره وستایو. پدې یې بسنه وکړه چې اتممت لکم دین کم، او یوازي دا غوښتنه یې تري نه وکړه چې «تخلیق بالاخلاق الله» او بس. نو د جناب حضور(ص) د وصف او ثنا په هکله خو دماغونه تش، قلمونه پځ او ژبکې ګونکي دي.
ځکه چې وايي: (خداي مه ګڼه بې شکه چه بنده دی – نور یې همه وړاده صفات دي په رښتیا)
خو له نیکمرغه سږکال ددي میاشتي په برکت او راتګ سره د هیواد فضا هم د رحمت په فیض سرشاره شوه او له ځانه سره یې د سوکالي داسي بیلګې درلودي چې د هیواد په معاصر تاریخ کې یې ساری نه لیدل کیږي. اګرچې په نظامی برخه کې د هلمند او ننګرهار ولایتونو وروستي غمیزي او خونړي پيښې او په یو ځای بل ځای کې ترهګرۍ بریدونه د هر افغان د زړه درد بلل کیږي، خو په عمراني او سیاسي ډګرونو کې چې کومي لاسته راوړني پدې مبارکه میاشت کې ترلاسه شوي، هغه بیلې ځانګړتیاوي لري او د ډاډ او ستاینې وړ دي، چې بیان یې په لنډ ډول داسي دی.
- د ربیع اول په لومړیو ورځو کې پر ترکمنستان هیواد کې د ولسمشرغني او اړوندو هیوادونو د مشرانو له لوري په شاندارو مراسمو سره د ټاپي پروژي پرانیسته وشوه، او دا هیلې ورسره تړلې دي چې په راتلونکي کې به د هیواد په اقتصادي پرمختګ کې مسحایي رول ترسره کړي، ځکه ددي پروژي د ساتنې او لیږد لپاره به د هیواد په زرګونه وګړي په فني او امنیتي برخو کې په د دندو وګمارل شي، او په کال کې به د ګازو د ترانیزیت له کبله د هیواد په خزانه کې په میلیونونه ډالره عواید جمع شي، چې د تفصیلاتو په هکله یې ډیري خبري په رسنیو کې شويدي، یادونه یې بس ده.
- د مولود شریف څخه یوه ورځ وړاندي ولسمشرغني په کابل ښار کې د کورنیو چارو وزارت نوي ودانې چې ۲۹ بلاکونه لري او په ټولو اسانتیاوو او تجهیزاتو سره سمبالي دي، په یوه پرتمینه غونډه کې پرانستلي او دا یې د هیواد د راتلونکې امنیتي سکتور د پرمختیا لپاره غوره کمپلکس په ګوته کړو. ددي تفیصلاتو په هکله هم ډیري خبري شوي، یوازي یادونه یې وشوه.
- د مولود شریف په دوهمه ورځ د هیواد ولسمشرغني د هند د صدراعظم مودي په ملتیا په کابل ښار کې د پارلمان نوی ودانې چې د هند د دوست هیواد په مالې مرسته جوړه شوي، په شاندارو او له شور او زوږه ډکو مراسمو سره پرانستله، چې د سلو کلونو لپاره د هیواد د پارلماني غوښتنو د پورکیدو جوګه ده، اهمیت یې خورا زیات دی چې دا هم د عیدالمیلاد نبې (ص) د کرامت یوه نمونه ده چې یاونه یې وشوه.
- همداراز د مولود شریف په پنځمه ورځ ولسمشرغني د کابل ښار د ملي دفاع وزارت په انګیړ کې د وزارت د نوي ودانې چې د امریکا هیواد په مالی مرسته جوړه شوي، او دي ته کوچنی پینټګان هم وايي، د خوشحالي او ولولو په ډګه فضا کې پرانستله او دا یې هم د هیواد د راتلونکې دفاعي سکتور د ودې په موخه د ارزښت وړ لاسته راوړنه وبلله، چې دا هم د مولود شریف د رحمت یوه بله بیلګه ده. د تفصیل په هکله یې ډیري خبري شوي، یادونه یې بس ده.
لنډه دا چې ددي ټولو عمراني پروژو پرانستل په لنډو ورځو او د اولي خور په میاشتي کې ترسره شويدي، چې په څو لسیزو کې داسي غوره چاري نه دي ترسترګو شوي. هیله ده چې دا د خوشحالي او



سوکالي لړې همداسي دوام ومومي، او ګران هیواد افغانستان نور هم د نیکمرغیو او اقتصادي ودي پر لوري پرمختګ وکړي.
په سیاسي برخه کې غوره لاسته راوړنې دادي چې په ترکمنستان کې د ګاونډیو هیوادونو مشرانو د ټاپي پروژي د اکمال او بشپړتیا په هکله بې له کوم شرط هوکړي ته سره ورسیدل. همداراز کابل ته د هند د صدراعظم مودي سفر، او د افغانستان د راتلونکي لپاره د هند هیواد د نورو مرستو ژمنې، بیا دوه ورځي ورسته و کابل ته د پاکستان د لوی درستیز جنرال راحیل شریف راتلل او د جنوري په څلرمه د افغانستان د سولې بهیر په هکله د څلور اړخیزي(افغانستان، پاکستان، امریکا او چین) مفاهمتي غونډي ترسره کول، او داسي نوري خبري هغه سیاسي پرمختګونه دي چې په حقیقت کې دا ټول د عید میلاد نبی(ص) فیضات دي، او دا څلور اړخیزه غونډه به هم په ربیع اول میاشت کې ترسره کیږي، چې د مشت نمونه خرواور په توګه یې یادونه وشوه. هیله ده چې دا هرڅه نوي مثبت پیغمامونه له ځانه سره ولري.
د یادونې وړ ده، د هند صدراعظم چې بیرته خپل هیواد ته ستنیدو، نو لاهور ته په ناڅاپي سره ولاړ، او له خپل پاکستاني سیال سره یې ولیدل. پاکستاني مطبوعاتو دا خبره په ډاګه کړه چې د مودي دا سفر د افغان ولسمشرغني په زیارونو او هڅونو سره ترسره شوی دی، او پدې هکله یې د ډاکټراشرف غني د دریز ستاینه کړي، او نوموړي یې د سیمې د سوکالي په موخه یو خیراندیښ شخص بللي دی. همداراز په پاکستانې مطبوعاتو کې د جنرال راحیل شریف د سفر او په کابل کې د هغو د بختیاوو په هکله هم ښې ارزونې شوي وي او خوشحالي پکې دا ښودل شوي وه چې دا څلور اړخیزه غونډه چې د افغانستان د سولې د ثبات په هکله جوړیږي، دا تجویز یې هم د افغان ولسمشر ډاکټرغني ابتکار دی او د ښو پایلو وړاندویې پکې شوي وي.
دا چې په پاکستاني مطبوعاتو کې د افغان ولسمشرغنې د هڅو ستاینه شوي، نو مونږ یې هم مننه کوو، چې د هیواد مشرتابه په داسي حساسو شیبو کې د هیواد د راتلونکې سوکالي لپاره مثبت سوچ او ارادت لري. ځکه د داسي هڅو په پایله کې به ګاونډیان راضي او افغانستان به د امن ګهوراه شي. له بدمرغه په تیرو څو لسیزو کې د هیواد سیاسي واکدارانو، پخپلو بې ځایه کړنو سره د(د ور ترشا، او بیا غرترشا) احساسات را وپارول او د هغوي د لمسونو په ترڅ کې دا هیواد په ناندریو بدل شو او تر ننه د ویر په لمبو کې سوځي. یعنې کله چې چپیان واک ته ورسیدل، نو ویرجنو شعاورنه یې واشنګټن ولړزه و. او کله چې جهادیان واکمن شول، نود شوري اتحاد ړنګیدل یې خپل دستاورد ګانو، حال داچې واقعیتونه نور څه ول. خو ولسمشرغنې چې هرڅه داسي مثبت ارزوي او د ټولو لورو سره د ښو اړیکو لیوالیتا لري، او د دوي ډاډګیرنې ترلاسه کوي، نو دا یو پر ځای او ښه اقدام دی.
بله دا چې له دوهمي نړیوالي جګړي وروسته اروپايي هیوادونو د خپلو اتباعو د کینو د ختمولو او اقتصادي ودي او پرمختګ په موخه پخپل منځ کې یو لړ مراعاتونه منظور او اعلان کړل، چې د وختونو په تیریدو سره دا مراعاتونه د نور نژدي کیدو لامل شول او په پایله کې اروپايي ټولنه منځ ته راغله چې لا د نوري پراختیا روڼتیا هم پکې شتون لري. نو ولسمشرغني چې په هغه وخت کې د یو کار پوهه په توګه دا هرڅه له نژدي څارل، او بیا يې ارزولي، د ده دا اوسنی رغبت به هم ددي جوګه شي چې په سیمه کې به سوکالي رامینځ ته شي، او تیري ناخوالي به پري هیري شي. دا زموږ هم او په چپاریال کې د ګاونديان هم ستره غوښتنه او ارمان دی چې داخلي مصونیت د یو بل د عزت نښه ده. ځکه خو وايي:
(که تا ویل چې ته یې، او ما ویل چې ته یې، همه به ته یې هم به زه یم، او که ما ویل چې زه یم،
او تا ویل چې زه یم، نه به ته یې نه به زه یم!)