د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

انډوخر

م.ر.یادګاری 08.09.2014 11:58

قریبآ شپږ میاشتی او څو ورځی کیږی چی اول دور ټاکنې ترسره شوی د ټاکنو د قانون مطابق هیڅ یو نوماند دومره رایی نه درلودی چی پنځوس جمع یو رایی پوره او د ټاکنو ګټونکی اعلان شی ټاکنی دوهم دور ته وغځیده او د دوه مخکښو نوماندانو اشرف غنی احمدزی او عبدالله عبدالله تر منځ بیا ټاکنې وشوی ، د دویم دور ټاکنو قریبآ په څه باندی نیمایی ورځ کی د اصلاحات او همپالنی ټیم ناظرین عبدالله ته د ماتی خوړلو زیری ورکړ او له همدغه ځایه د انډوخر جوړولو پلان ترتیب شو ،د انډوخر شروع د جنرال ظاهر ظاهر چی د کابل د آمنیی قوماندان دی او د ټاکنو کمیسیون د دارلانشآ پخوانی ریس ضیاالحق امر خیل د راییو د لیږد پر سر له لفظی شخړی وشو او د هماغې ورځی په پای کی د اصلاحات او همپالنی ټیم مشر عبدالله عبدالله د خپلو پلویانو په منځ کی راښکاره او رسمآ یی په هیواد کی د انډوخر اعلان وکړ او د هیواد په ګوټ ګوټ کی انډوخر پیل او د کابل په ښار کی خیمی ودرول شوی، سرکونه بند شول ،عامو خلکو ته ستونزی پیدا شوی لاریونونه وشول د عبدالله لوی لوی عکسونه چی په کی لیکل شویدی ریس جمهور منتخب افغانستان عبدالله عبدالله وځړول شوی د لویی جرګی په تالار کی انډوخر دومره زور واخیست چی حتی د اولسمشر عکس لاندی ګوزار شو او پر ځای یی د انډوخر د خاوند عکس ولګول شوه او د موازی حکومت سور څراغونه په سترګکو شول د قدرت طلبی حس دومره زوره وره وه چی آن د اصلاحاتو او همپالنی ټیم مشران په همدغه غونډه کی په ژړا سر شول ،عبدالله له خپلو پلویانو په ژړغونی غږ د څو ورځو وخت وغوښت تر څو خپل حکومت اعلان کړی ،هغه څو ورځی تیری شوی خلک دیته منتظر ول چی خبره یو طرفه کیږی او لانجه به خلاصه شی خو په انډوخر کی هم بلا خوندونه دی چی څوک ور سره عادت وی، ټاکل شوی موده پای ته ورسید خو انډوخر نوی باب پرانیست د اصلاحاتو او همپالنی ټیم په میډیا کی ښکاره شول او داسی صوتی غږونه یی نشر ته وسپارل چی ګواکی د ضیاالحق امرخیل غږونه دی او تقلب یی کړیدی باید له دندې ګوښه شی ، ای کاش چی د هغه لیری کول د انډوخر پای وای امرخیل استعفا ورکړه تر څو د ټاکنو په ټپه دریدلی بهیر بیرته پیل شی خو دا آخرنی نه بلکه اولنی بهانه وه د انډوخر دوام ته ، تر دی وروسته د امریکا په شمول د ملګرو ملتونو پښه هم دې اندړخر ته کش او دا دی اوس د هغوی د فیصلو سره هم اصلاحات او همپالنه همغږی نه لری او ورځ تر بلی بهانې لټوی ، دغه ټیم په اونۍ کی یو ځل په میډیا کی سر را ښکاره کړی او افغان حکومت ،امریکا،ملل متحد،د تحول او تداوم ټیم او د ټاکنو دواړو کمیسیونونو ته د ۲۴ ساعتونو وخت ورکوی چی د دوی په ګټه فیصله وکړی کنه نو دوی به خپله آخری پریکړه اعلان کړی خو د دوی اخری فیصله لکه د بسوګی واده داسی بیا پخپل ځای پاتی شی همدا د تیری شنبی په ورځ یی بیا اعلان کړی ؤ چی دوی خپل (موقف )هغه څه چی اصلآ دوی سره شتون نه لری د یکشنبی په ورځ اعلان کړی ، د همپالنی ویندویانو په میډیا کی وویل چی مونږ د اول دور ټاکنو او دوهم دور دواړو ګټونکی یو مونږ د وحدت ملی حکومت اعلانؤ او د تحول او تداوم د اول دور ۳۱٪ فیصدی رایو سره کولای شی چی د وحدت ملی په حکومت کی مونږ سره یو ځای شی ، دیته وایی عذر بد تر از ګناه ،د دی خبر په لیدو ماته یو سوال پیدا شو چی که تاسو د اول دور ټاکنو ګټونکی واست نو بد مو کاوه چی دوهم دور ټاکنی مو ومنل دا دومره انډوخر به مو په هماغه وخت کی کول او له خپله حقه به مو دفاع کوله اوس به هیواد پنځه ملیارده ډالره نه تاوانی کیدهد بیکاری سطحه به دومره نه لوړیده،د هیواد په ګوټ ګوټ کی به د دولت مخالفین دومره جنګونو ته زور نه ورکاوه که تاسو له خپله حقه دفاع نه شئ کولئ نو د هیواد او د خلکو ساتنه او دفاع به څنګه وکړئ؟ هغه میلیونی تقلباتو چی تاسی ورباندی خولی وشکولی او اروپای ټولنه او ملګری ملتونه مو د باطل کولو لپاره دعوت کړ څه شول؟ستاسو یو ویاند خو ملګری ملتونه هم په درغلیو تورن کړ ،خپل افغانی هویت او نهادونه مو د نړۍ په سطحه بدنام کړ، د څه لپاره ؟ د قدرت د ترلاسه کولو لپاره ؟ اور دې په داسی قدرت ولګی چی د خلکو د ارادی خلاف لاس ته راشی او عزت او ابرو په کی لاړ شی ،
که ننی لیده کاته هم نتیجه ورنکړی نو پخپل پخوانی دریځ چی بیا به وخت ورکوئ اکتفا کوئ او که نه دې انډوخر ته د پای ټکی ږدئ؟ دا دی د ملګرو ملتونو د تفتیش په نتیجه کی هم اشرف غنی احمدزی بریالی اعلانیږی که تاسی فرض کړه دومره زړه ور هم شئ چی خپل حکومت اعلان کړئ نو څه به ترلاسه کړئ او څه به هیواد او هیوادوالو ته تحفه ورکړئ؟ نړیواله ټولنه به هغه ټیم په رسمیت پیژنی چی د رایو د تفتیش په نتیجه کی بریالی اعلانیږی ستاسو د انډوخر حکومت به نه رسمیت ولری او نه هم دملت د ارادی تمثیل وکولای شی او په هیواد کی به داسی تاریخی جګړه شروع شی چی یا به تاسی مکمل له منځه لاړ شئ یا به مقابل لوری دا د بحران او جګړو کوم اخطارونه چی تاسی ورکوئ ستاسې اندیښنه نه بلکه د زړه ارمان دی چی پوره به نه شی .
دلته دم او قدم دواړه په حساب دې
بی حسابه څوک قدم اخیستای نه شی