د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اړيکو له مخې د مامورينو ټاکل اداري او ولسي ستونزې ډېروي

مبارزمحمدځدراڼ 17.09.2013 23:17

افغانستان يو له هغو هېوادونو دى، چې د تېرو کورنيو او بهرنيو شخړو ، خپلمنځي اختلافاتو او د پراديو د لاسوهنې په پايله کې د نورو مشکلاتو ترڅنګ يې اداري سېستم هم په بشپړ ډول له منځه تللى ؤ ، چې د نړيوالې ټولنې په مادي او معنوي مرسته د تېرو لسو کالونو راپدېخوا دغه سېستم بېرته جوړ شوى او د پياوړتيا لپاره يې په هره برخه کې تلاشونه روان دي.
د همدې هدف لپاره پدغه هېواد کې د لومړي ځل لپاره د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون رامنځته شو، چې دغه اداره بايد لومړئ د سمون او اصلاح په برخه کې مهم پلانونه، تګلارې او پروګرامونه جوړکړي او له مخې يې په ادارو کې د ازاد رقابت د لارې داسې کسان وګماري، چې د ټاکل شويو معيارونو سره سم د پوره وړتيا، علميت،خاورې ته ژمنتيا او د اداري اصولو سره پوره بلديت ولري.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون د مقرريو لپاره منظم پلان ترتيب کړى، چې اوسمهال د همدغه پلان په اساس په ملکي ادارو کې ټولو پوستونو ته ګمارنه د ازاد رقابت د لارې صورت نيسي، چې د ازموينې د لارې ادارو ته د همدې اصل له مخې مامورين ورپېژندل کيږي.
خو له بل لور ي دا وخت ځينې مرکزي ادارې ، وزارتونه او نور زورواکي اشخاص لا هم د شخصي اړيکو په اساس د مامورينو په ټاکلو کې خلاص لاس لري او هغه کسان اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون ته ورپېژني،چې د دوى په ګټه کار کوي او د ولس يا اړونده ادارې لپاره هېڅ نشي کولى، چې دغه ډول کړنې اداري فساد او قانون ماتوونې ته لار هواروي،د ښې حکومتدارۍ مخه نيسي او بالاخره د دولت او ولس ترمنځ د ټکر سبب ګرځي.
دا چې افغان ولس له دغه کميسيون څخه زياتې هيلې لري او پدې تمه دي، چې دغه اداره به د افغانستان په اداري سېستم کې پراخ مثبت بدلونونه رامنځته کړي او هغه کسان به په دولتي پوستونو کې په دندو وګماري، چې واقعاً د لوړو خدماتو د وړاندې کولو ظرفيت ولري او ددوى هيلو ته به د قلم او علم په برکت ځواب ووايي.
نو دا چې اوسمهال هېواد ورځ تربلې علمي کدرونه پيدا کوي او د پرمختګ په لوري قدمونه اخلي او بل خواته له شک پرته دا هېواد په ډېر حساس پړاو کې قرار لري ، نو په همدې اساس د ولس غوښتنه داده، چې د اداري اصلاحاتو خپلواک کميسيون خپله خپلواکي وساتي او په مقرريو کې د هېڅ ارګان او د زورواکو تر اغېز لاندې رانشي او هر پوست ته وړ ، پاک او ژمن کسان د ازموينې د لارې وټاکي.