د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خُرم صاحب! کور خو زمونږ ورانیږي

شریف 01.02.2015 13:48

ګران او قدرمن خُرم صاحب اودرنو لوستونکو!

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

الله تعالی دې وکړي چې ټول جوړاو زړونه مو د لوی څښتن په مینه او محبت نوراني او ودان وي.
دا دوهم ځل دی چې ګران خُرم صاحب د خپلې واکمنۍ د دور له بهیر سره د اړوندو خورا ارزښتناکو سیاسي او آن پټو ناستو او ولاړو په اړه په پوره ځیرکتیا او ترزیاتې کچې په امانتدارۍ لیکنه کوي.

لومړی د خُرم صاحب څخه مننه کوو چې دغه شان ټکو ته مخه کوي او لږ تر لږه خپل ولس له هغه څه چې پېښیږي، خبروي او داسې سیاسي ځیرکتیا ورته برخه کوي چې د ګران هیواد افغانستان د راتلونکی په اړه ښه او په ځای تصمیم ونیولی شي. د همدې موضوع او د خُرم صاحب د لکنې په اړه غواړم یو څو ټکي د خُرم صاحب تر درانه نظر لاندې له ګرانو لوستونکو سره شریک کړم:

• امریکا افغانستان ته د راتګ او دلته د خپلو موخو لپاره د هډو جوړول یا د اوږد مهال لپاره پاته کېدل د ۲۰۰۱ زیږدیز کال د سپتمبر له یوولسمې ڼېټې نه دي پیل کړي، بلکې دغه شیطاني او استختباراتي ارمان له هغوی سره د ساړه جنګ له مهمو میراثونو شمېرل کیږي.
• ښاغلي کرزي صاحب چې د خُرم صاحب نظر هم ورسره یو دی، ولې پدې اړه چې امریکایان له مودو مودو راهیسې دغه پلان لري،کوم معلومات نلرل؟ چې د ارزګان له غرونو یې د امریکایې څارګرو او ځانګړو ځواکونو په ځمکني او هوایي ملاتړ ځان د کابل تر ارګه راورساوه. اوس چې کله خبره ښه ورانه شوه او د ګران هیواد په ځیګر باندې پردیو ښامارانو او رقیبانو خپلې منګولې خښې کړې، سپین او ريښتیا ویل موپیل کړل.
• که ددې پلان په اړه له کرزي صاحب سره معلومات وو او له خپلو هیوادوالو سره یې نه شریکول نو بیا خو خبره ښه څرګنده ده چې کرزی صاحب هم ددې لوبې یوه برخه او یومهم لوبغاړی دی چې ددې ټولې تورې دورې پیل دده له وخته وشو او دی پکې د افغانستان د بچیانو د تېراېستلو لپاره د بهرنیانو په مشوره باندې کارول شوی دی.
• که داسې فرض کړو چې کرزي صاحب له لوبې بې خبره وو او یوازې د چوکۍ او ریاست شوقی وو او دا ټول یې ځکه وکړل چې بس دده شوق او ذوق برابرشي نو بیا خو دا خبره سمدلاسه د انسان په فکر کې را پورته کیږي چې دا اوس په دې توره او هر اړخیزه لوبه باندې ته چا دومره پوه کړې چې د ټولې لوبې په اړه له خپل ولس سره د زړه خواله کوې؟ بیا هم دا وېره شته چې کرزي صاحب بل کوم شوق نه وي اخیستی.
• خُرم صاحب تاسې په خپله لیکنه کې د ورسک په سړک باندې د پوځي ښوونځي پېښه د اکتوبر په میاشت کې یاده کړې ده حال داچې داسې نه بلکې د دسمبر په ۱۶ باندې ترسره شوه چې پاکستاني قصابانو او نړیوالو جنایت کارانو ورته د ۹/۱۱ ارزښت وروباښه.
• که کرزي صاحب او تاسې خُرم صاحب له ۲۰۰۴ زیږیدیز کال څخه پدې خبروي چې امریکا څه غواړي، ولې مو ددغې تورې توطیې مخه ډپ نکړه، له وخته تر دې لیکنې پورې نږدې لس کاله موده ستاسې سره وه او یا مو هماغه مهال شته معلومات له افغان ولس سره ولې شریک نه کړل؟ یا دا چې تاسې خپله ملګرتیا له امریکایانو سره پرمخ بوتله خو چې کله دغه یاده دوستي او ملګرتیا په ناورین بدله شوله او تاسې د وخت له لوبې وایستل شوﺉ، بیا مود امریکا د پخوانۍ دوستۍ د هرفصل او ترهرې ونې لاندې ناسته او خوږو په بربنډولو پیل وکړ؟
• دبګرام زندان له ۲۰۰۴ کال څخه مخکې هغه مهال رامنځته شوی وا چې امریکایانو له قندهار زندان څخه ورته زندانیان د ۲۰۰۲ کال په لومړیو کې را ولیږدول او دا کټ مټ هغه وخت وو چې کرزي صاحب د کابل عرش د پخواني مجنون استاذ ربانی څخه په امریکایي تور جادو ترلاسه کړی وو. کرزی صاحب او تاسې له ۲۰۰۲ کال څخه تر ۲۰۰۴ کاله پورې چې امریکایې تور او کرغیړن اهداف درته برملا کیدل، بالکل خبر نه واست چې په بګرام کې کومې ناکردې او نادودې ستاسې په ولس او په ځانګړې توګه د افغانستان په جنوب، جنوب لویدځ او د ختیځ سیموپه عاموخلکو ترسره کیږي؟
• که امریکایانو د طالبانو د راپورته کولو او لویولو لپاره له تړلو افغاني او خپلو نړیوالو رسنیو کار اخیست خو تاسې هم په پورتنیو یادو شویو سیمو کې داسې حاکمان او زمامداران ګومارل چې له عام ولس څخه پوستکی وباسي او خلک بالآخره دښمنۍ او غروختلو ته چمتو کړي. که پدې چاره کې امریکایانو لاس کړي نو تاسې کوم کمی کړی دی چې هغه ته د اولس سترګی ورواوړي؟
• زه اوټول افغان ولس پدې سترګې نه پټوو چې امریکایانود ټولټاکنو په چارو کې لاس وهنه نه کوله بلکې دې ته فکر را ګرځول پکاردي چې د ۲۰۰۹ کال په ټولټاکنو کې په خپله کرزي صاحب تر کومې کچې پورې په درغلیو او قانوني سرغړونو کې لاس درلود؟ دا په داسې حال کې چې پدې هم پوهېده چې امریکایان د افغانستان لپاره بد نیت لري او له هغې سره بیا هم بالآخره د هماغه امریکایې ستر شیطان دیپلومات جان کیری د مټ په زور بیا د کابل په عرش کینول شو، که داسې نه؟
• کله چې امریکایانو د ستراتیژیک تړون تر سیوري لاندې د امنیتي تړون لاسلیک غوښت، ولې کرزي صاحب چې ستاسې سره یې نظر هم ورته والی درلود، سترایتژیک تړون له امریکایانو سره لاسلیک کړ؟ بیا چې پدې هم پوهیده چې دا ټوله امریکایې لوبه ولې یې د افغانستان د ولس درنه او تاریخي لویه جرګه راوغښتله؟ بیا چې کله لویې جرګې ورته کوم وړاندیزونه وکړل ولې یې ونه منل؟ ولې دی پدې ونتوانید چې د ولس استازو ته دغه لوبه په لویه جرګه کې ووایې ترڅو ټول قضاوت او اقدام په خپله افغانان ته نیغ په نیغه ورکړل شي؟ که کرزي صاحب غوښتل چې یوازی په لوبه د تاریخ بدنامي له خپل لوري لرې کړي؟
• تاسې وایاست چې امریکا غوښتل چې له ورستي مشروع افغاني حکومت سره امنیتي تړون لاسلیک او نور بیا نوې لوبه په نوی شکل دلته پیل کړي. تاسې او خدای! د ۲۰۰۹ کال ټاکل شوې حکومت نه بلکې د امریکا په سرزورۍ را منځته شوي حکومت ته هم تاسې مشروع حکومت وایاست او بیا په پای کې له امریکایانو ګیله هم کوﺉ؟ که چېرې کرزي صاحب په ریښتیا هم د افغان ولس درد لرلی نو بیا یې ولې دا دومره کې لږ ترلږه یو ښه او غښتلی د ټولټاکنو کمسیون را منځته نه کړای شوای؟ چې کم ترکمه د ۲۰۱۴ کال په ټولټاکنو کې یې د بحران او ناورین مخه ډپ کړې وای.
• کله چې امنیتي تړون د امریکا او افغانستان ترمنځ لاسلیک شو نو پداسې تړون کې د CIA ذکر ته څه اړتیا ده؟ آیا یاده شيطاني اداره د امریکا د نورو تورو ادارو له جملې څخه نده؟ که نه امریکا یو شی بولئ او یاده څارګره اداره بل شی بولئ؟ ولې امریکا تاسې هرڅه په تفصل سره ووایې؟ هغوی په ښه ځیرکۍ کولای شي پرتاسو خپل پلانونه عملي کړي نو بیا زیاتو ویناوو او زیاتو ملاقاتونو او حقوقي تفصلی اسنادو ته څه اړتیا ده؟ چې همداسې یې درباندې وهم کړل.
• تاسې لیکلي چې د امنیتي تړون په وړاندې کرزي ښه د باور وړ ضمانتونه غوښتل او بیا وایاست چې امریکا پلوه سیاسي شنونکو او ځېنې نورو به د طوطیانو په شان دا تکراروله چې امنیتي تړون افغانستان ته امنیت راوړي، بل لوري ته خو اشاره پټه کړې ده چې دهغو سیاسي شنونکو ډله وه چې دافغانستان د جمهوري ریاست کاسې به یې څټلې او د ریاست په خاطر به یې ټرون رداوه او بل لوری موهم هېر کړی دی چې د ایران او پاکستان د مقاصدو په خاطر به یې یاد تړون نه مانه. له دې ټولو لوریو وروسته د افغان ولس اصلي بچیان خو نه ستاسې چاپلوسان وو نه د امریکایانو تالي څټې او نه د ایران او پاکستان ځيره خواره، هغوی ته چا ولې معلومات نه ورکول چې په ملک کې څه تېریږي. امریکایانو خپله لوبه کوله او تاسې خپله او ایران او پاکستان خپله لوبه، بس په منځ کې مو مونږ ته توره شپه جوړه کړې وه او ده.
• که امریکایان غواړي چې دافغانستان څخه لوی وزیرستان جوړ کړي، نو له هغوی سره خو پاکستان او تاسو هم په دغه شان سیاسي لوبه کولو باندې ښه تر خپلې وسې مرسته وکړه، اوس خو قربانی او ناورین به زمونږ افغانانو په سر راځي، ځکه مونږ خو هیڅ لوري ته د تلو لاره نه لرو. چین او منځنۍ آسیا خپل خپل ځواکونه یا باداران لري او لوی غوایه به لویو غویو سره جوړ شي مګر زمونږ کړیدلی ولس به بیا هم د دوی د غوبل ځای وي.
• که اوسني افغان حکومت پاکستاني پلاوي ته اجازه نه وای ورکړې آیا دا به ستاسې په سیاسي بصیرت باندې د پاکستان په وړاندې د افغانستان د جګړې اعلان نه وو؟ که اوسنی حکومت پاکستان ته د بریطانیا په مرسته ورمات ښکاري نو آیا ستاسو په دوران کې افغانستان د هند لوري ته ورمات نه وو؟ دغه ننۍ نیابتي جګړه تاسې د کڅوړو په لاسته کولو سره د افغان ولس د ژوند په مختلفو اړخونو کې نه وه پيل کړې؟ دا زمونږ نصیب دی چې کله به د جنایتکار او شيطان پاکستان لپاره مرو او کله به د رام پرسته هندوستان لپاره مرو او کله که ډېر بختور شوو نو بیا به د امریکایانو د کچه او ناورته دیموکراسۍ لپاره مرو...
• بس ستاسو په ټوله لیکنه کې مې دا ورستۍ خبره ډیره زیاته خوښه شوله چې لیکلي مودي چې په دغه شان لویو او پېچلیو حیلو اوطرحو کې د ملت په ويښتابه او د لوی خدای جل جلاله په مرسته پایلې بل څه کیږي. که څه هم د ويښتابه په اړه خو له تاسو ناهیلي یو خو ورستی در لا راته خلاص او پرانیستی دی او هغه د الله تعالی در او لوری دی چې مونږ ټول افغان ولس ورته په منډه یو. الله تعالی دې په خپل لوی نوم باندې ګران افغان ولس له هرډول شيطاني چلونو او دوکو په خپل امان کې ژغورلی وساتي او افغان ولس دښمنان دې هلاک او تباه کړي....
اللهم امین ثم آمین