د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پاکستاني ته په پاکستاني ویلو د ولسمشر محکومیدل

م.ر.یادګاری 12.12.2015 14:54

په لاره ځم ټوله شړنګیږم
ستا د تهمت ځنځیر په غاړه ګرځومه
د آسیا د زړه په کنفرانس کې ولسمشر اشرف غنی د پاکستان صدر آعظم نواز شریف ته ویلی وه چې که تاسو افغانانو ته پناه ورکړیده نو مونږ هم پنځه لکه پاکستانیانو ته په خوست کې پناه ورکړیده د ولسمشر مطلب داؤ چې نه تاسي پر مونږ احسان واچوئ نه یی مونږ پر تاسو اچوو ، دواړه هیوادونه باید د احسان اچولو پر ځای د تروریزم پر خلاف ریښتونې مبارزه وکړي او د یو بل د غولولو څخه ډډه وکړي، د ولسمشر دا تریخ حقیقت خبره د نورو ډیرو افغانانو سره سره د پخوانې ولسمشر حامد کرزی د توند غبرګون سره مخ شو او د کرزي صاحب د دفتر څخه په خپره شوي اعلامیه کې په قهرجنه لهجه ویل شوی وه چې وزیرستانیان افغانان دي او هیچا ته به اجازه ورنکړل شي چې د کوزي پښتونخوا خلکوته پاکستانې خطاب وکړي ،
ته سل ځله خپه شوی او ما سل ځله پخلا کړي
زه چې یو وارې خپه شوم تا د ژوند لاره جدا کړه
جناب کرزی صاحب که تا ته د کوزې پښتونخوا خلک افغانان ښکاري نو تا پخپله دوره کې ولی د( ویش) سیمه د افغانستان او پاکستان صفرې نقطه قبوله کړله ؟
که تا ته دا خلک افغانان او دا خاوره د افغانستان جز معلومیده نو پخپل دور سلطنت کې دي ولی په آمنیتی یا دري اړخیزو ټړونونو کې د افغانستان اوسنۍ جغرافیوي پروت سرحد د پاکستان سره همدا سرحد منله ؟
ولی دي پاکستان ته اجازه ورکوله چې د افغانستان پر خاوره خندق وباسي او دروازي او تاسیسات پر اوسنۍ سرحد جوړ کړي ؟ له تا څخه خو قاسم خان شهید با غیرته ؤ چې دغه غم یی برداشت نکړ او د سر په بدله یی ورته دروازه په ګوشته کې ونړوله،
که تا دا خلک خپل بلل نو تا پخپل دور کې ولي هغه انتحاریان او تروریستان چې د کوزي پښتونخوا سره یی تعلق درلود په تلویزیونونو کې د پاکستاني په نوم ښکاره کاوه چې آمنیتي ځواکونو به نیول ؟
که تا ته کوزه پښتونخوا د افغانستان برخه ښکاري ولی دي پخپل دور بادشاهت کې د پاکستان څخه په کراتو کراتو د دي په وجهه مننه وکړه چې افغانانو ته یی پناه ورکړیده ؟ که مونږ یی خپل بولو نو خو بیا زمونږ خلک د خپلي خاورې د یوې برخې څخه بلي ته کوچیدلی ول نو تا ولی له پاکستانه مننه کوله؟
چې اوس پر ولسمشر غنی دا نیوکه کوي چې ولی پاکستانیانو ته پاکستاني وایی ، جناب کرزی صاحب او ستا په شان چې هر څومره نور افغانان دا فکر لري چې ها خواته خلک افغانان دي باید څو ټکو ته متوجه اووسي
لومړې: دا خبري او شعارونه له کلونو کلونو همداسي شعار پاتي شویدی او د دي لامل شوی چې زمونږ خلک لا ووژل شي او هیواد مو لا وران شي.
دویم : د شعار څخه هاخواته هیچا ته د دي چل نه راځي چي دا مسله حد اقل یو وار پورته کړي چې اساسي د حل لاره یی پیدا او دا مشکل حل کړي بس که څوک یی مني هم نو د بړستني له لاندي یی مني او که یی نه مني هم د بړستن د لاندي څخه یو پوست وکړي چې ډیورنډ نه منم ، ښه چې نه یی مني نو څه به وکړي ؟ ډیورنډ به په شعارونو او نه منلو وګټۍ ؟ او که ستا منل او نه منل به دا جغرافیه تغیره کړي؟
دریم: آیا د کوزې پښتونخوا له خلکو څخه مو کله دا پوښتنه کړیده چي هغوی ځانونه څه بولي ؟ افغان که پاکستاني؟
هغوي افغان تذکري لري او که پاکستاني شناختي کارتونه ؟
زمونږ د پښتنو تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې د نني عصر د تقاضو مطابق او پر حقیقتونو او واقعیتونو استوار ژوند کول یی زده نکړ او تل یی په تخیلي او رومانټیک ژوند تکیه کړیده ، د عملي قدم اخیستو پر ځای یی د ۵۰۰۰ کلن تاریخ د شعار خبره کړیده خو دا یی تل هیر وي چې دا عصر د ټکنالوجي ده نه د توري او زغري ، اوس په یوه بټن وهلو سره ملکونه له نقشي ورک کیږي او ته اوس هم د خپل ټر نیکه د توري داستانونه بیانوي
اصل مطلب ته راځم او هغه دا چې ولسمشر غني تخیلې نه بلکه د نن د تقاضو سره سم یی وزیرستانې ته پاکستاني ویلی ده ، هغه په دي معنی چې په نن عصر کې هاخواته پراته خلک د تابعیت له مخې پاکستانې خو هویتاّ افغانان دي ، خو اوس هماغه خلک پر دي لګیا دي چې دا هویت هم پاکستانې کړي او دا د هغوی حق هم دی ځکه چې د نن زماني انسانان ، اوبو، بریښنا،سړکونو،ښونځیو ،روغتونونو او خلاصه د ژوند کولو اساسي ټولو شیانو ته ضرورت لري چې مونږ یی ورته نه شو برابرولای او که برابر یی هم کړو نو ډیرو کلونو ته به ضرورت ولرو خو هغه خلک چې پدغه سهولتونو روږدي دي دوه ورځي هم تا ته نه شي کتلای او خپله لاره در څخه بیلوي ، بیا هم که څوک د کوزي پښتونخوا خلک افغانان بولي نو مهرباني دي وکړي په څوارلسم اګست کې دي پاکستان ته تشریف یوسي او د همدغه خلکو پر کورونو او دروازو ځړیدلی بیرغونه وګوري چې زمونږ دري رنګه بیرغ دی که د پاکستان دوه رنګه بیرغ