د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د (نور رښتیاپال ) د توجه وړ

م.ر.یادګاری 02.01.2015 13:43

هسې مې په نن ټکی آسیا کې یوې لیکنې ته چې د ( د شورای نظار د مشرانو د ترور په هدف د يوه ۳۰۰ کسيز پټ ځواک په تشکيل غور روان ده)
تر سر لیک لاندې چې لیکوال یي( نور رښتیاپال) ؤ پام شو ، تر لوستلو وروسته داسې را ته و بریښیده لکه ټول افغان ملت چې بیخې مازغه ونلری او دی دې د ړندو د ښار یو سترګه پاچا وې ،لیکوال صاحب دا چې ته څه هدف لری او څه غواړې چې د افغان واحد ملت په منځ کې واچوې نو ستا د لیکنې د ضد او نقیض څرګندونو څخه له ورایه ښکارې . زه به کوښښ وکړم چې ستا هر نظر ته د هماغه د لاندې ځواب ورکړم او بیرته له تاسو څخه ځینې پوښتنې مطرح کړم .
۱-تا پخپله لیکنه کې کاږلې چې د اشرف غنی په مهمو پلویانو له مرګونې بریدونو وروسته خاصو آمنیتي سلاکارانو غنی ته مشوره ورکړې چې یوه درې سوه کسیزه پټ ځواک د شورای نظار د مشرانو د ترور په هدف تشکیل کړي،د یوې کره سرچینې په حواله اشرف غنی ته دغه وړاندیز د ده دوو خاصو آمنیتي سلاکارانو جعفر او عثمان طارق ورکړیده.
ځواب : تر اوسه د اشرف غنی هیڅ مهم پلوی وژل شوی ندی ، په شکریه بارکزی د شوی انتحارې حملې پړه هم طالبانو په غاړه واخیسته ، یعنی که ته دا ثابت کول غواړې چې دا کارونه شورای نظار کوې نو طالبان یی ولی مسولیت منې آیا طالبان او شورای نظار پر یوه ماموریت اخته دې ؟
دغه درې سوه کسیزه ډله باید حتمآ انتحاریان وې چې دغه پلان عملی کړې ، دغه کسان به له کومه او څوک وې؟ اوس مهال د انتحاریانو سرچینه تر ډیره معلومه ده آیا غنی او اتمر به له همدغه سرچینی څخه دغه کسان غواړې؟ که هو، نو طالبان بیا ولی د غنی د حکومت پرضد جنګیږي؟
۲-عثمان طارق دې د اسلامې حزب د اطلاعاتو د ریاست یو پخوانی تکړه چارواکی چې اوس د انګلستان د استخباراتو یا ام ۱۶ سره فعال کار کوې او د غنی خاص آمنیتی سلاکار معرفی کړیده.
ځواب : حزبیان تر مرګه حزبیان دې او له دغې تګلارې هیڅکله مخ نه اړوې، ستا د لیکنې مطلب دا دی چې د حزب اسلامې او د انګلستان ام ۱۶ له ډیر پخوا څخه یو بل سره همکار دې، که داسې نه وې، نو د دنیا هیڅ استخبارات په خارجیانو په لنډ واټن کې باور نه کوې خصوصآ چې هغه هم یو افغان او بیا د هغې ډلې پورې تړلې وې چې تر پرونه پورې په تور لست کې شامل وې او یا حد اقل اروپایان ورته افراطی ډله ووایې ،که ستا خبره کره وګڼو نو داسې مطلب ځینې اخیستل کیږی چې حزب اسلامی او د انګلستان استخبارات سره همکار دې او یو ګډ هدف لپاره یي کلونه سره یو ځای زیار ګاللې دې نو ځکه یي عثمان طارق فعال غړی دی ، که دا هم سم وې ، نو حزب اسلامی په اصل کې د انګلستان لپاره کلونه کار کړی دی، نو د جهاد پرونۍ او ننۍ غږ یی په څه معنی دی ؟
۳-د لیکنې په اخرې برخه کې مو کاږلې چې حنیف اتمر یو پخوانی کمونست او د کمونستانو د مهال د استخباراتو یا خاد یو فعال چارواکی ؤ چې د سی آي ای سره نژدې اړیکې لری ،
ځواب : زه به مو په یاد راولم چې په افغانستان کې ۳۵ کاله پخوا شروع شوی جنګ یعنی سوړ جنګ د پخوانۍ شوروی او امریکا جنګ ؤ چې تر ننه پورې دوام لری ، دشوروی افغان پلویان کمونستان وبلل شول او د امریکا ،پاکستان ، سعودی عربستان پلویان مجاهدین یا اشرار وبلل شول ، پس له پنځه دیرش کاله تیریدو هم که د دواړو لورو افغان پلویان خپلو کې سره جوړ نشول نو اتمر د خاد یعنی کی جی بی اجنټ او سی آي ای سره څنګه جوړ شول ؟ امریکا څنګه پر هغه کس اعتبار کړئ چې پخوا یی کی جی بی ته کار کړئ ؟ امریکایان به دا فکر نه کوې چې کیدای شې اتمر اوس هم د کی جی بی سره تعلق ولری او زمونږ رازونه افشا کړې؟
په لیکنه کې مو نورې ګډوډې څرګندونې هم وې خو د وخت د کموالی په وجهه مې و نشو کولائ چې هغه هم مطرح کړم هیله کوم چې ما ته د پیدا شوو پوښتنو ځوابونه ولیکئ