د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په خوست کې پښتو او پښتونوالي ژوندئ ده

مبارزمحمدځدراڼ 06.06.2013 19:47

په نړۍ کې د سترې پوهې او لوړتفکر په برخه کې دويم مقام ګټوونکي او د افغانستان د لېږد د پروسې مشر ډاکټر اشرف غني احمدزى وايي چې په خوست ولايت کې پښتو او پښتونوالي ژوندۍ ده، چې کېدلى شي، د همدې پياوړي اصل پواسطه سره په خوست ولايت کې تلپاتې سولې او ثبات ته زمينه برابره شي.
ډاکټر احمدزى چې له پلازمېنې کابله د يوه لوړپوړي ملکي او نظامي پلاوي په مشرۍ خوست ولايت ته راغلى وو، ددې ولايت د مېلمستون ودانۍ د سولې کور په انګړ کې يې سلګونو قومي مشرانو، دمدني ټولنو فعالينو، ديني عالمانو او د شېخ زايدپوهنتون استادانو او محصلانو ته د دوى د سياسي شعور د غوړېدا او په راتلونکو مهمو برخليک ټاکوونکو پړاوونو کې د پراخې ونډې اخېستنې په موخه د پرون ، نن او سبا افغانستان په هکله سياسي لېکچر وړاندې کړ.
نوموړي د لېکچرنه وړاندې په خپلو خبرو کې وويل خوست هغه ولايت دى، چې د جيوپوليتيک او سترايتژيک موقعيت له نظره د پايتخت کابل لپاره د دروازې حيثيت لري،کله چې د تاريخ په اوږدو کې د دغه ولايت امنيتي وضعه خرابه شوي، اغېزې يې نېغ په نېغه په مرکز کابل پرېوتي دي.
ده دخوست خلک وستايل چې په حلاله توګه او بشپړ افغاني همت سره يې د عربي مملکتونو په سرو ګرميو کې دخپلو لاسونو په تڼاکو سره ښه پانګه پيدا کړي او بيا يې د آبادۍ او پرمختګ په موخه په خپل ولايت کې په کار اچولي ده.
د ده په خبره خوست يوازېنى ولايت دى، چې پښتنو په خپله اراده جوړ کړى او همېشه يې خپله خاوره د قومي اربکي پرمټ ساتلي ده.
احمدزي زياتوله ، اربکى دخوست ولايت هغه پياوړى دوديز اصل دى، چې د غوره مواثريت له کبله يې د هېواد کونج، کونج ته لمن غځېدلي او هرهغه قوم چې دخپلې خاورې او ولس عزت يې غوښتى، قومي اربکي ته يې مخه کړيده.
ډاکټراشرف غني احمدزي دخوست ولسونو ته د زېري په ډول وويل ، چې د دې ولايت پياوړي قومي دود ته په کتو سره اتو (٨) ولسواليو ته دمحلي پوليسو پرځاى قومي اربکي منظورشوي،چې دخپلو سيمو او بانډو په امنيت کې به بارز رول لوبوي.
نوموړي وويل دخوست د مشرانو غوښتنو يې هيلې لا ډېرې کړې.د ده په خبره يو وخت په خوست کې پخواني واکمن فيض محمدخان غوښتل سړک جوړ کړي، خو د همدې ولايت خلکو يې مخه نيوله، ولې نن هرځوان، مشر او عالم ترې غوښتنه او ګيله کوي، چې د مرکزي حکومت ځينې وزارتونه ولې په خوست ولايت کې د ملکي نړيوال هوايي ډګر،خوست – ګردېزسړک، پلونو، ترانزېټ، برېښنا ، صنعتي پارکونو او نورو پروژو چارې نه بشپړوي.د ده په وينا دا هغه غوښتنې دي، چې د نړۍ ژوندي ملتونه يې کوي.
ډاکټراشرف غني احمدزي د پروني افغانستان په هکله وويل دوولس کاله پخوا خلکو ويل چې پښتو د منځه تلو په حال کې ده، ولې نن پښتو بشپړه ژوندۍ ده.
دوولس کاله پخوا خلکو ويل چې بيا به افغانان هېڅ وخت د امنيتي ځواکونو، منتخب حکومت، اساسي قانون، پارلمان او ولسواکۍ برخمن نشي، ولې نن ورځ يې موږ افغانان او ټول نړيوال په خپلو سترګو وينو، چې الحمدالله هرڅه جوړ شوي او ورځ تربلې د پرمختګ په حال کې دي.
ده د نني افغانستان په هکله وويل نن هېڅ يو افغان نه غواړي، چې مهاجرشي، بې سواده شي،غلام او اختياج شي.
نن ولس له دولته ډېر پوى دى، دهرچا په لاسوهنو، اغراضو او شومو کړنو ډېر ښه پوهيږي،سياسي شعور يې وده کړي، باسواده شوى، تجربې يې کړي، بناً نن ورځ افغان ولس هېڅ وخت نشي غولېدى، چې د نورو د لاس آلا وګرځي.
نن دافغانستان مسلمان ملت هروګړى پدې بشپړ باور لري، چې پدې خاوره کې زموږ هډوکي د زرګونو کالونو راهيسې پراته دي، دا خاوره موږ ته چا وړيا نده راکړي، زموږ پلارونو او نيکونو د سرپه بيعه ګټلي او ساتلي يې ده،نو د دې هېواد د متدينو وګړو په فطرت او رګ، رګ کې د دې خاورې مينه ده او دا هېوادپالنه به ترهغه دوام مومي،څو چې دا ځمکه اسمان وي او څو چې ژوند په دا جهان وي.
ډاکټراشرف غني احمدزي ويل څو کاله مخکې به چې کله د بهرنيانو د وتو خبرې کېدې، نو خلکو به فکر کاوه، چې په هېواد کې به يوه تشه رامنځته کيږي، ولې نن افغانان د سلګونو زرو امنيتي ځواکونو برخمن دي، دوى کولى شي، چې دخپل متدين او غيور ولس په همکارۍ سره دخپلې خاورې ساتنه او دفاع وکړي.
د ده په خبره افغانستان اوسمهال له نړيوالې ټولنې سره ستراتيژيکه ملګرتيا لري، هېڅ وخت به نړيواله ټولنه دا هېواد يوازې پرېنږدي، بلکې له ٢٠١٤ملادي کال وروسته به يوازې دهغو مرستو بڼه بدلون وکړي چې له افغانستان سره کيږي.
احمدزي زياتوله افغانستان ته چې هرڅوک په شر راغلي، د باتورو افغانانو له خوا په ګونډو شوي ، د سر او مال په درانه زيان سره وتلي دي او هرهغه څوک چې دې هېواد ته په خير راغلي، افغانانو ورته خپلې غېږې خلاصې کړي ، د ده په خبره چې اوسني نړيوال ځواکونه افغانستان ته په خير راغلي، د دوى راتګ دافغانانو او نړيوالو دواړو په ګټه دى.خو ټينګار يې وکړ، چې نړيواله ټولنه دې د افغانستان اساسي پرمختګ ته زياته توجه وکړي.
ډاکټراشرف غني احمدزي د مرکزي حکومت يو شمېر وزارتونه هم لدې کبله ګرم وبلل، چې د ولايتونو له لوري په ورلېږل شويو غوښتنو او اړتياوو اساسي فکر نه کوي ، ده د خوست د ولايتي ادارې له مشرتابه او ولسونو سره ژمنه وکړه، چې ټولې غوښتنې به يې اړونده چارواکو ته رسوي او ترهغې به يې تعقيب کړي، څو چې عملي بڼه خپله کړي.
د ډاکټر احمدزي سره پدغه سفر کې د انګلستان هېواد سفير،د ناټو ملکي استازي،د سيمه ايزه ارګانونو د خپلواکې ادارې معين،د کورنيو او ملي دفاع وزارتونو لوړپوړو جنرالانو هم ګډون درلود.
دخوست ولايتي ادارې مشرتابه او ولسونو د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د ورغلي هيت د ورتګ له کبله زياته هيله مندي څرګندوله، چې د دوى په خبره دا ځل به د دې پياوړي هيت په مرسته دخوست ولايت دهغو بنسټيزو پروژو کارونه پيل او بشپړ شي، چې چارې يې دڅوکالونو راپدېخوا پيل شوي، خو د نامالومو لاملونو له مخې په ټپه ولاړې دي او دغه راز به ياد پلاوى د هغو اقتصادي پروژو په هکله هم مرسته وکړي، چې د يوه ستر ضرورت په اساس پلان شوي او د پلي کېدو په برخه کې يې د مرکزي حکومت يو شمېر وزارتونو د څو کالونو راپدېخوا ژمنې هم کړي، خو تر دې دمه يې دعملي کار څرک نه ليدل کيږي.