د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ویده پکتیا را ويښه کړئ!

محمد فاروق (وړ) 12.08.2013 20:00

اې پیغلو او ځوانانو !خوشالتیا را ویښه کړئ!
دروغ پرېږدئ قاضیانو ته! رښتیا را ویښه کړئ!
دتاسو په خاورین کالبوت کې روح درب(ج)پرته ده
دخپل وجدان په تل کې سپېڅلتیا را ویښه کړئ!
دعقل او انصاف له مخې هر چاته په ښه نیت
دخیر په هر کارکې آسانتیا را ویښه کړئ!
دهر معصوم ماشوم په دواړو سترګو کې ځلیږي
هغه مینه چې وه،ماته یې بیا را ویښه کړئ!
ددې په زنګانه باندې ژور خوب مې یادیږي
شرینه (دما مور، لوردربیا) را ویښه کړئ!
دخپل هیواد اوبه ،لمر او ګردونه مې دوا ده
په سترګو مې تیاره شوه،زر توتیا را ویښه کړئ!
که غواړئ ،چې معراج ته دختلو وس پیدا کړئ
دروح او ټول بدن سلامتیا را ویښه کړئ!
پایڅې او مټې ونغاړئ!دیو او بل په مرسته
په کور،کلي او ښارکې آرامتیا را ویښه کړئ!
ګلې او پرګنې تل دغَلو سره انډول کړئ!
دکښت او ورشوګانو پراختیا را ویښه کړئ!
خولې او رڼې اوښکې نور بې ځایه تویې نه کړئ !
وچ غرونه ،وچې دښتې او بېدیا را ویښه کړئ!
غاټول ګلانه به خوښ شي ؤ‎، دبابا دغره په څوکه
دلاندې مېله جوړه کړئ ! اېشتیا را ویښه کړئ!
عرب او هم عجم ته دګډون بلنه ورکړئ!
دخپل سوچه دستور ویاړ (مېلمستیا) را ویښه کړئ!
هوا،اوبو او وچې ته په بیړه نجات ورکړئ!
چاره دچاپېریال دککړتیا را ویښه کړئ!
چرسي،غل ،لنډوغراو تریاکي به ټول بسیا شي
که تاسودوی هر یوه ته یوه بوختیا را ویښه کړئ!
دارمز دتجارت دی، ترقیامته یې هېرنه کړئ!
کوم شی چې خرڅوئ ، ورته اړتیا را ویښه کړئ!
دزهرو تجارت هم په ښه نیت سره روا دی
کېدی شي،ورته اړشئ،چې سنګتیا را ویښه کړئ!
که تاسو په سیالۍ کې دبري ګټونکي نه شوئ
دخپل ځان ،نه دسیال ،ملامتیا را ویښه کړئ!
دتاسو په ګاونډ کې اتومې وسلې ټمبارشوې
مېلت ته دخوندي ژوندون وړتیا را ویښه کړئ!
غربي نړۍ دجهل په ناولي ډنډ کې ډوب ده
زانګو دمدنیت خپله اسیا را ویښه کړئ!
دستر حاجی میرویس بابا په پله باندې پل کېږدئ!
دزغم،تدبیر او علم پرمختیا را ویښه کړئ!
امیر عبدالرحمان(دادارې نابغه) وایي:
( په ځای سره په خرپ کې چټکتیا را ویښه کړئ!
دپېغلې ملالۍ خویندو او وروڼو!بیراغ جګ کړئ!
شمله دهربري)‎( زړورتیا) را ویښه کړئ!
دخپل ناموس ساتل او درناوی په تاسو فرض دی
پَستان وایي:( په دې هکله چوپتیا را ویښه کړئ! )
قادر خدای(ج) بې پروا دی ،اړ خو نه دی په ما ګرانو!
خپل ځان ته دپتمن واک لېوالتیا را ویښه کړئ!
ناتو هم په ګونډو شوه ،تالیڅتي یې پرېنږدئ!
په بانک ،پُست او ګمرک کې ویښتیا را ویښه کړئ!
په ارګ کې بیا دمږو او موږکو انډوخردئ
د(وړ) دناز ټوټه (ویده پکتیا) را ویښه کړئ!

زولینګېن ،جرمنی
۱۰،۱۰،۲۰۱۰