د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د لوړو زده کړو وزارت ځينو پرېکړو دخوست ځوانان مايوسه کړي دي!!

مبارزمحمدځدراڼ 17.09.2013 23:23

د افغان حکومت په کابينه کې د لوړو زده کړو وزارت يو له هغو وزارتونو دى، چې د ټولو افغانانو روښانه راتلونکى ورپورې تړلى دى.
په افغانستان کې د موقتې ادارې راپدېخوا د هېواد په ګوټ ، ګوټ کې د لوړو زده کړو وزارت پرمختګونه له ورايه مالوميږي.دغه وزارت د هېواد په مرکزي سيمو او ولايتونو کې پوهنتونونه جوړ کړي او ترڅنګ يې په خصوصي برخه کې هم د لوړو زده کړو زيات شمېر موسسو فعاليت ته زمينه برابره کړيده.چې په پايله کې يې دا مهال په سلګونو زره ځوانان زده کړې کوي او ګڼ شمېر دولتي او غيردولتي ادارو ته يې روزل شوي کدرونه وړاندې کړيدي.
دا چې علم د يوې ټولنې اساس((بنسټ)) جوړوي او د دې لارې يو هېواد د پرمختګ لوړو پوړيو ته رسيږي، نو په همدې اساس ټول افغانان تمه لري، چې د لوړو زده کړو بهير لا پراخ او غښتلى شي او داسې رغنده خدمات وړاندې کړي، چې په کمه موده کې د هېواد شته ستونزو او غوښتنو ته ځواب ووايي.
خو د دې وزارت په ځينو کارونو خلک سخته نيوکه کوي او ادعا کوي، چې د دغه وزارت چارواکي د يو تعداد مشخصو کسانو د خوشالولو او د خپلې دولتي څوکۍ د بقا او ساتلو لپاره په پوهنتونونو کې له معيار پرته مقررۍ کوي ، چې دغه کړنې د زده کړې پربهير په مستقيم ډول منفي اغېز لري او له بلې خوا د افغان ولس هغه هيلې او امېدونه چې دراتلونکي اباد افغانستان لپاره يې له همدې وزراته لري، له منځه ځي.همداراز د لوړو زده کړو پر وزارت دا نيوکه هم لري، چې په ورته بڼه يې داسې پرېکړې او تصماميم نيولي، چې دخلکو د زياتو ستونزو سبب ګرځېدلي دي، د بېلګې په توګه د دغو کړنو يو مثال راوړم:
د نړۍ په نورو هېوادونو کې د زده کوونکو او محصلينو لپاره لازمې اسانتياوې په پام کې نيول کيږي، خو د افغان حکومت د لوړو زده کړو وزارت د چارواکو له لوري سږ کال په خوست ولايت کې خپلو هغو ځوانانو ته چې له څوارلسم ټولګي فارغ شوي او د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو په موخه يې رسمي نوم ليکنه هم کړي، خو د ازموينې اخېستلو لپاره دغه وزارت داسې يوه نامناسبه پرېکړه کړي، چې ټول ځوانان يې له لوړو زده کړو زړه توري کړيدي.د لوړو زده کړو وزارت هغه پرېکړه چې ځوانان يې مايوسه کړي،هغه داده، چې ((٧٠٠)) اوه سوه تنه زده کوونکي چې زيات شمېر انجونې هم په کې شاملې دي،دوى به دخوست پرځاى په پکتيا ولايت کې ازموينه ورکوي.چې د زياتو مالي لګښتونو او د دوى لپاره د پاتې کېدو دمناسب ځاى نشتوالى دى.
بناً د دغو ستونزو په هواري سربېره د ولس غوښتنه داده،چې لومړئ دې دغه وزارت د استادانو په استخدام کې علميت،اهليت، کاري تجربه او نور اړين مسايل په بشپړ ډول په پام کې ونيسي، ترڅو په پوهنتونونو کې د زده کړې بهير پياوړى او معياري شي.
همداشان هره پرېکړه او تصميم بايد دځينو مشخصو کسانو په غوښتنه نه،بلکې د ولسي ستونزو په پام کې نيولوسره د ولايتونو دپوهنتونو له ريسانو او علمي شوراګانو سره په ګډ تفاهم او مشوره ترسره شي.دغه راز د دغه وزارت له مقام څخه د ولس غوښتنه ده، چې پوهنتونونه علمي او اکاډوميک مرکزونه دي، بايد له هرډول سياسي لاسوهنو او فعاليتونو خوندي وساتل شي او هېچا ته د دې اجازه ورنه کړي، چې د محصلينو له پاکو احساساتو ناوړه ګټه پورته کړي.
دخوست خلک د لوړو زده کړو وزارت د لوړپوړو چارواکو او په ځانګړي توګه ددغه وزارت له وزير څخه غوښتنه کوي، چې د شېخ زايد پوهنتون لپاره د تعميرونو په قراردادونو کې شفافيت رعايت کړي او ټولې هغه پروژې چې ددغه پوهنتون لپاره په پلان کې نيول شوي يا نيول کيږي، د ښه کيفيت په موخه يې بايد دويم او دريم لاس ته ونه غورځوي.ترڅو پروژې په ساختماني لحاظ په لوړ کيفيت سرته ورسيږي او د زيات وخت لپاره دوام وکړي.