د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کریم آغاخان فرانسوي روغتون چور او ناروا

شریف 24.02.2015 11:51

له هغه وخته چې د یاد روغتون د بنسټ کاري ډبره په ګران هېواد افغانستان کې دیوې پټې او خائنې معاملې په ترځ کې ایښودل شوې ده، افغان بې وزله ولس ترېنه د خیر او برکت ورځ نده لیدلې. تل دغه روغتون ورته داسې څه د روغتیایې چوپړ تر نامه لاندې وړاندې کړي دي چې د هغوی روغتیا او صحت یې لاهم له مشکلاتو او ګواښونو سره مخامخ کړی دی. نوموړی روغتون د کریم آغاخان د مذهب د کسانو له خوا اداره کیږي او د همدې مذهب په پوره چوپړ کې په روغتیایې چارو ترزیاتې کچې پورې بوخت دی. کیدای شي چې د یاد روغتون ځېنې قانوني سرغړونې او د افغانستان ملي ګټو د نه ژمنتیا ټکي په لاندې ډول یاد کړو:
• هر هغه ناروغ چې د کریم آغاخان فرانسوي روغتون وروړل شي چې ډېری پکې ماشومان او کوچنیان معالجه کیږي، له هرڅه مخکی د هغه د رنځ په اړه تړلي او نا تړلي داسې معاینات پرې ترسره کیږي چې د مالي پلوه د روغتون د ادارې لپاره ګټور تمام شي.
• کوم کوچنی چې روغتیایې حالت یې نازک وي او په طبي اصطلاح (اکسپایر)کېدو ته نژدې وي، په یوه او بله بهانه له روغتون څخه دولتي روغتونونو ته لیږدول کیږي. ددې شان موضوع په اړوند زما خپل زوی احمد یو ښه عملي مثال وو چې په ۲۰۱۰ زیږدیز کال کې د سینه بغل د سختې ناروغۍ له امله لومړی کوما ته لاړ او کله یې چه حالت سخت شو یوازې په یوه ساعت کې یاد روغتون هغه له خپل انګړ څخه ویوست او د اتاترک د کوچنیانو دولتي روغتون ته یې واستاوه. د اتاترک د کوچنیانو دولتي روغتون هم د همدې آغاخانی روغتون په خواکې دی.
• د بستر او درملو بیه د روغانو د معالجې په آن دومره لوړه ده چې کله بیا تاسې هماغه درمل په آزاد بازار او یا له آغاخانی درملتون څخه بهر وپېرﺉ نو حال به درته معلوم شي چې یاد شوی کرغېړن روغتون نه بل وژنتون ترکومې کچې ظلم او ناروام کوي او افغانان له رنځ سره به اقتصادي مرګ وژني.
• د کریم آغاخان د فرانسوي روغتون د ګرمولو لپاره له داسې یوه سیستم څخه کار اخیستل کیږي چې ټوله د شا او خوا هوا ککړوي او تر زیاتې کچې یې دود او لوګې د اتاترک او علی آباد په روغتونونو پرې ووځي او ددې چارې د پوښتنې او ګرویږنې لپاره تر ننه پورې هم څوک پیدا نشول. ما یاده موضوع د چاپېریال ساتنې د ملي او خپلواکې ادارې د مرستیال ملکیار صاحب سره هم مخ په مخ شریکه کړه اما داسې ښکاري چې د هغه زور ترې کم وو او ویې نشو کولای چې یاد لوګي او دود ته د حل مناسبه لاره پیدا کړي.
• د کریم آغاخان فرانسوي روغتون چې کله په کار پیل وکړ له هغی وروسته یې په مسلسل ډول ددې هڅه کوله چې د اتاترک روغتون چارواکي پدې تطمیع کړی چې د فرانسوي روغتون د پراخوالي او د اتاترک د روغتون د ساحې دنیولو په اړه خپل آواز ووچت نکړي او ددې په بدل کې یوڅه زهر قاتل ترلاسه او چپه خوله غوره کړي. چې همداسې وشول. اوس یې د اتاترک ملي روغتون ساحه ونیوله او د پیسو په زور پکې راج چلوي.
• د روغتیا وزارت سره د بلې تورې معاملې په اړه یې محور ورځپاڼې دا ډول کارته ښه مستنده ګوته نیولې ده چې دوه میلونه سبسایډي په کلنۍ توګه ورکول کیږي او له شکه پرته چې د روغتیا وزارت لوړپوړي چارواکي به پکې ښه تر غوږونو ښکیل وي او ښه ثبوت یې د اړوندې چارې په اړه د یاد وزارت د ویاند کنشکا ترکستانی چپه خوله نیول او د هیڅ ډول بیان نه ورکول دي. ترکستاني په دې پوهیږي چې که څه وایې نو داسې نه چې دده پښه او لمنه هم پکې ګیر نه او دا چې چا چې دی د وزارت ویاندۍ ته رسولي هغه ورته په غوصه شي.
• د ولسي جرګې د روغتیایې چارو د څارنې او ارزونې ډله له تېر دوره لا تر اوسه پدې نده توانېدلې چې ددغه شان تورو او بدو اختلاسونو مخه ډپ کړي. اوس بیا ورسره داسې مینه پیدا شوې ده چې د ولسي جرګې د رخصتۍ څخه وروسته باید یاده موضوع د بحثونو او څېړنو په اجندا کې شامله او د ولس استازي پرې له سره بحث وکړي. دغه شان په ملي ګټو د سودا او معاملو د قرارداد کولو مخه ونیسي. که څه هم دا وېره شته چې بیا هم د ولس استازي پدې لومه کې د پیسو او زور په کارولو سره په ګونډو نشي خو اوس لږ هیله شته چې موضوع زیاته ښکاره شوې ده، داسې به نکیږی چې ولسې استازی ټوله موضوع له پیسو سره په بډه ووهي.
• د کریم آغا خان دفرانسوي روغتون د بازار موندنې اداره د یوې پټې پالیسۍ په اساس له مختلفو هغو ډاکټرانو سره اړیکې ساتي چې خپل رنځور کسان د ډاډه معایناتو تر عنوان لاندې آغاخاني یاد روغتون ورواستوي او ددې کار او اړیکې په بدل کې یوه حاصه اندازه کمېشن یا ارزښتناکه ډالۍ ترلاسه کړي. پدې ډالیو کې د دوبۍ سفر، طبي لوازم، لپټاپ کمپیوټرونه او داسې نور توکي راځي چی ډاکټرانو ته د هغوی رنځورانو د شمېر او دهغوی د شهرت او علمي کدر او تجربوي اساس په تله ورتلل کیږي.
هيله ده چې ددغې ورانکارې پروژې او یا دې ورته نورو ورغتیایې پروژو مخه زر تر زره ونیول شي او افغان ولس یې له شره او چور اوتالان په امان کې وساتل شی.
خدایه! ته مو هېواد او خلک له دې شان شرمخانو او بې شرمه لېوانو په خپل امان کې وساته.
د یوه ښه روغ او صحتمند افغانستان په هيله ...