د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان مېرمنې ولې له کوره بهر خوندي ندي؟

شریف 08.04.2015 12:17

پرون مې د افغان مېرمنو له کوره بهر د نه خوندیتوب په اړه د بښنې نړیوال سازمان راپور واورید. له زیاتې مودې په دې اړه ما او زما ځېنو ملګرو کار کاوه چې اصلي لاملونه او د خوندیتوب لارې چارې یې ومومو. دا لومړی ځل دی چې د بښنې نړیوال سازمان په رسمي توګه په هغه څه باندې ښه په واضحو او ښکاره الفاظو د خپل راپور په متن کې اقرار کوي چې له کلونو کلونو کاره وروسته هم افغان مېرمنې له کوره بهر خوندي ندي. له حکومتي چارواکو نېولې تر نړیوالو سازمانونو او ادارو پورې ټولو به دا ویل چې په افغانستان کې د ښځو د ژوندانه په اړه زیاتې لاسته رواړنې لري، هر څه ګل او ګلزار دي او افغان مېرمنې د ټولو نور افغانانو په شان په خپله ټولنه کې خورا ښه او هوسا د عزت ژوند لري، چې حقیقت دا نه وو او بالآخره همدا د بشر او ښځو د حقوقو ټېکه داران او د پردې تر شا وږي لیوان پدې سره یوه خوله شول چې نه! لا هم هر څه لرې دي او د نږدې څوارلسو کلنو په تېریدو سره هم کوم خاص بدلون چې د افغاني ټولنې او په هغې کې د مطلق اکثریت له دین او مذهب سره اړخ ولګوي، نه دی راغلی. ډېری څېړونکي پدې فکر دي چې تریوې لسېزی زیات موده یوازې په دې ولګول شوه چې بشر او ښځو د حقوقو د بریا او تحقق لپاره د یوې پروژې په شکل کارشوي، پرګرام او کاري شاخصونه یې هم له بهرنیانو را کاپي شوي دي، په داسې موضوعات باندې زیات تمرکز شوی دی چې هغه په نورو ټولنو کې زیات ارزښت لري خو په افغاني ټولنه کې چې یوه اسلامي او عنعنوي ټولنه ده، کوم خاص ځای او وزن نلري.
زما ښه یاد دي چې د عدلیې وزارت د تقنین په اداره کې د ښځو پر وړاندې د زورزیاتي او تاوتریخوالي د مخنیوي قانون مسوده باندې علمي او قانوني بحث لپاره یوه غونډه راغوښتل شوې وه او زه هم پکې له یوه لوري ور ټاله شوی وم. زه د وخته خپل ځای ته ورسېدم او هلته د ناستې د پیل کېدو او دنورو غړو د رارسېدو په انتظار وم. هر څه او هر حرکت ته مې سخت زیات په ځير ځير کتل. نارینه او ښځینه کارکوونکي راغلل او ددوی ترمنځ مې د هر لفظ تبادلی او کارونې ته هم ښه غوږ نیولی وو. زما هڅه او هاند دا وو چې په یوه لنډه خو ژوره کتنه باندې د خپل ځان لپاره دا ثابته کړم چې د ښځو په اړوند زمونږ د ټولنې کسان او هغه هم دولتي رسمي کارکوونکي ترکومې اندازې د هغه څه چې مونږ ورته قانون وایو مراعت او تطبیق ته غاړه ږدي. له هرڅه مخکې زما پایله د لومړۍ لیدنې دا وه چې تر اتیا سلنې زیات مونږ لاهم له قانون او آن انسانی عادي درانه او په احترام ولاړ تعامل او ټولنیزو راکړو ورکړو لرې پاته یو. دوهمه پایله ماته زیاته په زړه پورې وه: کله چې ناسته پیل کېده، د ناستې په غړو کې د ډېرو دولتي او غیردولتي ادارو استازی ناست وو، چې پدې کې زمونږ سره د افغانستان دبشر د حقوقو د خپلواک کمسیون استازی هم ناست وو. پدې وخت کې د ښځو د وزارت استازې راغله او ناستو غړو سره په ناسته کې کیناسته. له ناستي مخکې زما د بشر دحقوقو د ادارې په استازي باندې فکر وو چې هغې خوارکۍ ته یې له دروازې راننوتلو تر ناستې ځایه پورې څوځله سر تر پایه وکتل. ما له ځانه سره وویل چې دا د بشر د حقوقو کومه معاینه به وي....؟؟؟
او یا به همدې کار ته د بشردحقوقو ساتنه او ژغورنه وایې. په هرحال، زه د خپلو لسو کلنو علمي او عملي تجربو دې ورسولم چې لاندې ټکي ښه په زغرده خپلو ګرانو هېوادوالو او په ځانګړې ټوګه خپلو درنو خویندو او میندو ته ډالۍ کړم:
د ښځو د حقوقو او خوندیتوب په اړه خنډونه:
• لکه څرنګه چې ټولو لوستونکو او ګرانو هېوادوالو ته جوته ده چې زمونږ هېواد یو سنتي اسلامي هېواد دی، همدا لوی لامل دی چې دلته نه یوازې ښځې له خپلو حقوقو او د هغو له لاسته راوړنو ناخبره دي، بلکې نارینه هم په داسې یوه ګردآب کې نښتي دي چې دهغوی لپاره هم دا ګرانه او سخته ده چې دخپلو حقوقو اود نورو دحقوقو په اړه دې په علمي او اسلامي ټولنیزه ړنا کې ژوند ولري.
• بې ځایه او غیر انساني داسې دودونه چې نه یوازې د ښځو ژوند یې ګران او بې خونده کړی، بلکې د نرانو په ژوند یې هم داسې تور ټوکر خور کړی چې ښځه او نر یې دواړه په خپل ژوند پښېمانه کړي دي.
• د افغانانو په ژوندانه او کلتور باندې سخت ژور او هراړخیز یرغل چې د دوی د ژوندانه هرڅه له یوې مخې د تباهۍ په لوري وړي.
• د مناسبې علمي، اخلاقي او تربیوي ټولنې نه شتون او هغه ګوډ او مات څه چې د افغانانو په ژوندانه کې دهغو له منځه وړلو ته خو په لوی لاس او له لوري کار کیږي.
• په ټولنه کې د غیر اخلاقی او غیر مذهبي خپرونو او سریالونو شتون په مسلسل ډول د هغو په ټولنه په عادي او سپین سترګي ډول خپرول
• د کورنیو او په ټولنه کې د لوڅو او بې پردې کالیو او جامو کاریدنه او په عین موضوع باندې غیر سالم او غیراسلامي رقابت چې له یو تر بل بدتر کالي باید وکاروي. تردې سخت لوی مشکل او خنډ دادی چې هر هغه څوک چې شرعي کالی واغوندي او یا شرعي حجاب او پرده مراعت کړي، هغوی ته د وروسته پاتې یا تیاره آندو په سترګه کتل کیږي.
• د ډېرو شیطاني او کفري ادارو شتون چې د بې حیایې او بې پردېتوب لپاره کاري پلانونه او کړنې ترسره کوي. له افغان ښځو کار اخلي او په خپله ټولنه کې یې د بې پردېتوب او بې حیایې لپاره په کوڅه او بازار کې د عامو خلکو په وړاندې څرګندوي.
• د کورنیو بې پروا او بې پوښتنې کلتور چې کله نارینه یا ښځینه له کوره بهر ځي، داسې څوک نشته چې له هغوی پوښتنه وکړي چې چېرته او د څه لپاره تللي وو. هر څوک په خپل سر او دخپلې ارادې سره سم حرکت کوي او بیا چې کله پایله ښه نه وي بیا ټوله پړه د سرک په کوڅه ډبو ځوانانو او نورو باندې اچوي.
• د عصري ډیجیټل تکنالوژۍ خورا چټک پرمختګ او د هغو د هرې آسانتیا خورا بې واکه او بې ځایه کارونه په ټولنه کې داسې ناخوالې را پورته کوي لکه چې ننه ورسره افغان ټولنه له ښځو نیولې بیا ترنارینه او کوچنیانو پورې له یوې مخې په بلا سر شوې ده.
• په ټولنه او کورنیو کې د اسلامي علومو او آدابو په اړه بې خبري او له هغو سره د نه لیوالتیا حالت اوس ټولنه سخت یوه خطرناک لوري ته په مخه کړېده.
• د ريښتینو او بې پرې اسلامي او تربیوي مرکزونو نه شتون یا سخت کمښت هم ټولنه کې خپل اغېزلرلی دی چې اوس هیڅ داسې یو منظم خوځښت نه شته چې په افغاني ټولنه کې په زړه سوي او اسلامي عقیده ولاړ بې پرې او له مادیاتو پرته د اصلاح او تاهیل لپاره منظمې منډې وکړي
• په ټولنه کې د اسلامي او کفري بلاکونو ترمنځ داسې یو خطرناک ټکر روان دی چې ټولنه یې په رواني او عملي ډول د افراط او تفریط ښکار کړېده. له یوې خوا ځېنو وحشي کسانو فرخنده ووژله او بیا یې اور ورته کړ، له بلې خوا په هماغه جمعه ځینو ملا امامانو دغه یاد عمل د منبر په سر سخت وستایه او له بلی خوا ځینو کسانو بیا په رڼا ورځ قرآنکریم ته اور ورته کړ او بیا عسکونه په ټولنیزو انټرنټي پاڼو باندې خپاره کړل او ورسره لیکلي یې وو چې: دا دی مونږ قران سوځوو راشئ زمونږ څخه یې بدل واخلئ!... مونږ مسلمانانو په خپله دا موضوع له شرحې او پوهاوي پرته داسې توره بلا کړېده چې اوس یې هرڅوک په آسانی سره د خپلو موخو لپاره کاروي او خلک به په رڼا ورځ وژني او بیا به یې سوځوي او ځېنې بې خبره ملایان او ملا امامان به یې د منبر له سره ملاتړ او تایید هم کوي. که چېرې مونږ د کفري ځواکونو په موخو ځان ښه پوه کړو بیا به ډېره آسانه وي چې په الهي سپېڅلیو لارښوونو او مبارکو نبوي ملغلرو اول خپل ځان، خپله کورنۍ او خپله ټولنه له دغسې افراط او تفریط څخه وژغورو.
• په پای کې ترټولو خورا سخت او دردونکی خنډ دا دی چې د تېرو څوارلسو کلونو افغاني حکومتونو تل له یادې مسئلی سره د یوې ډېرې بې ارزښته موضوع په شکل معامله کړېده. تر اوسه پورې مونږ کومه ملي او ټولنیزه ستراتیژي نلرو چې د افغاني ټولنې د یوې برخې په اړه دې د ښه والي چاره را په مخه کړي. نړیوالې ټولنې ته په لومړي سر کې کرزي صاحب دومره درواغ ژمنې ورکړې چې په پای کې ترینه ڼړیوال ستړي شول او له هغو وروسته یې د کرزي صاحب وینا د ټوکو په سترګه کتل. اوس اشرف غني صاحب هم د امریکا کانګرس ته خورا رنګینه وینا وکړه خو خداي جل جلاله مودې اوس خیر را پېښ کړي چې د اشرف غني خبرو او ویناوو ته هم بیا څو کاله وروسته نړیوال د افسانوي افکار په سترګه ونه ګوري چې د تاریخ په صحفو کې به د افغانانو نوم او نښان ته سخته پرېووځي. د ملي وحدت په حکومت کې هم د امریکایې منتر په زور داسې ناورته څېری سره راټولې دي چې والله سړي یې په کورني کچه په خبرو او ویناوو شمېږي. اوس تاسې فکر وکړي چې کرزی صاحب پدې ونتوانید چې د ښځو لپاره خوندي چاپېریال رامنځته کړي نو د اشرف غني د ملي انتیک حکومت په لومړی سرکې خو د فرخندې کیسه د هېچا څخه پټه نده.
د ښځو لپاره د خوندیتوب څوټکي:
• د افغاني ټولنې نه یوازې هره خور بلکې هر ورور دې هم په اسلامي تربیه او پوهه سمبال شي.
• هر شخص دې دخپل ځان په اصلاح باندې کار وکړي او له هغې وروسته دې له نورو سره هم لاس اومرسته وکړي.
• د ښځو په اړه باید د ټولنې ټول غړی د سپر او اسلامي دفاع حیثیت ولري او په خپل ټولنیز ژوندانه کې باید هغوی ته یو ځانګړی حیثیت ورکړل شي.
• په ټولنه کې باید په نیکو امراو له بدیو او بدو کړنو مخنیوی وشي.
• خویندې باید شرعي حجاب مراعت کړي او د الله تعالی له لارښوونو سره سمې په ټولنیز ژوندانه کې برخه واخلي.
• د ټولنې ټول غړي باید له خورا درنو او ښو اخلاقو او کرکټرونو کارواخلي چې په پای کې د ټولنې لوړمعیار او ارزښتناکه درجه هم ښه اخلاق او دروند چلند شي.
• نارینه باید د ښځو د مراقبت پر ځای لومړی د خپل مراقبت وکړي او دغه شان کړنه ددې یوه ښه بېلګه کړي چې ښځینه هم ترینه عبرت واخلي.
• ښځینه غړی په ټولنه کې ددې لپاره لاره هواره نکړي چې نارینه د هغوی په وړاندې د خنډونو رامنځته کولو په سوچ کې شي.
• تل خپلو اولادونو ته په یوه ډول د اخلاقو او نیکو کړنو، شرعي او لوړو انساني معیارونو په اړه معلومات باید ورکړل شي چې په خپل ژوندانه کې یې د لوړو بېلګو په توګه وکاروي.
• په کورنیو او د ټولنې په هر برخه او څانګه کې له یو او بل سره په شرعي او افغاني آدابو برابر د داسې ناستو او ولاړو، راکړو ورکړو لپاره یوه منظم سیستم رامنځته شي چې د ټولنې ټول غړي پکې برخوال وي.
• د افغاني کورني ټول غړي دې له لومړي سره پداسې پوهه سمبال شي چې بیا یې هېڅوک د تېرایستلو توان ونلري. پدې کې هغه بې دینه او بداخلاقه تعویذ لیکوونکي هم راځي چې د اسلامي نقاب ترشای یې د خلکو مال او عزت ته سترګې پټې کړې وي، هغه وږي لیوان هم را په ګونډو کیږي چې د ښځو د حقوقو تر سر لیک لاندې زمونږ د خویندو او تور سرو عزت ته ناست وي، هرهغه بل شیطان صفته کس هم راځي چې په یوه او بل نامه زمونږ د ټولنې د غړو د عزت او دین د لوټولو پلان ورسره وي. دغه شان ښه پوهه او عملي اسلامي ژوند د ټولنې د غړو په بهیر کې د جرمونو په کمښت کې هم خورا لویه ونډه لرلای شي.
کله چې په یوه ټولنه کې معنوي او اخلاقي نورمونه له منځه ولاړ شي او یا یې مادي اړخ په معنوي او اخلاقي اړخونو برلاسی شي، په دغه شان ټولنو کې د ښې ورځې تمه دلیونتوب لویه علامه شي. هره هغه بشري ټولنه چې خپل اصول او د ژوندانه معیار هېر کړي او د پردیو په کانو سر شي، په هغې کې د ښې ورځې راتګ محال بلل کیږي.
د یوې داسې ورځې په هیله چې نه څوک ښځه وځوروي او نه څوک بې ځایه د ښځو دحقوقو په نامه پروژې واخلي او په پای کې بیا په خپله اقرار وکړي چې افغان مېرمنې له کوره بهر خوندي ندي!...