د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د عدلي او قضايي ارګانونو پياوړتيا اوسنۍ ستونزې هواروي

مبارزمحمدځدراڼ 21.04.2013 23:55

که چېرې زموږ دغه مهم او اساسي ارګانونه لکه څنګه چې لازمه ده، هماغسې اکمال او حمايه شي، نو کېدلى شي، پدې ادارو کې د قانون واکمني په ټوله ماناځاى ونيسي او شته ستونزې يې هوارې شي.
تاسو وګورئ ډېر وخت په دولتي ادارو کې داداري فساد خبرې کيږي، خصوصاً په عدلي اوقضايي ارګانونو باندې دغه شانته نيوکې ډېرې زياتې وي، خو زه دومره وايم چې ستونزې به موجودې وي، ممکن يو شمېر داسې کسان وي، چې له خپلې سپېڅلي دندې ناوړه ګټه پورته کوي او پدې شومه پديده کې لاس ولري، خو پدې هم بايد سترګې پټې نشي، چې اوس حالت ورځ تربلې د سمون لوري ته ځي او د پخوا په پرتله مثبت تغيرات رامنځته شويدي، چې لاملونه يې هم روښانه دي، غواړم دلته ترې څه نه څه يادونه وکړم:
پخوا پدې ولايت کې امنيتي وضعه بې له شکه چې خرابه وه ، د دولت مامورينو په ځانګړي ډول د عدلي اوقضايي ادارو مسوولينو او کارکوونکو په ځينو وختونو کې امنيتي ستونزو ته په کتو سره په ډاډه زړه سره پرځاى او قانوني پرېکړې نشوې کولى،له دوى سره د ځان او خپلې کورنۍ اندېښنې ملګري وې، چې اوس له ښه شامته امنيت ښه شوى او شته ستونزې يې ترډېره بريده رفع شوي دي.

دويمه يې دا چې په ادارو کې د مکافاتو او مجازاتو سېستم خورا ضعيف وو. تاسو پوهېږئ، چېرې چې د مکافاتو او مجازاتو اصل شتون ونه لري، هلته په ادارو کې خپلسري وي ، د امرينو اطاعت او درناوى نه وي، خپلې دندې، خاورې او نظام ته ژمنتيا کمزوري وي، پس دلته حتماً قانون ترپښو لاندې کيږي او په ډېرو کړنو کې د قانون خلاف پرېکړې ترسره کيږي، چې پدې سره رشوت او فساد ته هم زمينه مساعديږي.

دريم لامل يې د اداري تعميرونو او همدارنګه د استوګنې مناسب او د خوندي چاپېريال نشتوالى وو.
چې اوس له نېکه مرغه پدې وروستيو کې دخوست په ولايت کې له يوه طرفه امنيت ښه شوى، په ادارو کې د مکافاتو او مجازاتو اصل رعايت شوى ، د عدلي او قضايي ارګانونو لپاره کاري ودانۍ جوړې شوي او ګټې اخېستنې ته سپارل شوي ، د قاضيانو لپاره رهايشي دوه پوړيز تعمير تر کار لاندې دى او دغه شانته د دې ارګانونو د مسوولينو او کارکوونکو د وړتياوو د لوړولو په موخه د (JSSP) له لوري ډېر مهم سمينارونه او اوږدمهاله ورکشاپونه داير شوي او لا هم جريان لري.
دغو ټولو اقداماتو او کړنو ته په کتو سره اوسمهال پدې ادارو کې اداري او قانوني وضعيت ښه والى موندلى دى، زياتره وخت قاضيان مجرمينو ته د دوى د جرم مطابق په اعلني ډول سزاګانې اوروي او له رسنيو نشريږي.د مکافاتو او مجازاتو سېستم ته توجه شوي ده .
خو دغه کړنې پدې مانا ندي، چې دلته د دې ارګانونو ټولې اړتياوې رفع شوي او ګويا هېڅ ستونزه نشته .
اوس هم د عدلي او قضايي ارګانونو تشکيلات کفايت نه کوي، په ولسواليو کې تعميرونه نلري،ظرفيتونه اوس هم هغه ځاى ته ندي رسېدلي، چې د دوى کړنې دې سل په سلو کې مطماينې او قانوني کړي.

بناً موږ د سترې محکمې، عدليې وزارت او لويې څارنوالۍ څخه هيله او غوښتنه کوو چې دوى دې پدې ولايت کې د مرکز او ولسواليو په کچه د خپلو اړونده ادارو اکمال، تجهيز،د تشکيلاتو لوړوالي او ظرفيت لوړوي ته جدي پاملرنه وکړي ،ترڅو د قانون حاکميت په بشپړه مانا سره تر ولسواليوپورې وغځيږي.
که چېرته پورتني لوړمقامات خصوصاً لويه څارنوالي په خپلو تشکيلاتو له سره غور ونه کړي او دخوست ولايت د استناف څارنوالۍ هغه څارنوالان چې د ٤٥ګڼه فرمان خلاف په کابل او يا نورو ولايتونو کې په خدمتي توګه دندې ترسره کوي، بېرته دغه ولايت ته راونه لېږي ، نو بيا د دې تمه نشي کېدلى، چې د دې سرحدي ولايت انبار، انبار ستونزې دې حل وفصل شي.

هيله ده ، چې محترم لوى څارنوال دغه ستونزې او اړتيا ته متوجه شي او د خوست سرحدي ولايت شته مشکلاتو ته په کتو سره په تشکيلاتو کې لوړوالى راولي او همداشان هغه خدمتي مامورين چې په نورو ولايتونو کې دندې اجرا کوي، هغوى بېرته راولېږي.دغه راز د عدليې وزارت او سترې محکمې سره په ګډه خپلو اړونده ادارو ته په مرکز او ولسواليو کې د تعميرونو ستونزې هوارې کړي.

همدارنګه لکه وړاندې مې چې وويل د عدلي او قضايي ارګانونو د وړتياوو د لوړولو په موخه د (JSSP) له لوري په وار، وار مرستې شوي، خو د شته ضرورت او اهميت په اساس له دوى څخه د لازياتو مرستو غوښتنه کوو. موږ هيله مند يو، چې عدليې وزارت ، ستره محکمه ، لويه څارنوالي او همداشان مرسته کوونکي JSSP ادارې به په خپلو مرستو کې ډېروالى راولي او هغه ستونزې چې دعدلي او قضايي ارګانونو د اجرااتو په وړاندې خنډ شوي، د هواري په موخه به يې بېړني اقدامات ترسره کړي.
موږ ډاډه يو، که چېرې دغه ارګانونه په اساسي ډول اکمال، تجهيز شي ، د تعميرونو او دتشکيلاتود کمبود ستونزه يې هواره شي او د قوي حمايت او مالي امکاناتو له پلوه هم لږ ښه وکتل شي، نو کېدلى شي، په هېواد کې اوسنۍ شته ستونزې او ناخوالې تر ډېره بريده همدغه ارګانونه د قانون د حاکميت پواسطه په يوازې ډول هوارې کړي. په همدې هيله