د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

وه دې مري که نه دې مري؟

محمد فاروق (وړ) 11.09.2012 08:11

(وړه!) نه میږیان مري اونه میاسې،پښتانه دې مري
ولې بوش ته نه وايې؟چې لاس دې نیسه !نه دې مري!

وه پوښته له خضره(ع)!چې رښتیا په انسان څه وشول؟
رډ رډ ورته ګوري،خو څوک نه وايي،چې نه دې مري

شپه او ورځ بمونه،راکټونه او ګولۍ اوري
ښکلي،نازولي په سلګيو او مانه دې مري

ته خو په بنګلوکې دورېښمو په پالنګ پروت یې
خړـ پړبزګران،پاده وانان او خوارشپانه دې مري

کونډې،بورې،وره رې،یتیمان اویسیران ژاړی
ګران په تا زاړه ،واړه،ځوانان او نوردرانه دې مري

راشه!په سپېروسترګویې غبرګې ګوتې ته کیږده!
لت- پت په سرووینودسنګرنه راستانه دې مري

ځغله خپل دوزخ ته!په پردی جنت کې څه کوې؟
سوي په خوګلن کې دجفا او بېلتانه دې مري

پستو صلیبیانو دې ژوندي او مړي سپک ـ سپاندکړل
شوم پلان دناتودی،اعتبارپه ژوندانه دې مري

شنډې دیونو پرېکړې خپل غول په مخ دروه تپل
بدبوی یې سبب شو،چې ماشوم په زنګانه دې مري

ویښ شه!راپاڅیږه!وه خوځیږه!بسم الله کړه ته!
نوم ،تاریخ،کلتور،عزت،ملت او میلمانه دې مري

وسول ،تورسکاره،دود او ایرې شول په ډیوه باندې
شپه ده،پتنګان دي ،وایه!وه دې مري که نه دې مري؟

ولې پښتانه مري ؟ازادي خو هیڅ ګناه نه ده
هرڅوک چې ظالم،خاین او غل وي ،وایم: وه دې مري

زولینګېن ،جرمني
۲۵،۱۰،۲۰۰۶