د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ویلز غونډه کی مو پیسی وګټلی خو حیثیت مو بایلود

م.ر.یادګاری 06.09.2014 15:36

د لندن په ویلز کی د ناټو په سرمشریزه غونډه کی چی په۰۴/۰۹/۲۰۱۴ د افغانستان ،اوکراین ، سوریه ،عراق او قریبآ د ټولی نړۍ پر آمنیتی وضعی او راتلونکو لارو چارو غور کیږی او د فعالیتونو د ترسراوې لپاره یو مقدار پیسی د فنډ په شکل هر هیواد چی د آمنیتی مشکل او بحران سره مخ وی ورکول کیږی ، د افغانستان لپاره دا ډیر مهمه غونډه وه چی پتیل شویوه د افغانستان نوی اولسمشر په کی ګډون وکړی او خپلو هیواد والو ته دا څرګند کړی چی څه لاس ته راوړنه یی د خپل هیواد لپاره راوړی ده خو د انتخاباتی لانجو له کبله نوی اولسمشر له دغه ستر کار څخه محروم پاتی شو ،ناټو د افغانستان حالاتو ته په کتو له اوسنۍ اولسمشر کرزی څخه پدغه غونډه کی د ګډون غوښتنه وکړه خو کرزی دهغه اختلاف له وجهی چی د امریکا سره یی د ستراتیژیک تړون د نه امضآ کولو په سر پیدا کړئ ؤ پدغه غونډه کی له ګډون څخه انکاری شو ،بلاخره افغان حکومت د ملی دفاع وزارت وزیر بسم الله محمدی دی غونډې ته د ګډون لپاره نوماند کړ ،بسم الله محمدی د یو هیت په رآس کی برطانیی ته رهی شو خو کله چی لندن ته ورسیدل نو د ملی دفاع وزارت علمبردار(بیرغ لیږدونکی) ډګروال عنایت الله بارک ملی بیرغ پریښود او ځان یی د لندن پولیسو ته حواله کړ او له برطانیی څخه د سیاسی پناه غوښتونکئ شو دا نو هغه کار شو چی وایی پکه دا دی لا بله سپکه ،
د ناټو جلسه شروع شوه او زمونږ دفاع وزیر په خوبولی سترګو او بی سُره او بی تاله خبرو د ناټو د مشرانو غوږونه و کړنګاوه ،
د ناټو غړو هیوادونو د افغانستان د آمنیتی ځواکونو د تمویل او تجهیز لپاره پنځه عشاریه یو ملیارد ډالرو مرستی اعلان وکړ ، د دغې اعلان څخه وروسته ځینی سیاسی شنونکی دا کار د بسم الله محمدی مدبرانه وینا او د هغه قناعت ورکول د ناټو مشرانو ته سره ګنډه کړه او دا کوشش یی روان کړی چی خلکو ته دا ثابته کړی چی ګواکی په رښتیا هم ملی دفاع وزیر همدومره مدبر انسان دی او کولای شی چی په دغه شان غونډو کی دنیا والو ته قناعت فراهم کړی ، زه خو وایم چی وروره اول اوبه ناپ کړه بیا پایڅې بډ وهه ، دا کومی پیسي چی د افغان ځواکونو د تمویل لپاره تخصیص شوی ، دا د ناټو د غړو هیوادونو لخوا مخکی له مخکی نه تعیین شوی وی یعنی که له افغانستان څخه مو کټور لیونی هم لیږلی وای نو دا مرسته به د افغانستان لپاره اعلانیده د بسم الله محمدی او د هغه له خبرو سره هیڅ تړاو نلری کوم څه چی د بسم الله محمدی سره تړاو لری هغه د دی وزارت د علمبردار تیښته ده چی د بسم الله محمدی نیم پاتی پوزه یی هم غوڅه کړه او د افغانستان حیثیت ته یی هم صدمه ورسوله ، داسی کارونه به بلاخره دنیا وال دې ته مجبور کړی چی له افغانستان څخه غونډو ته هیڅوک دعوت نکړی ، افغان حکومت باید د دغه شان شرم آور کړنو مخه په جدی توګه ونیسی او دا ثابته کړی چی افغانستان د ښه او ځلاند راتلونکی په لور روان دی نه د تیاره ؤ خواته چی هر افغان تري پښي سپکی کړی ،
د ویلز غونډه به پای ته ورسیږی او ټول به خپلو کورنو ته د لاس ته راوړنو سره ستنیږی زمونږ استازی به هم کور ته په داسی حال کی راستون شی چی پیسی به راوړی خو حیثیت نه