د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولسمشر صاحب! له چا سره سوله کوې؟

شریف 13.07.2015 12:03

سوله یوه ډېره ښکلې او په زړه پورې کلمه ده، د الله تعالی ټول مخلوق ته آرامي، سوکالي او نېکبختي ور په برخه کوي. که په کوم ځای کې، یو وخت سوله له منځه ولاړه شي او یا لږ شان خوږمنه شي، هلته خورا لویه بدبختي او بربریت رامنځته کیږي، هلته بیا ژوندي مخلوقات یوبل خوري، هلته بیا د ځمکې پر مخ باندې د آبادۍ او سوکالۍ هیلې نورې له خاورو سره خاورې شي. په لنډه ویلای شو چې سوله د ژوند ځمکه او ټاټوبی دی.
د انسانانو او نورو مخلوقاتو په ژوند کې د سولې په ورکېدو تاریخ داسې څه په خپله زړه لمنه زمونږ لپاره ساتلي دي چې د هرې لیکې په لوستلو سره یې زمونږ باور او ایمان په دې نورهم کلک کوي چې تل باید د سولی او استقرار لپاره ښه کلک او په ځای ګامونه پورته کړو.
د انسانان تر منځ هرې نظريې، هر فکر او مذهب سولې ته په درنه سترګه کتلي دي، خپلو پیروانو ته یې ددې لارښوونه کړې ده چې تل دې دسولې او استقرار د دوامداره ساتلو په سپېڅلې لاره کې زیار وباسي. دا ټول ددې لپاره چې هر یوه فکر، نظریه او مذهب په دې پوه و چې د انساینت د لړۍ د سلسلې د تداوم او بقا لاره یوازې همدا ده چې سوله په دوامداره توګه وساتل شي ترڅو د انساني توالد او تناسل شونتیا رامنځته کړي.
د اسلام سبېڅلي دین هم د سولې او دهغې د ساتلو په اړه خپلو پیروانو تل ددې لارښوونه کړې ده چې دغه د الله تعالی ارزښتناک لورېنه او نعمت په ښکل او مناسب شکل وساتي. د ټولو ذریعو، وسائلو او اسبابو په نشتون کې یې یوازې هغه هم ددې په موخه جګړې او زورکارونې ته په محدود ډول اجازه وکړې ده چې بیا هم د سولې او سمون د اعادې لپاره وکارول شي، نه دا چې د سولې لاره او درک بلکل له منځه یوسي.
د افغانستان ګران او عزتمند ولس هم دا دی له دریو لسیزو زیات دې په انتظار دی چې یوه ورځ به د دوي په غولي هم د سولې هغه مبارک او خوندور زېړکی لمر را پورته کېږي چې د اوږدې مودې دردونه یې دوا شي. په لوېشت لوېشت خاوره یې انساني کلتور او راکړه ورکړه ترسره شي. دنړۍ د نور ولسونو په شان دوي هم د خپل خدای په ورکړې ځمکه د سولې ژوند او باعزته روزګار ته مخه وکړي.
خو لاهم داسې نه برېښي چې افغان چارواکي او وسلوال مخالفین دې د خپل ولس ددغې ارزښتناکې موخې په لور ريښتيني
ګامونه اویا لږ تر لږه ددې اراده ولري چې د حقیقي سولې او ټيکاو په لوري دې روان واوسي. افغان ولسمشر اشرف غني د تفکر او معقولیت په خواکې لاهم داسې لوري ته روان دی چې پرون یې کرزي د همدې شان لوبې په ترځ کې یو ناکامه او ناکاره جمهور رئیس معرفي کړ او نن د اشرف غنی وار دی چې دی هم هماغه شان بې ځایه متفکر او اکاډمیک شخص معرفي کړي.
اشرف غني له طالبانو سره په سوله کې د پاکستان لمنه نیولې ده او داسې ښکاري چې په خواکې یې په لوړ پوړې کچه بریطانوي ډوله ډله راټوله ده، نور کسان یې چې په ټيم کې دي، هغوی بیا د نورو بادارانو لپاره په هره ناسته او دسولې په هره پروسه کې خپل استازي لري او د خپلو بادارانو لپاره خپلې مټې خاورې کوي، نو په دې شکل به خاورې سوله راشي...
پاکستان هم ددې په موخه په لسګونو طالب مشران یا زنداني او یا ووژل، ترڅودغه فرست او ځای ته ورسیږي چې دا یقني او په ټولو یې د منلو کړي چې ګواکي طالبان له یوه سره او نېغ په نېغه د پاکستان تر کنټرول او ولکې لاندې دي، چې همداسې هم وشول. پاکستان د طالبانو د رژیم له را نسکورېدو وروسته تل دا هڅه کوله چې افغانستان، سیمې او نړیوالو ته دا جوته کړي چې طالبان زمونږ خپله آله او څرنګه چې یې وغواړو په همغه شان یې کارولو شو. پدې لاره او موخه کې انګلستان چې په سیاسي برخه کې د پاکستان نا قانونه پلار هم بلل کیږي له خپل حراموني بچیه سره خورا لویه استخباراتي، پوځي او سیاسي مرستې وکړې.
له دې سره په خواکې د امریکایانو یوازې خپلو موخو ته په لېوالتیا باندې دغه موخه نوره هم ځواکمنه شوه او ددې فرست زیات شو چې پاکستان دې خپلې شیطاني او منحوسي موخې ته ورسېږي.
د یادولو وړ ده، چې د طالبانو د ډېری مشرانو هم داسې بې بصیرته کړنو ته لاس کړ چې پاکستان ته یې ددې لاره هواره کړه چې خپلې بدمرغې موخې ته ورسېږي. ځېنې په همدې مشرانو کې زندانیان شول، ځېنې یې ووژل شول، نور یې نظربند او یا له سیاسي او پوځي اثر او رسوخ څخه په لوی لاس بې برخې کړای شول. پدې لاره کې زیاته پړه په ملا محمد عمر، د طالبانو په عالي شورا، د طالبانو په هغو جنګي قوماندانو چې په تجربه ورته ثابته وه چې پاکستان څه غواړي او پای کې بیا دغه پړه د مولوی وکیل احمد متوکل، مولوی عبدالسلام ضعیف، عبدالحکیم مجاهد او داسې نورو به غاړه ده چې هغوی ته دا جوته وه او پدې دیارلسو کلونو کې نوره هم رڼه شوه چې امریکایان څه غواړي؟ پاکستانیان څه غواړي؟ نوره نړۍ څه غواړي او بالآخره مونږ افغانانو ته، که حکومت یو او که طالبان، څه کول په کاردي؟
امریکایان په خپل زور او ځواک غره وو، پاکستانیانو خپلې استخباراتي لوبې ته زور ورکړي وو، طالبانو یوازې په وینو او اوجګړه کې جنت ته تلل غوښتل او ترمنځ یې ګران او بېوزله افغان ولس سوځېده او لاهم دغه ناولې سوځېدنه روانه ده.
ولې افغان ولسمشر او افغان حکومت د طالبانو سره په پټ او ښکاره شکل د سولې هڅه نه کوي؟
ولې طالبان افغان ولسمشر او افغان حکومت ته دا نه په ډاګه کوي چې سوله له پاکستان سره نه باید زمونږ سره وشي؟
ولې مدني افغاني ټولنې او ټول سیاسي اړخونه په ټولو اړخونو ولسي فشار او زور نشي کارولاي؟
ولې افغان ولس د ټولو نارواوو په وړاندې خپل آواز او درېدل نه یقني کوي؟
ولې سیمیېز هېوادونه د بشري خواخوږۍ پر بنسټ د افغانانو دغې بدې ورځې ته د پای ټکی نه را ګوري؟
ولې ټول نړیوالو د لسګونو کلونو له تېریدو وروسته هم چپه خوله ناست او دافغانانو د ناورین ننداره کوي؟
او تر ټولو مهمه او اړینه خبره داده چې ولې الله تعالی پر افغانانو د خپل رحم دروازه کلکه تړلې ده؟ ځکه چې مونږ د الله تعالی په لاره نه یو برابر.
دحل لاره:
له هرڅه مخکې دې په دواړه اړخونو کې دسولې لپاره یوه حقیقي، اسلامي او افغاني کلکه اراده رامنځته شي.
د سولې په اړه دې د افغان ولس لومړیتوبونه په نظرکې ونیول شي او له هغې سره سم دې کاري اجندا را منځته شي.
د پاکستان پرځای دې له طالبانو سره په قطر یا بل کوم مناسب ځای کې او د امریکایانو پرځای دې له افغان حکومت سره د خبر اترو لاره ونیول شي.
دخبر اترو لپاره دې داسې بېطرقه، صادق او خواخوږي افغانان د دواړو اړخونو له طرفه د استازو په توګه وټاکل شي چې دافغانستان په قضیه کې د چا لپاره نه وي کارېدلي او د ټول ولس استازيتوب وکولای شي.
هر موضوع چې په خبرو اترو کې د لانجې لوري ته ولاړه شي، باید د افغانو مخورو له خوا ورته د حل منځ لاره را وایستل شي.
ټولې خبرې باید د افغان ولس د ټولو اړخونو، برخو او لږکیو په ريښتیني استازیتوب باندې ولاړې وي.
د سولې د خبرو په بهیر کې له پیل څخه نیولې بیا تر پایه پورې هېڅ لوري ددې حق ورنکړل شي چې د خپل ځای لپاره په بهرني استازي اتکاء وکړي.
د سولې د خبرو پایلې د دواړو اړخونو له لوري په پوره ایماندارۍ او صادقت باندې عملي او پلې کړای شي.
د سولې د خبرو به بهیر کې تل د دواړو خواوو له لوري باید ولس ته داسې معلومات ورکړل شي چې هغوی سم او کاري لوري ته رهبري کړي.
بالآخره باید افغانستان د پردیو لپاره نه بلکې د ګرانو افغانانو لپاره وکارل شي.
ومن الله التوفیق