د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بې واكه پنځه ټكي ( .....) ؟

محمد فاروق (وړ) 08.03.2015 13:50

مرموزه نمونه دخپل دوران شوې احمدزيه!
دچادسر د ښمن او په چا ګران شو ې احمدزيه ؟
څېره دې د ګاندي ده ، خو جامې دې ورته نه دي 
هندو شو ې ؟كه كاوباى شو ې ؟ كه افغان شو ې احمدزيه ؟
 تر غا ړه دې كوچه مار كه دزلفو ول كلك تاو دى ؟
يهود كه نصارا كه مسلمان شو ې احمدزيه ؟
كعبې ته خو تا شا كړه، واشنګتن ته په سجده شوې 
بنده دبل بنده ، نه دسبحان ، شو ې احمدزيه !
خبرشوم چې دخپل ناموس لرغونى هار دې خرڅ كړ 
ښكاره نښه دتير او دكمان شو ې احمدزيه !
دتا دنيكه شخه شمله ستنيې وه اسمان ته 
شرميږي ، چې د خپل د ښمن جانان شو ې احمدزيه !
دفسق او دفساد په جال كې بند شوې ، نه خلاصيږې 
مين په تخت ، دالر او سپين غيران شو ې احمدزيه !
خپل نفس دې كه سلف دې خيانت ته ور تشويق كړې ؟ 
دغلو او قاتلانو ترجمان شو ې احمدزيه !
ستم ،پرچم او نور وطنفروشان د تا سيالان شول 
لوځكه داتمر دخاندان شو ې احمدزيه !
پتمنې پرګنې يوې معجزې ته انتظاردي 
اخ ! ته يې د كنډَو كاروان سروان شو ې احمدزيه !
دپير په اشاره يې دوحدت تندى چيت پيت كړ 
سوټك دصليبيانو ته سندان شو ې احمدزيه !
آى كاشكي ! چې يا لاس او يامې ..... در رسيدلى 
دزړه سر د چاپلوس ، پست او شيطان شو ې احمدزيه !
كرزي هم ډير په ناز سره بوينې پسكې  ويشتې 
ډاكتر يې ، دتيزونو قهرمان شو ې احمدزيه !
انصاف دسياست مخ ته په وچ ډګر ورتو كړل 
ته ولې درټلي مخ پانسمان شو ې احمدزيه !
سرلوړي پښتانه دحيرانۍ په ډنډ  كې  ډوب شول 
چې ته سركښ  د ګوډ  افغانستان شو ې احمدزيه !
هندو ، جټ او جولا هڅه كوي ، چې تا د ځان كړي 
دلوبو چيشت پنډوسكى په ميدان شو ې احمدزيه !
د مځكې زړه خوړين - پړين شو، اسمان هم ډير سخت تنيږي 
دكركې  وړ دمځكې  او اسمان شو ې احمدزيه !
دملې مزه دې  نشته ده ، مهرې  يې تل كړپېږي 
لړزان پل د تېري دواتيكان شو ې احمدزيه !
زه تاته په هېڅ  ډول روغ سړى وېيلى نه شم 
دخپل مېلت او خاورې په تاوان شو ې احمدزيه !
دعلم او غيرت سره دعقل جوهر ګډ كړه!
كپه يې كړه! جوړېږې ، بې ايمان شو ې احمدزيه !
پرون ، نن او سبا دزمانې وېشلى نوم دى 
پرې پوه به شې ، كه بېرته  روغ انسان شو ې احمدزيه !
رښتيني مسلمان ته ډار او كبر دوا ړه زښت دي 
ښادېږې ، كه ته هم د ده په شان شو ې احمدزيه !
راتلونكي ټول نسلونه به دې  نوم په تيږو ولي 
اغزى په زړه د پيغلې او د ځوان شو ې احمدزيه !
په خپل لاس دې دمالگې ډک  خاوری ورباندې  تش کړ
ټپي ته نه طبیب او نه درمان شو ې احمدزيه !
قلم او مظلوم دواړو تكې تورې وينې قى كړې
ظالم شو ې ، په ظالم چې مهربان شو ې احمدزيه !
كارمل ، پست رباني ، مسعود او نور ټول درنه هير شول 
ځه ! تښته ! كړوونكى دوجدان شو ې احمدزيه !
كېدى شي ، نيت دې  ښه وي برګ عمل دې رسوايي شوه 
ناسور ټپ په ابرو  دخپل دودمان شو ې احمدزيه !
باتور احمدزي ټول دوه ديرش غاښونه درته چيچي  
ترې خلاص به شې هغه وخت ، كه پښېمان شو ې احمدزيه !
د  وس  نه لاره وركه ده چې څنګه تا اوس پاك كړي ؟
تكتور خال دتاريخ په سپين ګريوان شو ې احمدزيه !
ماخوب وليد ، چې خپل سر دې په لاس كې و، سور- پور وې 
په چيغو شوى ، د څه شي په ارمان شو ې احمدزيه !
توبه وكاږه خداى(ج) ته د درنو كوچيانو ننګه ! 
پېغور د خوار شپانه او پاده وان شو ې احمدزيه !
دتا كاكل يې غوڅ كړ ، ته رقيب ته ببر نه شوې 
لر چرګ  مې  په سيالۍ كى د رومان شو ې احمدزيه !
خوندي ځاى ته په منډه پنا يوسه ! كه هوښيار يې 
سپېرې شونډې  دې ښيي ، چې  ستومان شو ې احمدزيه !
غيرت كه در پكې وي ، همدا اوس د ځان غم وخوره ! 
غازي به شې ، كه وزير اكبرخان شو ې احمدزيه !
ټبر به دې تر قبره ډېر په مينه بدرګه كړي 
په دشرط ، كه تر خپل ناموس قربان شو ې احمدزيه !
وطن دې كه ازاد او ټګماران دې تار او مار كړل 
بيا وايم ،چې  امان مې دارمان شو ې احمدزيه !
بې واكه پنځه ټكي (....) ؟ خو دتا سره ښه زيب كا 
دهوش نه ورك عنصر مې د چيستان شو ې احمدزيه !
( وړ ) وايي، چې : ( ازاد ژوند دزياركښ ميږي نه زده كړه )
ته ولې يو بې واكه سپك سلطان شوې احمدزيه ؟