بله ډېوه
20.04.2013 22:16کله مې هېرېږي رڼې اوښکې او سلګۍ دتا
ښکلې شهلا سترګې ،تور باڼه او سره خولګۍ دتا
تاچې په هوس او مینه شپه او ورځ پاللې وه
وسوه دکېږدۍ سره یوځای باغچه ړنګۍ دتا
چرس وهی،چغېږي،دمینا زره دې وچاوده
نورخبرې نه کوی دچا سره ملګۍ دتا
رویو دراکټ غږ او لمبو په ویر ککړه کړه
شنډه شوه،بربنډه شوه خړکه کُلنګۍ دتا
ځان یې دکېږدۍ په ایرو سر تر پښو لړلی دی
خپل مور او تا غواړي منګۍ (کمکۍ جونګۍ ) دتا
نه خوري او نه چښي لورکې!څه ورسره و کوم ؟
خوارې شوې ملګۍ،هم کلنګۍ او هم منګۍ دتا
خړ خډل دتا په مزار پروت دی،انګولا کوي
نشي هیرولی سپين لمونه او هګۍ دتا
(وړ) ،ما او همځولو دې په سرو سترګو کتل درته
باد چې ښکلول زلفې،لاس،پښې او شنه لنګۍ دتا
لمر،ستوري ،سپوږمۍ او ملایکې شاهدان دي ټول
زړه ته مې نیولي دي سپين ټیک ،هار او نتکۍ دتا
ته بله ډیوه یې ،زه جنت ډېر بختور بولم
تپ ـ توره تیاره شوه بېله تانه دُنیاګۍ دتا
پاکې پریښتې چې په جنت باندې پیرې کوي
پام کوه چورنه کړي شنه خالونه او ونګۍ دتا
موریم ،په محشر کې به یې زه هم ګرېوان څيرې کړم
ولې کبرجنې ناتو ړنګه کړه ځالګۍ دتا
زولېنګېن،جرمني
۰۸،۰۳،۲۲۰۲