د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د غني چټکو اجرااتو ولس هيله مند کړى دى

مبارزمحمدځدراڼ 05.11.2014 00:48

د غبرګولي د څلورويشتمې نېټې وروسته د ټاکنو په پروسه کې اوږدو نندريو افغانان سخت ناهيلې کړي وو، ان تر دې چې د هېواد امنيت،ثبات،اقتصاد او رغونه له سقوط سره مخامخ شول ، پانګه والو خپلې پانګې له هېواده وويستې،امنيتي پېښې په ډېرو ولايتونو کې تر مرکزونو ورسېدې،په ادارو کې ستونزې ، ځورونه او د کارونو په جرااتو کې ځنډ او خنډ څو برابره ډېر شو. ددې ټولو سره، سره په ځينو بهرنيو رسنيو کې د ټاکنو په پروسه کې د جنجالونو په اړه ډول، ډول راپورونه خپرېدل او ويل به يې چې افغانستان بېرته کورنۍ جګړې ته ور روان دى، چې دې کار افغانان په روحي او رواني لحاظ له سختو ستونزو سره مخامخ کړي وو.

خو دخداى شکر دى، چې ياد تبليغات د ملي يووالي د حکومت په منځته راتګ سره خنثا شول او ولسمشر ډاکټرمحمداشرف غني احمدزى په ټاکنو کې د ډېرو رايو په ګټلو سره د هېواد منتخب ولسمشر اعلان شو.

ډاکټرغني دښې حکومتدارۍ د منځته راتګ،په آدآرو کې د ژورو اصلاحاتو راوستو،د امنيت د تامين،د ثبات د ټينګښت،د آدآري په فسآد د مخنيوي،د بيآرغونې په قرآردآدونو کې د شوې آختلآس د رآسپړلو،د موآزي آدآرو د له منځه وړلو،د ځنډېدلو پروژو د بيآ پيلېدو آو د ټولنيز عدآلت د تآمين لپآره ځينې عملي آقدآمآت پيل کړل، چې له آمله يې د افغان مېړآني ولس هيلې چې په ټآکنو کې يې د ځنډ له امله د لاسه ورکړې وې، بېرته رآژوندئ شوې.

ولس له شک پرته زيآت هيله مند شوى دى او پدې باور لري،چې د ولسمشر غني چټک آجرآآت به په هېوآد کې د ولس آو حکومت ترمنځ آړيکې ټينګې کړي،فآصلې به له منځه يوسي،کار به اهل کار ته وسپاري آو پدې سره به آفغآنستآن د سولې، ثبآت،آمنيت ،ترقۍ آو ټولنيزې نېکمرغۍپه لوري ګړندي قدمونه واخلي.

د ولسمشر له لوري د لويو مافيايي کړيو پرضد پيل شوې مبارزه د ستايلو او ټينګ ملاتړ وړ ده،ځکه دې بدمرغه ډلو،ټپلو او اشخاصو په هرڅه کې دشخصي ګټو په خاطر مداخلې کولې ، چې له امله يې افغان ولس د بيارغونې،ښې حکومتدارۍ او د ملي امنيتي ځواک د پياوړتيا په برخه کې بې ساري فرصتونه له لاسه ورکړل.
همدا مافيايي کړۍ وې، چې د دوى د فرمايشي قراردادونو او مقرريو له امله تاريخي افغانستان په نړيواله کچه د اداري فساد په ناوړه پديده بدنام شو.
هغه کسان چې پرون يې د بيارغونې قراردادونه ځان،کورنۍ او خپلو خپلوانو ته ورکول، د رنګه رنګ معاملو پربنسټ يې نااهله کسان په مهمو دولتي پوستونو مقررول ،دولتي ادارې يې د شخصي ګټو د لاسته راوړلو او پاللو په موخه په خپل انحصار کې ساتلې، نن هم له بده مرغه په ټول قوت سره فعال دي اوهڅه کوي، چې لا هم خپل خلک او ناوړه پلانونه د بېلابېلو لارو څخه په و لسمشر غني تحميل کړي .په همدې اساس ولس د نوي حکومت د مشرتابه نه غوښتنه کوي، چې د افغانانو سره خپلو ژمنو ته وفادار واوسي او هېڅ وخت د چا تر سياسي،سمتي،ژبني اوقومي فشارونو لاندې رانشي.بلکې د يوه سرلوړي، پرمختللي او باثباته افغانستان لپاره خپلې غوره تګلارې او پلانونو ته په پوره زړورتوب سره ادامه ورکړي.

که چېرې خداى مکړه په ادارو کې د پخوا په څېر روابط حاکم واوسي او د همدې لارې په مرکز او ولايتونو کې په مهمو کليدي پوستونو باندې مقررۍ د زوروآکو لخوآ د فرمايشاتو،اړيکو ، سپارشونو آو معآملو پربنسټ آدآمه ولري،نو دغه کړنې د ډآکټرغني آغېزمنه تګلآره آو پيل کړې سپېڅلي مبآرزه تر سيوري لآندې رآولي آو ولس به بېرته نآآميده شي.

په همدې آسآس زه د يوه ځوآن آفغآن په توګه د ډآکټرغني له لوري د ټولو پيل شوو آقدآمآتو آو په آدآرو کې د آصلآحآتو د رآوستو په خآطر د نوموړي له غوره تګلآرې په ټينګه ملآتړى يم آو وړآنديز کوم، چې ولسمشر دې خپلې پآکې ملي مبآرزې ته په ورته بڼه تر پآيه آدآمه ورکړي،ترڅو د ولس په قوي ملآتړ سره ټول پلآنونه تطبيق کړي.