د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د آزادی ماهیت،ولی د زمری ۲۸مه لمانځو ؟

م.ر.یادګاری 18.08.2014 13:33

د زمری ۲۸ مه هغه ورځ ده چی د نن څخه ۹۵ کاله پخوا په ۱۲۹۸ ه ش کی غازی آمان الله خان او ملګرو یی د انګریزانو امپراطوری ماته کړه او هغوی یی دیته مجبور کړل چی په ډیره بی شرمی او ټیټ سر له افغانستان څخه په داسی یو حالت کی ووځی چی خپل ډیر شته هم په افغانستان کی پریږدی،دا لویه لاسته راوړنه او ویاړ ولی د افغانستان د خلکو او په خاص ډول د غازی آمان الله خان په برخه شوه ؟
زما نظر دا دی چی په هغه وخت کی افغانستان یو واحد او متحد قوم د افغان په نامه درلوده او دا قوم داسی سره متحد ول چی که د هیواد له یوې څنډې به د الله اکبر چغه شوه نو د هیواد بل سر به د لبیک غږ ور پورته کړه ،په هغه وخت که قومونه سره په پښتون ،تاجک،ازبک،هزاره،ترکمن ،پشه یی،ایماق او نورستانی قزلباش سره نه ؤ ویشل شوی ټول یو موټی افغانان ول او د دوی همدغه اتفاق او اتحاد د غازی آمان الله خان تر قیادت لاندی انګریزان مات کړ او هیواد یی د انګریزانو د ولکی څخه آزاد کړ او دغه لوی شرم او ماته یی د انګریزانو په لمنه کی د تحفی په شکل برطانوی هند او پخپله برطانیی ته ورولیږله،او دایی برطانوی حکومت ،پوځ او خلکو ته ور وښودله چی د افغانانو سره زور چلول د غوا د ښکرو سره لوبې کول دی ،
انګریزانو دا خبره په ورین تندی قبوله کړه چی افغانان متحد دی ، زورواک دی ،خپلواک دی ،او له هر څه څخه زیات مسلمانان دی او دوی سره به په ډیر احتیاط ګام اخلو ، انګریزان د پخوانیو تجربو څخه یی هم چی له افغانانو درلودله او دا ماته یی هم وګاله نو دیته مجبور شول چی د افغانستان په حواله خپل نظریات او عقاید بدل کړی او داسې لاره چاره ولټوی چی مار مړ او عصا روغ پاتی شی هغوی خپل پلانونه او سیاست د افغانستان لپاره بدل کړل ،هغوی انګریزان د داسی پلانونو په عملی کولو لاس پوری کړ چی د دوستئ په جامه کی افغانان سره په مذهبی ،قومې،کلتوری ،او شعوری ډول سره جلا کړی او د خپل پوځ پرځای افغانان د یو بل سره په ابدی جګړه اخته کړی ،څرنګه چی د زمری د ۲۸ می نیټی کریډت غازی آمان الله خان ته تللی وه نو پیل یی هم له هماغه څخه وکړه ترڅو ورته جوته کړی چی انګریز هم انګریز دی ،هماغه ؤ چی د مختلفو دیپلوماتیکو لیارو یی غازی آمان الله خان دیته وهڅول چی د اروپایی هیوادونو او په خاص ډول د برطانیی په سفر ولاړ شی ،دی سره همغږی د نفاق تخم پاشل او د مذهبی اختلافاتو د رامنځ ته کولو په خاطر یی افغانان کرایه کړل ،برطاتیه ښه پوهیدله چی د افغانانو یو بل خاصیت دا هم دی چی اول نه غلام کیږی که غلام شو نو تر مرګه به له وفاداری لاس په سر نه شی ،نو ځکه یی د افغانستان په مختلفو علاقو کی افغانان په سره او سپین واخیستل او هر یوه ته یی د هغه د وړتیا مطابق د نفاق تخم په لاس ورکړ چی پخپله سیمه کی یی وکرې، غازی آمان الله خان د اروپا په سفر لاړ او له اروپای هیوادونو یی خپل هیواد ته ډیر ښکلی ښکلی خوبونه را ټول کړ او له نړۍ ارمانونو او هیلو سره بیرته هیواد ته ستون شو تر څو خپل هیواد سیالانو سره سیال کړی ،د نورو افغانانو په شان انګریزانو آمان الله خان هم غولولی ؤ چی کوم خوبونه او خیالونه چی آمان الله خان له ځانه سره وړی باید ژر تر ژره عملی کړی او ځنډ او خنډ په کی ونکړی ،غازی آمان الله خان هم تر راستون کیدو وروسته په اصلاحاتو او د هیواد په مترقی کولو لاس پوری کړ او غوښتل یی چی هغه واټن چی اروپایانو په پیړیو پیړو تیریدو ترلاسه کړی ول دی یی په دوه یا دری کلونو کی لاس ته راوړی ،خو انګریزانو خپل جال په ټول افغانستان غوړولای ؤ او د امان الله خان د هر اقدام په ترسره کولو یی خلکو ته دا تلقین کاوه چی آمان الله خان د اروپا په سفر کی له دین څخه منحرف شویدی او غواړی چی ټول افغانان بی دینی ته را وبولی ،انګریزان خپل غچ ته ځانونه نژدی لیدل نو ځکه یی د افغانستان تر ټولو قوی او خطرناکی علاقی چی قبایلی سیمی دی خپل تبلیغاتو ته د ځینی مذهبی پوه او ناپوه عالمانو په لاس زور ورکړ او خلک یی د افغانستان په ګوټ ګوټ کی د حکومت او غازی آمان الله خان پرضد پاڅونونو ته وهڅول او نتیجه یی دا شوه چی په کال ۱۹۲۹ میلادی په اوله میاشت کی د شرق لخوا د شینوارو د مقاومت او د شمال لخوا د عبدالرحمن مشهور په بچی سقاو د مقاومت سره مخ او له هیواده تښتیدو ته اړ کړی او حکومت خپل ځوان ورور عنایت الله ته وسپاری خو هغه له ۳ ورځو زیات حکومت ونشو ساتلای ،آمان الله خان یو وار بیا لښکر آماده کړ تر څو واک لاس کی واخلی خو بریالی نه شو او د شرقی سرحد څخه هند او بیا سویتزرلنډ ته ولاړ او تر مرګه همالته د خپلی کورنۍ سره د تبعید ژوند تیرکړ او په کال ۱۹۶۰ میلادی کی وفات او په جلال آباد کی د امیر شهید په بڼ کی خاوروته وسپارل شوه، دا دومره میړانی چی د افغانانو په هکله د لیکنی په سر کی ورته اشاره وشوه تر اوسه د انګریزانو په یاد دی خو افغانانو دا ټولی میړانی د څو ورځو په تیریدو هیری کړی او دا دی ۹۵ کاله تیر شول اوس هم افغانان نه پوهیږی چی یو قوم یو موټی ، یو مذهب او یو هیواد لری ،ټول سره د زمری ۲۸ لمانځو خو د آزادی په ماهیت نه پوهیږو ،آزدادی دیته نه وایی چی زمونږ په ملک کی دی خارجیان وی او که نه وی ، آزادی دیته ویل کیږی چی ټول قومونه د هر ډول کلتور سره د یو افغان په نوم په افغانستان کی د ټولو د قبول وړ وی په غم ښادی کی جلال آباد او بدخشان یو وی ،پکتیا او هرات یو وی جوزجان او کندهار یو وی او کندز او کابل یو وی، افغانان سره یو ملت وی نه قومونه ،خو افسوس چی ویښیدوته لا هم ډیر مزل کول پاتی ده ،
د هغی ورځی د لیدو په تمه چی د زمری ۲۸ مه په ټول هیواد کی په یو وخت او زمان کی په سړکونو ولمانځل شی نه په دفترونو کی په ۲۶-۲۷-او ۲۹ مه کی چی اوس لمانځل کیږی