د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ملي يووالي حکومت دې شفافه او کاري اداره رامنځته کړي

مبارزمحمدځدراڼ 05.01.2015 19:49

د ملي يووالي حکومت مشرتابه ته په کار ده، چې د هرڅه نه مخکې دټول هېواد په کچه د يوې کاري اوشفافې ادارې د رامنځته کېدو لپاره اساسي کار وکړي،که چېرې موږ يوه سالمه او کاري اداره ولرو،نو دغه اداره کولى شي، چې په ادارو کې کاري اړيکې رامنځته کړي او پدې توګه د ګډوډيو،خپلسريو او شخصي اړيکو ځاى نظم او ډېسپلين نيسي .

زه پدې باور لرم، چې يوه اګا هېوادشموله اداره به نظم،ډېسپلين په دولتي ادارو کې برقرار کړي، د نظم او ډېسپلين په راتګ سره کولاى شو، چې خلکو ته ښه خدمات وړاندې کړو اود خلکو اودولت ترمنځ د باور د فضا د پياوړتيا لپاره پدې لاره کې اغېزمن تمام شي .

ولس هيله مند دى، چې د ملي يووالي حکومت به دې ټکي ته ډېر ژمن وي، چې په ادارو کې به اسلامي او ملي روحيه موجوده وي او هېچا ته به ددې موقع په لاس ورنه کړي، چې د دولتي امکاناتوڅخه په استفادې تعصبي فعاليتونو ته لمن ووهي .د ادارو څخه بايد د تعصب لمن راټوله شي، ځکه تور او سپين ددې ملت د نابودۍ سبب کيږي، په کار ده، چې د حکومت مشران د داډول داغونو په وړاندې جدي مبارزه وکړي او ټول لوړپوړي،منځپوړي او ټيټ پوړي مامورين په پلازمېنه کابل او د هېواد په نورو ولايتونو کې د قانون په وړاندې ولس ته ځانونه مسوول وبولي او د تعصب خورولو زمينه چاته بايد برابره نه شي .

همداراز د ښې حکومتدارۍ د منځته راتګ،د قانون د تطبيق او ولس ته د رغنده خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ډېره مهمه ده، چې په ادارو کې د مکافاتو او مجازاتو اصل په پوره جديت سره عملي شي، د هرهغه چا په وړاندې قانوني اقدام پورته شي، چې په ورسپارل شوې مسووليت کې ناغېړي کوي او د خلکو ستونزو ته رسېده ګي نه کوي .

که چېرې په حکومت کې مجازات او مکافات نه وي، د حکومت په ادارو کې به ديوې خوا په هغې کې قانون نه پلى کيږي او د بلې خوا به ددې اصل نه مراعتول د ادارې د فلج کېدلو باعث ګرځي .که چېرې دا لړۍ په هرچا يو شان پلي شي، نو بيا به وکولاى شو، چې قانون په ښه شان پلى کړو، نظم به پرځاى شي او خپلې دولتي ادارې به محرکې وساتواو محرکې ادارې خلکو ته بيا د ښو خدمتونو د وړاندې کولو ښه ظرفيت لري .

دا چې پدې وروستيو کې په مرکز کابل او يو شمېر نورو ولايتونو کې له بده مرغه امنيتي پېښې زياتې شوې او هره ورځ د لسګونو افغانانو جنازې د هديرو په لور روانې دي، نو په همدې اساس د امنيت په ټينګښت کې د نظامي او ملکي ادارو ترمنځ همغږي اود نظر يووالى عمده رول لري، نو پدې اساس په کار ده، چې په پلازمېنه کابل او نورو ټولو ولايتونو کې ددې ارګانونو ترمنځ بايد ژوره همکاري موجوده وي ، که چېرې ددې سره نه همغږي وي ، نو کېداى شي، چې د امنيت د انحلال لپاره د خاورې او ولس دښمنانو ته ښه چانس برابر شي .همداشان دې ټکي ته بايد ډېره جدي پاملرنه وشي، چې د امنيتي او ملکي ادارو د مسوولينو په تقرر کې روانې مداخلې پاى ومومي، ترڅو دغه مهم ارګانونه چې د ولس لپاره حياتي ارزښت لري، د امنيت په تامين کې اساسي مخکښ رول ولوبوي .

په کليدي پوستونو باندې د مسلکي ځوانانوټاکل د اصلاحاتو پر لوري غوره ګام دى ،له هغه ورځې چې ښاغلى دوکتورمحمداشرف غني د هېواد ولسمشر ټاکل شوى، په ادارو کې د اصلاحاتو لړۍ يې خورا ګړندۍ پيل کړي،چې دې کار د افغان ولس مړاوې هيلې ترډېره بريده بېرته راسپړلي دي .

ولسمشرددې ترڅنګ چې په ادارو کې د اصلاحاتو راوستو لپاره ډېرجدي ښکاري، ولې دا يې هم ډېره ښه درک کړي ده، چې په مهمو کليدي پوستونو کې د ځوانانو مقرري کولى شي، چې په ادارو کې يو نوى مثبت تحرک رامنځته کړي ، چې پدې خاطريې په پلازمېنه کابل کې په ځينو مهمو کليدي پوستونو باندې په کارپوهه ځوانان مقررکړي او د خپلو هېوادوالو لپاره يې دخدمت کولو ښه فرصت ورکړى دى .

زه ډېر خوشاله او خوشبينى يم، چې په هېواد کې د لومړي ځل لپاره افغانانو داسې شخصيت د خپل مشر په توګه غوره کړى دى ،چې په حکومتي چارو کې ډېره تکيه په هغو ځوانومسلکي کادرونو کوي، چې رښتيا هم کولى شي د خپل مسووليت په چوکاټ کې غوره کړنې سرته ورسوي.
په حکومتي ادارو کې د تجربه کاره ځوانانو شتون به له شک پرته ادارې منظمې، پاکې او چټکې کړي، د اجرااتوبهير به ګړندى او په کاري مسايلو کې به د پام وړ شفافيت رامنځته شي .

ځوانان لکه څنګه چې په عمرځوانان دي، همداسې نوي ځوان او نوښتګرفکرونه هم لري، په اداري فساد،قومپالنې،تنظيم پالنې، کرکې او تعصب کاکړ نه دي، په همدې اساس زه د يوه ځوان په توګه دجمهور ريس دوکتورمحمد اشرف غني دغه مهم تصميم چې په حکومتدارۍ کې به مسلکي او اهل کاره ځوانانو ته لومړيتوب ورکوي، د زړه له کومې قدرداني او ملاتړ کوم .

زه باور لرم چې که چېرې په مرکز او ولاياتو کې د زورواکو ، معامله ګرو او کمېشن کارانو لاسوهنې بندې او هره مقرري د ځايي ادارې سره په ګډ تفاهم، مشوره او همغږۍ سره ترسره شي، پايلې به يې ولس او دولت دواړو ته خورا ګټورې وي . بناًء د لوړو مقاماتو مې هيله او غوښتنه داده، چې د استخدام په پروسه کې دې داړيکو،فرمايشاتو او معاملو پرځاى رښتينوالي، علميت،اهليت،وړتيا،تعهد او مسلکيتوب ته اساسي پاملرنه وکړي، ترڅوپدې سره حقيقي عدالت تامين او د غوره حکومتوالۍ د ټينګښت او پراختيا اساسي کار وشي.

دا چې ولسمشر او همدارنګه د ملي يووالي حکومت په ځوانانو ستر باور لري، نو په همدې اساس ًد ټولو هېوادوالو په ځانګړي توګه د ځوانانو مې هيله او غوښتنه داده، چې په ادارو کې دهغو ځوانانو سره چې په ډېر ستر حساب کليدي پوستونه ورکړل شوې يا ورکول کيږي،د کار په برخه کې لازمې مشورې ورکړي او له مسوولو ځوانانو هم هيله لرم، چې خپلې دندې په پوره صداقت ، رښتينوالۍ،ايماندارۍ ،د اداري نزاکت په رعايتولو سره د هېواد د ملي ګټو په رڼا کې پرمخ يوسي.ترڅو موږ ((ځوانانو)) ټولومعززو مشرانو ته ثابته کړو، چې ځوانان کولى شي، په هرحالت کې د رهبرۍ او مديريت چارې په پوره زړورتوب، ديانت،متانت،خلاقيت او برياليتوب سره سرته ورسوي .

همداشان افغان جمهور ريس ته وړانديز کوم، چې د هېواد جوړونې، ملت جوړونې، اصلاحاتو راوستو،پرمختګ،امن او ثبات د برقرارۍ لپاره خپلو ترتيب کړو پلانونو او غوره تګلارو ته همداسې دوام ورکړي، ترڅو په همدې سره که خداى کول د هېواد په ګوټ، ګوټ کې لازم او هراړخيز پرمختګ ته ښه زمينه برابره شي .