د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اشرف غني د څارګرو په توره لوخړه کې

شریف 01.06.2015 12:31

ټول درانه هېوادوال ددې شاهد او ګواه دي چې له کومې ورځې چې ښاغلی اشرف غني افغانستان د واک په ګدۍ ورختلی او ځان ته یې د افغانستان د ملي غوبل د حکومت د ولسمشر تور لقب ګټلی، له هماغې ورځې تر اوسه په دې خوا او هغې خوا منډې وهي، له چا وعدې اخلي او چا ته وعدې ورکوي، چا ته ګوتڅنډنې کوي او چاته بیا عذر او زارۍ کوي، چا ته د جنت د برابرولو ژمنه کوي او چا ته د غوصې په آن توردوزخ ښیې. حال ندی لا معلوم چې کومه سمه او کومه ناسمه چاره ده. د ګران هېواد ټول شته او نشته، مادیات او معنویات یې د سیمیېز او نړیوال قمار به ګرم او تور بې چوکاته بازار کې لوبې ته وړاندې کړي دي.
ولس له خپل راتلونکي له یوه سره بې خبره دی. ګران او په زړه پورې هېواد له سویله تر شماله او ختیځه تر لویدیځه ټول په سره اور کې سوځېږي. هغه لوري ته غم، درد، وینې، مرګ، ژړا، ویر او ماتم دی. ولس دومره ناهیلی شوی چې هرچا ورته دسهار او ګلانو او محبت او اخلاص وعدې ورکړې، اوس په خپل ځان هم باور نشي کولای. څوک پکې داسې دي چې له اشرف غني او عبدالله پرته بل خدای نه مني، څوک داسې دي چې ملا محمد عمر یې ترمعصومیته هم وراړولی دی، څوک داسې دي چې لا اوس هم د لینین او ستالین فکرونو ته بې غوره او ښه په مستۍ ناڅي، څوک داسې دي چې له الله تعالی پرته د سپينې ماڼۍ واکداران خپل روزي رسان بولي او د هغوي کرغېړنه او پوچه دیموکراسي خپل دین او مذهب بولي او له یو څو نورو بیا داسې لاره ورکه ده چې پدې هم نه پوهیږي چې له چا سره او په کوم شکل ځان مل کړي.
په دغه شان حالت او وضعیت کې الله تعالی ډېره یوه طلایې زمینه د نړۍ ټولو تورو څارګرو ادارو ته هواره ورکړې ده چې په بې څښتنه او بې کسه افغانانو خپلې کانې له هرډول وهم او ترس نه پرته ترسره کړي. دا حالت ترهغې کچې رسېدلی چې اوس په هره ناسته کې په ډاګه خلک پدې ویاړي چې فلانې څارګرې اداره سره کار کوي.
زما ښه په یاد دي، د پاکستان په خاوره باندې دهجرت او بېوزلۍ د دور ورځې او شپې وې، زه له پېښور څخه د اسلام آباد پوهنتون ته په یوه کاسټر موټر کې په لاره وم، چې ناببره یوه کس په خپله خواکې له ناست کس څخه پوښتنه وکړه چې ته چېرته کار کوې؟ هغه ورغبرګه کړه: د اسلام آباد په ښار کې د CIA په دفتر کې کارکوم. نور مجلس هم ګرم شو، خو زه سمدلاسه د خیال او سوچونو په ټال لاهو شوم. له ځانه سره مي وویل: داخود امریکایانو جاوسوس او څارګر دی!!! نو څرنګه پدې باندې په ښولو په ډانګ پېیلو الفاظو اقرار او اعتراف کوي؟ دین او حیا ورسره نشته؟ لږ تر لږه نرتوب او میړانه یې چېرته هېره کړې ده؟
له څه کم یوساعت چورتونو او سوچونو وروسته مې سخت نا آشنا ناآشنا ورته په ځيره ځیره وکتل، کس زیات په تشویش کې شو او بې واکه یې راڅخه وپوښتل: ولې دومره بد او ژور ژور راته ګورې؟ ما سخت په غوصه او لنډو الفاظو ځواب ورکړ: ته مسلمان یې؟ هغه راته په مسکا وویل: داڅه وایې؟ ولې به مسلمان نه وم، بلکې مجاهد هم یم. له دې خبرو اورېدو وروسته مې بیا خوله بنده کړه، خوپه زړه کې مې د غوصې د اور لمبې بلې وې او هر شېبه مې غوصه لا نوره هم زیاتېدله او حالت مې له واکه ووت.
چې پدې وخت کې موټر چلوونکي او که کلینر چغه کړه چې لمونځ کوو او بیا ځو!ْ
له موټره را کوز شوم او اودس مې وکړ، غوصه لږ کمه شوه، چې د لمانځه لپاره د تیلو په پمپ کې جوړ شوي جومات ته لاړم او لمونځ مې پیل کړ، د سي آی اې کارکوونکی هم راغی او زما په خواکې یې خپل لمونځ وکړ. کله یې چې سلام وګرځاوه، نو ماته یې مخ کړاو راته ویې ویل: خیر وروره غوصه دې سړه کړه ډېر څه به ووینې! لږ یې سړه خوره.
اوس چې د خپل هېواد مشرانو ته ګورم دهماغه کس خبرې را ته یوه یوه را یاده شي او له ځانه سره ورو شانته ووایم لږ یې سره خوره؟؟؟ اوس نه پوهېږم چې تر کومه یې سړه وخورو؟؟؟ دا توده به کله را ته مخې ته کېښودل شي؟
داشرف غني دې اوسني نظام ته هم چې سړي ښه ځېر شي، الله تعالی شاهد دی چې په پای کې به خامخا دا وایې چې بس لږ یې سړه خوره!
کومه استخباراتي جګړه چې د تېر ولسمشر کرزي په توره او بې مفهومه دوره کې روانه وه، اوس یې له هغه وخته لازیات زور اخیستی دی. نه یوازې داچې د نړۍ د لویو څارګرو ادارو ترمنځ مسابقه شتون لري، بلکې د سیمې د هېوادونو ترمنځ هم هغه څه دلته تېریږي چې انسان یې په یادولو شرمیږي.
اجورتي ایجنټان پکې مزې کوي او لوبه یې ګرمه ساتلې ده، خو د بې وسه او بې خبره افغان ولس یې پکې هرڅه تاله ترغه کړل.
له جمهوري اواجرائیه ریاسته را واخله بیا تر پارلمانه، قضایې قوې، وزارتونو او نورو لویو او وړو ادارو پورې دغه چلند د ورځنی ژوند یوه عاده او بې باکه برخه ګرځېدلې ده. د افغان ولس د خدمت او چوپړ په ځای خپلو بهرنیو بادارنو ته د سر لګول تر هرڅه زیات ګټور او په زړه پورې کار بلل کیږي.
د سوریې او عراق د بدلولونو وروسته چې د اوکراین او له هغه وروسته د یمن او سعودي مسئله رامنځته شوه، امریکایان نور هلته ښکیلتیا ته لیوال شول او د افغانستان مسئله او قضیه یې دلته بریطانیوي لوري ته تر زیاتې کچې پورې پریښودله. بیا د پاکستان وار راغي او له خپل اصلي پلاره یې د غړو بريتو طمعه وکړه. انګریزانو هم ورته لاره او ګودر برابر کړ. په افغانستان کې ډېری مهمې او اساسي څوکۍ هغه چا ته لاس ورکړل شوې چې له پخوا یې رنګ او عادتونه انګریزانو ته ورته وو.
انګریزی راج په چلېدو شو، امریکایې خدایې لږ بې رنګه او پڅه شوله، همدا لامل وو چې د ملي غوبل په حکومت کې هم د مختلفو لوریو ترمنځ لفظي شخړې رامنځته شوې، چې آوازې او ګونګوسې یې د سرچوک د خبرونو په سرلیکو کې ځای وموند. انګریزي ایجنټانو د داعش او نورو ترهګرو ډلو ټپلو ته د سر راپورته کولو زمینه برابره کړه. ټول ګران هېواد یې د پاکستاني لوړپوړو چارواکیو له ژمنو او منډو تړو ته سره سره دجګړو او نارامیو تغر ښه پلن خور کړ.
د ملي غوبل دحکومت مشر بیا په خپلو لیکونو کې پاکستاني چارواکیو ته ضرب الاجلونه ورکوي او ګوتڅنډنې ورته کوي، خو له دې خبر ندی چې په خپل کورکې ورته دغه لومه ایښودل شوې ده او دلته شته او په کار ګومارل شوي پردي څارګر او ایجنټان ورته په یوه آواز وایې چې: لږ یې سړه خوره!
نه پوهیږو چې زمونږ ولسمشر په کوم ملاتړ او ځواک دغه شان لوړ لوړ الووځي؟ که ددغه الووتو اصلی قوه او محرک افغاني غیرت، سیاسي پوهه او ځیرکتیا او په پاي کې په الله تعالی باندې توکل وي خو بیا مو وېره نشته، خو چې داسې نه وي چې څارګرو او چاپلوسانو نه وي تېر ایستلي؟؟؟