د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په اور باندې د ژوندي مخلوق سوځولو

شریف 04.02.2015 22:08

په عراق کې د داعش د وسله والو په لاس باندې د نیول شوي اردني پیلوټ په پنجره کې بند ژوندي په اور سوځولو ویډیویې لنډ فلم نړیوالو ته د داعش سره اړیکه لرونکو انټرنټي شبکو له لارې خپور شو.
د اردن هیواد حکومت هم د دغه ویډیویې لنډ فلم په حقیقت او ريښتينولۍ باندې په رسمي ډول اعتراف وکړ او د معاذ الکساسبة کورنۍ ته یې د هغوی د کس د مړينې خبر په رسمي ډول ورکړ. په ټوله نړۍ کې د داعش دې عمل یوځل بیا د اسلامي شریعت او د اسلام په سپېڅلي نامه پورې یوه خطرناک او ورانکاره رنګ پورې کړ، چې سمدلاسه یې په نړیواله سطحه ډول ډول غبرګونونه راپورته کړل. مګر تر ټولو غبرګونونو باید دغه شان حیواني پېښو ته اسلامي غبرګون تر نورو ټولو غبرګونونو مخکې او خورا په شرعي حیثت ولاړ وي.
یاد شوی لنډ ویډیویې فلم ما هم ولید او په هماغه آن مې ددې ټینګ هوډ وکړ چې ددغه ناپاکه او غیر انساني عمل لپاره شرعي حکم او له اسلام سره یې نه تړاو ګرانو لوستونکو ته په دلایلو سره په ډاګه کړم.
د اسلامي شریعت له نظره د ژوندي مخلوق په اور سوځول:
د اسلام په سپېڅلي دین کې هیڅ داسې عمل ته جواز نشته چې له انساني کرامت او انسانی شرعي صلاحیت او واک سره په هر اړخیز ډول په تضاد کې وي. الله تعالی او حضرت محمد صلی الله علیه وسلم هیڅکله مسلمانانو د داسې شي او فعل په کولو امر نه دی کړی چې د انساني معیارونو او پولو څخه بهر وي.
د اسلامي فقهې په پراخه واټن کې د حدود او تعزیري جزاګانو په اړه خورا جوت او په ډانګ پېیلې لارښوونې شته او په اړونده چاره کې یې هیڅ شی پټ یا نا څرګند ندي پریښي.
دهرڅه څخه دمخه د الله تعالی مبارک کتاب قرآنکریم ته مخه کوو او ګورو چې الله تعالی پدې اړه څه فرمایلي دي:
(وَإِنْ عَاقَبْتُمْ فَعَاقِبُواْ بِمِثْلِ مَا عُوقِبْتُم بِهِ وَلَئِن صَبَرْتُمْ لَهُوَ خَيْرٌ لِّلصَّابِرِينَ) ۱۲۶، سورة النحل
ژباړه: او که چېرې تاسې په عذاب کړای شوي، نو تاسې هم په هغه شان عذاب ورکړﺉ چې تاسې ته درکړل شوی دی، او که چېرې تاسې صبر وکړﺉ، بې له شکه هغه به د صبرکوونکو لپاره ډیر ښه وي.
په ټول قرآنکریم کې بل داسې مبارک آیت نشته چې الله تعالی دې مسلمانانو ته د کفار نه بلکې حتې یوه عادي ژوندي مخلوق د سوځولو امر او قاطع حکم کړی وي. همدې یاد شوي مبارک آیت ته هم که ځیر شو نو دالله تعالی په وینا به مو سر خلاص شي، چې په پای کې مونږ صبرکولو ته را بولي. دا آیت هم عام حکم لري او ډیرو مفسرینو په آند ترینه د سوځولي د قصاص د تطبیق په وخت کې سوځونه ترینه نه مرادیږي او د هغې علت دا دی چې د سوځونې موضوع په مبارکو احادیثو کې په صراحت سره او په واضحو الفاظو حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ترینه نهيې کړې ده.
مفسرین او فقهای کرام هم د هغه چا په اړه چې قصاص پرې قایمیږي داسې وایې چې باید لومړی ووژل شي او له هغه وروسته چې ووژل شو د سوځونې د قصاص او بدل اخیستلو لپاره دې له مرګه وروسته وځول شي. ددې حکم عملي کولو په اړه د حضرت امام ابوحنیفه، حضرت امام احمد او حضرت امام الثوري رحمهم الله او نورو ځېنې علمای کرامو انسان سوځونه حتی له مرګه وروسته هم منع بللې او وایې چې د سوځولو څخه سخته منع شوې ده او یوازې مرګ په قصاص کې کافی اود مړي سوځولو ته کومه اړتیا نشته ده او باید ونه سوځول شي.
له دې وروسته، دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم مبارکو او معززو سنتو ته ورګرځو. له نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه روایت کوي:
۱- (عن ابن مسعود رضی الله عنه قال: كنا مع النبي صلى الله عليه وسلم، فمررنا بقرية نمل قد أحرقت فغضب النبي صلى الله عليه وسلم وقال إنه لا ينبغي لبشر أن يعذب بعذاب الله عز وجل). اخرجه الإمام أحمد وأبو داود والنسائي رحمهم الله


ژباړه: له حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چې هغه وویل: مونږ له حضرت نبي کریم صلی الله علیه وسلم سره د میږیانو په کلي (هستوګنځي) باندې تېر شو چې چا سوځولی وو، نوحضرت نبي کریم صلی الله علیه وسلم په غوصه شو او یې فرمایل: بې له شکه هیڅ بشر ته دا نه ښایې چې دالله عزوجل په عذاب باندې، څوک په عذاب کړي.
۲- له ابوهریرة رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چې فرمایې:(عن أبي هريرة رضي الله عنه، أنه قال: بعثنا رسول الله صلى الله عليه وسلم في بعث وقال لنا: «إن لقيتم فلانا وفلانا - لرجلين من قريش سماهما - فحرقوهما بالنار» قال: ثم أتيناه نودعه حين أردنا الخروج، فقال: «إني كنت أمرتكم أن تحرقوا فلانا وفلانا بالنار، وإن النار لا يعذب بها إلا الله، فإن أخذتموهما فاقتلوهما.) رواه البخاری

ژباړه: له حضرت ابوهریرة رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چې دی وایې مونږ حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه ټولي کې ولیږلو او راته ویې ویل: که چېرې له فلاني او فلاني سره مخامخ شوﺉ - د دواړونومونه یې یاد کړل او دواړه کسان له قریشو څخه وو- هغوی دواړه په اور وسوځوي. ابوهریره رضی الله تعالی عنه وایې: بیا چې کله روانیدو حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته دخدای پامانۍ لپاره ورغلو، حضرت محمد صلی الله علیه وسلم راته وفرمایل: بې له شکه ما تاسې ددې امر کړي وو چې فلاني او فلاني په اور وسوځوﺉ، بې له شکله په اور سوځول یوازې الله تعالی کوي، که چېری مو هغوی ترلاسه کړل نو دواړه ووژنئ. ددې حدیث روایت امام بخاری رحمة الله علیه کړی.
۳- له حضرت عکرمه رضی الله تعالی عنه څخه داسې روایت شوی دی:( عن عكرمة، قال: أتي علي رضي الله عنه، بزنادقة فأحرقهم، فبلغ ذلك ابن عباس، فقال: لو كنت أنا لم أحرقهم، لنهي رسول الله صلى الله عليه وسلم: «لا تعذبوا بعذاب الله» ولقتلتهم، لقول رسول الله صلى الله عليه وسلم: «من بدل دینه فاقتلوه). رواه البخاری

ژباړه: له حضرت عکرمة رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چې حضرت علی کرم الله وجهه ته هغه زندیقان راوستل شول - چې اسلام یې پریښی وو- هغه وسوځول، داخبر بیا حضرت عبدالله بن عباس رضی الله تعالی عنهما ته ورسید، هغه وویل: که چېرې زه وای، ما به د نبی کریم صلی الله علیه وسلم د منع (نهی) چې فرمایې " د الله تعالی په عذاب څوک مه عذابوﺉ" له وجهې نه وای سوځولي، ما به دوی د نبی کریم صلی الهل علیه وسلم دد وینا سره سم وژلي وای چې فرمایې " چاچې دین بدل کړ ویې وژنئ" دا حدیث شریف امام بخاری رحمه الله تعالی روایت کړی دی.
له نبوي مبارکو سنتو وروسته د اسلامي امت د علمای کرامو اجماع او فقهي نظریاتو ته راځو چې پدې اړه کومې فقهي نظریې لري او په کوم شکل یاده موضوع را ته شرحه کوي.
د حضرت امام ابوحنیفة، حضرت امام احمد بن حنبل، حضرت امام یوسف او حضرت امام الثوري رحمة الله علیهم څخه داسې فقهي نظر را نقل شوی دی چې په هیڅ صورت کې په اور سوځول د ژوندیو مخلوقات په اسلامي شریعت کې جواز نلري.
د اسلامي امت نورو ډیرو مشهورو علمای کرامو هم د ژوندیو مخلوقاتو د سوځولو په اړه ورته نظر ورکړي او آن تردې چې په هغوي کې ابراهیم النخعي د حشراتو دسوځولو په اړه د عدم جواز لاره غوره کړې ده. هغه وایې د لړم په اور سوځول شرعاً جواز نلري او هیڅکله باید ونه سوځول شي. همدارنګه حضرت نبي کریم صلی الله علیه وسلم ام الدرداء دی یو ډول حشرې په اور له سوځولو منع کړې وه.
حضرت امام احمد بن حنبل د ماهی په اور پخول ترهغه ناجایز بولي ترڅو چې په پوره توګه مړ شوی نه وي. د اسلامي شریعت ستر پوهان او علمي شخصیتونه د حضرت امام شافعي رحمة الله علیه په مذهب کې د ملخ په اور پخول هم په ژوندي ډول منع کوي او وایې چې باید له کباب کولو څخه مخکې ملخ مړ وي او له مرینه یې وروسته په اور باندې کباب کړل شي.
ګرانو لوستونکو!
دا دی اوس تاسې له ځان سره فکر وکړﺉ چې د اسلام په نامه چې کوم کار ځېنې وسلوالې ډلې کوي له اسلامي شریعت او د الله تعالی له ځانګړو لارښوونو سره تر کومې کچې پورې اړخ لګوي؟
هرچا چې د اسلام تر نامه او شعار لاندې کوم کار وکړ، له هرڅه مخکې هغه کړنه د اسلام د سپېڅلي دین له نظره وڅېړﺉ او ځان پرې پوه کړﺉ.
سمدلاسه د اسلام سپېڅلي دین ته په بدو او ردو ویلو پیل مه کوﺉ. دا هم د الله تعالی بله لارښوونه ده چې د یوې پېښې په اړه له مسلمانانو څخه د تحقیق او پلټنې غوښتنه کوي، که نه، نو بیا خو به هرومرو له پښېمانیو سره مخامخ کیږﺉ.
د اسلام او د توحید دکلمې تر شعار لاندې ددغه شان کړنو او رسواییو ترسره کولو تر ټولو زیات زیان او بدنامي د اسلام په لمنه کې ور اچول کیږي. باید هغه کسان چې دغه اعمال او کړنې ترسره کوي پدې وپوهیږي چې الله تعالی به هروخت چې وي له هغوی څخه د خپل دین او خپل شریعت د بدنامۍ انتقام ښه په کلکه اخلي (إِنَّ اللّهَ عَزِيزٌ ذُو انْتِقَامٍ)۴۷ ، سورة ابراهیم

والله اعلم بالصواب

اللهم اشهد اللهم انی قد بلغت