د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اې !په ټول جهان کې بې جوړې دلیلا خورې!

محمد فاروق (وړ) 11.05.2014 22:35

اې !په ټول جهان کې بې جوړې دلیلا خورې!
څه شی لټوې ته؟چې په زړه کې مې بیا ښورې

وډارشوم په خوب کې ،یو په یو مې ترا را وخوړه
سر بیرـ مبر،مخ دې سپېره ؤ،شونډې سپورې

روح او دبدن ټولو حجرو مې لاره ورکه کړه
هغه وخت چې پوه شول ،چې ته رډ رډ ورته ګورې

ګاټي که کمر وي،دخپل تاج په سر به ځای ورکړم
تیږې دې راوله په مچنوغزه کې څو نورې

اخ!زه ې ټپي کړم ،دقاضي ځواب به هم وایې
کله ملامت دي شهیدان دتورې ـ بورې

وخیژه اسمان ته !بېلتانه ته سترګې بره ګې کړه!
اې!دپه ما ګرانو ماشومانو سکنۍ مورې!

ما خو دتقدیر نه په ازل کې داسې غوښتي وو
مخ دې غنمرنګ ،سترګې شهلا شوې زلفې تورې

وړانګو دسپین ټیک دې سر تر پښو پورې تکتور وسوم
ماته دپنا ځای دی دتا دبڼو سیورې

وس دانتظار او کړاوونو دې نور نه لرم
ولې زه او ته شوو تر سیند پورې او را ؤرې؟

وړ) یم ،عرض به و کړم،چې مهدي اخرزمان راشي
راچې شی،دکبرپیمانې به کړي نسکورې

محمد فاروق (وړ)
زولېنګېن،جرمني
۱۹،۱۲،۲۰۰۳