د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اولاد په روزنه کې (۲۰) تېروتنې

شریف 07.07.2015 12:06

ګرانو او درنو لوستونکو غواړم د لوی الله تعالی په مرسته سره هغه شل تېروتنې په خپله دې لیکنه کې را ټولې کړم د اولاد په روزنه او له هغوی سره یې په اړیکو او ناسته ولاړه کې مونږ ترسره کوو. دا تېروتنې په لاندې ډول دي:
1. غوصه او قهر: ډېری وخت داسې کیږي چې مونږ خپلو اولادونو او بچیانو ته په داسې شیانو په غوصه کیږو چې د غوصې او قهر ځای پکې نه وي. په حقیقی توګه زمونږ غوصه او قهر له هغو نورو اسبابو او د ژوند له بوج او سختیو رامنځته شوی وي چې په اولاد او بچیانو پورې هېڅ تړاو نلري. مونږ باید د ژوند له سختیو او ناخواله را پورته شویو تکلیفونو اود اولاد او بچیانو سره د اړیکو ترمنځ فرق او توپیر وکړو، پرې نږدو چې زمونږ بچیان او اولادونه زمونږ په بل ځای کې د غوصه کېدو وروسته د غوصې سړولو ځای وي.

2. سپکاوی: کله نا کله پلارونه یا میندې د خپلو بچیانو او اولادونو یو خاص مشکل یا د زیان ټکی د خپلو خپلوانو، ملګرو او شناخته کسانو په مخ کې یادوي، له یادونې موخه او هدف دا وي چې په ناسته کې پرې خندا او مسخرې برابرې شي. د بېلګې په توګه : دا زما بچی په خپله بستره کې میتیازې کوي، د بچې مې ژبه بندیږي، لور مې زیاته وېریږي او داسې نور... همدا مهمه موضوع ددې لامل شي چې دغه شان زوی او لور بیا په خپل ژوند کې د خپل پلار یا مور سره کینه پیدا کړي، بیا ددې لپاره ځان چمتو کوي چې له خپل مقابل لوري غچ واخلي.


3. څارګري: هېڅکله دا نه ښایې چې د خپلو ماشومانو او اولادونو کالي، بکسونه او نور اړونده سامان د هغوی له اجازې پرته ولټول شي، دا ډېره مهمه ده چې د پلټنې څخه مخکې د خپلو بچیانو او اولادونو اجازه او هوکړه مخکې له مخکې ترلاسه شوې وي. که داسې ونه شي نو د پلار اومور اړیکې له خپلو اولادونو سره سختې زیانمنولای شي او د ټولو ترمنځ د بې باورۍ او بې اعتمادۍ لپاره لاره هواروي.

4. څارنه: مونږ ځینې وخت د خپلو بچیانو او اولادونو د ټولو کړو او وړو داسې څارنه کوو لکه کمپیوټري کامرې یې چې د ۲۴ ساعتونو په دوران کې ترسر کوي. بیا د دغه شان څار وروسته مونږ دا ګيله هم کوو چې اولادونه مو خبرې نه مني او یا یې شخصیتونه کمزوري او نا کاره را پورته کیږي. مونږ ته دا ښایې چې هغوی ته داسې چاپېریال برابر کړو ترڅوهغوي له خپلې آزادۍ او خپلواکۍ سره سم پکې تصرف وکړي او ددې په خوا کې دا وېره ورسره نه وي چې د مور او پلار تر څارلاندې دي. دغه شان کړنه او چاپېریال کولای شي اولادونو ته په خپل ځان د باور او اعتماد لاره هواره کړي.


5. وهل: د اولادونو وهل او ترټل هغه ورانکاره روزنیزه چاره ده چې د هغوی ټول ژوند او راتلونکی ته ګواښ را منځته کوي. دا ډول چلند د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له سنتو او تربیوي تګلارې سره هم له یوې مخې په تضاد کې دی. حضرت ام المؤمنین عایشه رضی الله عنها وایې چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم هېڅکله هم کوم څوک په خپل لاس نه دي وهلي، که هغه ښځه وه او که آن مریی وو، مګر داچې د الله تعالی په لاره کې جهاد وکړي.

6. لاسوهنه او مداخله کول: د اولادونو او بچیانو د ژوندانه په ټولو چارو کې لاسوهنه او مداخله کول هېڅ ښه کار نه دی، لکه د هغوی په کاليو، ډوډی او یا ساعتېریو کې لاسوهنه او مداخله کول. ددغه کار ترسره کول داسې کوچنیان او ځوانان ټولنې ته وړاندې کوي چې هېڅکله هم په خپل ځان بسیا او باوري نه وي او د ژوند په ډېری چارو کې خورا بې واکه او ناتوانه خوځښت کوي. پدې لاره کې باید د خپلو بچیانو سره داسې چلند ولرو چې په اړونده چارو کې ورته مناسبه مشوره او سلا ورکړو او له لېرې د دوی چارې تر شرعي او اخلاقي کنترول لاندې ولرو.


7. په پالنه کې مبالغه: داسې چې مونږ خپل یو ماشوم ته چې یا ناروغ وي او یا مو یوازنی کوچنی وي، دومره زیاته پاملرنه وکړو چې په هغې کې مبالغه وي او تر عادي حد او پولې اوښتی وي، چې دغه شان کړنه ډېر وخت کوچنیان د خپل مور او پلار په وړاندې سرکشۍ او بغاوت ته را ولي او په پای کې خبره دې ته رسېږي چې کوچنی په ټول کور باندې حاکمیت او واک چلوي.

8. بدل: دا ډول کړنه هغه کړنه ده چې یو پلار یا مور ددې هڅه وکړي چې په خپلو بچیانو او ماشومانو کې هغه عادتونه او کړنې چې په هغوی د کوچنیوالی په وخت کې نه وې، را منځته کړي. والدین دغه ټول څيزونه په داسې شکل ترسره کول غواړي چې د دوی د بچیانو او اولادونو له خدای ورکړو قدرتونو او لیوالتیا سره اړخ نه لګوي. زه یوه داسې مور پېژنم چې د انګلیسي ژبې په زده کړه کې یې په خپلو اولادونو زیات ځواک وکاراوه چې اوس هغوي په خپله مورنۍ ژبه خبرې نه شي کولای او د قرآنکریم په لوستلو کې هم بې وسې دي.


9. ملاتړ: بې ځایه او له عادي پولې ور هاخوا د بچیانو ملاتړ او زیاته حمایه دې ته لاره هواروي چې یو ډارن او یا سرکشه بچی په کورنۍ کې را پورته کړي. بې مسؤولیتي به په دغه شان بچیانو کې زیاته وي او د راتلونکی لپاره به هېڅ ډول هیلې او د پرمختګ اراده پکې نه ترسترګو کیږي. ډېر ژر به د بد اخلاقو او کړنو لوري ته د اوښتون چانس پکې رامنځته شي. پدې چاره مونږ ته دا لازمه او ضروري ده چې تل د خپلو بچیانو سره متوازن او په تله برابر چلند ولرو.

10. پاملرنه: مونږ ډېری وخت د خپلو بچیانو د ځېنو کړنو په اړه له ثبوت او اثبات څخه پرته په هغوی تور لګوو او یا ورته د تور ګوته نیسو، دا په داسې حال کې چې مونږ دغه ټول تور او اتهام یوازې له خپل فکر او سوچ څخه را ایستلي وي. دا هغه وخت وي چې کوچنیان مو زمونږ په وړاندې په بدۍ فکر کول پيل کړي. له مونږ څخه د هغوي باور او نیک اعتماد ورک شي. هغوي ورو ورو پدې فکر او تصور کې وي چې کله به داسې مناست او سم وخت ورته په لاس ورشي چې د خپل پلار او یا مور څخه غچ واخلي.


11. زیات انتقادونه: مونږ په خپلو بچیانو او ماشومانو د هرې ورځې په بهیر کې زیات انتقادونه کوو او تل د هغوی په کړو وړو باندې ګوتنيونه کوو، زمونږ دغه شان کړنه په پایله کې دې ته ورسیږي چې هغوي په خپلو کړنو او ویناوو او تصمیمونو کې زړه نا زړه شي او تل د خپل فکر کولو لاره ورته بې باوره ښکاره شي. پدې لاره کې ښه او مناسبه تګلاره داده چې له هغوي سره ډېرې ښې خبرې وکړو او د هرڅه په اړه ورته کافي معلومات او نصیحت وړاندې کړو. دا په ډېره ښه وي که په اړونده موضوع باندې کومه عملي کیسه یا نقل ورته ووایو.

12. تل انتقاد کول: یو پر بل پسې انتقاد کول په خپله د انتقاد کولو او د هغه ارزښت له منځه وړي او په پایله کې بالآخره مونږ دې ته نه رسېږو چې رغنده لاره خپلو بچیانو او ماشومانو ته برابره کړو. له خپلو کوچنیانو او بچیانو سره باید دهغوي په وړو او کوچنیو تېروتنو سترګې پټې کړو او په ډېرو نیکو الفاظو ورته سمه لاره وښایو. دهرو دریو تېروتنو او بدو کړنو په وړاندې یوازې یو ځل ورته نصیحت وکړو، ترڅو هغوی زمونږ له لیدو ماړه نشي او تل دې ته لېواله وي چې زمونږ سره مخامخ شي او کتنه مو ورته په زړه پورې وي.


13. اولادونو ته دعاء نه کول: مونږ په زیاتو وختونو کې د خپلو بچیانو او اولادونو لپاره د الله تعالی دربار ته دعاء کول هېر کړي وي، آن تر دې چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم راته د هغوی له پیدایښت څخه مخکې د دعاء کولو لارښوونه کړې ده او فرمایلي یې دي: "اللهم جنبنا الشيطان وجنب الشيطان ما رزقتنا". هرهغه وخت چې مونږ دغه یاده دعاء هېره کړې وي نو داسې اولاد او بچیان را ته په نصیب شي چې هغوی مخکې له مخکې د شیطان له خوا زیانمن شوي وي او پدې سره مونږ هم ورسره په بدبختۍ کې ککړ شو.

14. دلوبو ګډوډي: دا په داسې شکل وي چې مونږ خپل بچیان او کوچنیان پرېږدو چې په بریښنایې توکو خپلو لوبو ته بې له کنټروله مخه وکړي. دلوبو وخت او ځای نه وي معلوم، تل باید هغوی ته وخت او د لوبو ډول وښایو او داسې لوبو او ګېمونو ته یې پرې نږدو چې د دوی سترګو، ذکاوت او اخلاقو ته زیان واړوي. د لوبو په کولو کې باید یو خاص مهال ویش وجود ولري، ترڅو په ټولو وختونو کې په لوبو آخته او بوخت پاته نه شي.


15. په دوستانو پورې خندا: دا په هغه ډول وي چې مونږ د خپلو کوچنیانو په ملګرو، ټولګیوالو او دوستانو پورې ـ چې عمرونه یې له ۱۰ کلونو تر څوارلسو کلنو پورې وي- خندا او مسخرې وکړو. د ژوند دغه مرحله یوه داسې مرحله ده چې کوچنیان په دغه وخت کې دخپل مور اوپلار څخه زیات په خپلو ملګرو او ټولګیوالو پورې تړلی او بسته وي. دا به سمه لاره وي چې د هغوی دوستان او ملګري وپېژنو او له هغوی سره د خپلو کوچنیایو راتلونکی تنظیم او تر خپلو لارښوونو لاندې وساتو.

16. تیارې د حل لارې : کله نا کله مور او پلار یا د کورنۍ نور مشران خپلو بچیانو او یا کوچنیانو ته له مشکلاتو سره د مخ کېدو په آن تیارې د حل لارې ورکوي. دغه شان کړنه په بچیانو او زمونږ په اولادونو کې د فکر کولو، تدبیر نیولو، حل لارې موندلو ټولې قوې او ابتکارونه له منځه وړي، او په خپل ځان او فکر باندې د تکیې کولو پرځای، هغوی کوښښ کوي په خپل مور او پلار یا د ټولنې په نورو غړو تکیه ولري. پدې شکل سره هغوي خپل ژوند د نور په اراده او صلاحیت باندې پرمخ بیایې.


17. د قانون او مقرراتو نشتوالی: دا هغه شکل ژوند دی چې په کور کې د هېڅ اړخ لپاره یې قانون او مقررات وجود ونلري او کوچنیان او اولادونه په ګډوډۍ او بې نظمۍ کې را لوی شي. په خوراک، د کورپه سامان آلاتو، کالیو او له ملګرو سره د اړیکو په اړه هیڅ ډول قانون او مقررا ت وجود ونلري. پدغه شان حالت او کورني چاپېریال کې اولادونه له واکه ووځي او خپله کورنۍ په خپل واک او صلاحیت کې نیسي. دهمدې په خاطر باید ښه قوانین او مقررات ولرو او د هغو په تطبیق او پلي کولو خورا جدی و اوسو.
18. د زړه ماتوونکو کلماتو کارول: سردې ماتوم، مرۍ دې غوڅوم، بد مې راځې، وژنم دې... او داسې نورې جملي او کلمې چې تل زړه ماتوونکې او یا په بل عبارت سره زړه بوږنوونکې وي، کله یې چې مونږ د غوصې په آن خپلو کوچنیانو او اولادونو ته کاروو، هغوی له خپل ځان سره په کرکه او بدبینۍ را روزو او پدې توګه سره هغوی تل غچ اخیستونکي او په دښمنۍ باندې را لویوو.

19. نا ورته چال چلند: کله چې یو ماشوم خپل پلار، مور یا بل کوم مشر ته ښکنځل وکړي یا یې ووهي مونږ ورته خاندو او یا یې نورهم تشویق کوو، خو کې یې بیا میلمنو او نورو پردیو کسانو ته ښکنځل وکړل بیا یې وهو یا یې سخت رټو. دا پدې معنی کیږي چې یوشان عمل دوه شان عکس العملونه را پورته کوي، همدا لامل وي چې دغه شان کوچنیان چې کله لوی شي، زر بدلېدونکي شخصیتونه لري او په خپل ژوند کې د یوه ناورته طبيعت څښتنان شي.


20. زیاته بوختیا: د مور او پلار زیاته بوختیا او ټوله ورځ کې له خپلو ماشومانو لېرې پاته کېدل لوی هغه زیان دی چې له دې سره سره بیا هم ځېنې مورګاني او پلارونه ددې تمه لري چې کوچنیان یې دې خورا په ادب او مخکښ او لمونځ ګذاره لوی شي، چې دغه شان کېدنه یوه معجزه ده. که دغه شان څه غواړي نو بیا باید له خپل وخت څخه خامخا خپلو بچیانو ته څه وخت ورکړي چې په ريښتیا هم هغه شان کسان شي چې دوی یې تمه لري.
ګرانه مسلمانه پلاره یا ګرانې مسلمانې مورې!
دغه شل هغه ورانکاره تېروتنې دي چې ستا سو د زړونو ټوټې درته په ښامارانو بدلولای شي نود الله تعالی په مینه له هغو ځان وساتي