د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خوندونه ،دردونه او یادونه

محمد فاروق (وړ) 22.05.2013 22:32

وړې پرموښکۍ یُوړم،تېر یادونه را په یاد شول
خواږه ،ترخه ،لږ تروش او نورخوندونه را په یاد شول

دنیا ته چې راتلم،دمورد چیغو سره یوځای
هم غم ،هم خوشالی او هم دردونه را په یاد شول

اَی کاشکي! ترقیامته یې په غېږ کې پروت ماشوم وی
دګرانې مور په پیو کې قندونه را په یاد شول

وږمې ،نغمې او وړانګې ماته ټینګې غېږې راکړې
درې ،شېلې،جګ غرونه او بادونه را په یاد شول

وفا ،صبر،غیرت او بیداری یې دپام وړدي
خډل،دده بد بین،ځان او دودونه را په یاد شول

دخرو،غویو او سپیو سره یو ځای په یوه غار کې
ساده یوپه بل کلک تکیه ژوندونه را په یاد شول

ډیر ښکلي ماشومان لوڅ ـلغړ غلي هلته ناست وو
سور لمر،واورې ،یخونه او ګردونه را په یاد شول

یومونه،کلنګونه او بېلچې به ورسره وې
په کلیوکې اشرې او مردونه را په یاد شول

تروې د سمندر اوبه په شوق لکه نهنګ چښي
کاږه لکه ښامار تللی سیندونه را په یاد شول

په ګوتو ښکلي جوړ سپین ګرېوانونه دپیمخو
شهلا سترګې وپېکي او مړوندونه را په یاد شول

په چیغو شوم، غمجن وم ،رحیم جان تسلې راکړه
وچ بڼ ،ړنګ – بنګ کورونه او بندونه را په یاد شول

هغه نیک بخت به څوک وي ،چې د..... سریې غوڅ نه وي
تېره تېغ ،موسا ډم او فریادونه را په یاد شول

سخت تږی وم ،ما غوښتل ،چې او به یا شربت و چښم
کوزې مې بې مزې شوې ،رشخندونه را په یاد شول

دشرق ،شمال ،جنوب ،غرب او هوا نه غلو چورګډ کړ
غلا شوي او تیت - پيت سره درمندونه را په یاد شول

هر یو یې دملت په وینو خپل لاسونه سره کړل
جوړشوي ددښمن په لاس ګوندونه را په یاد شول

چنګېز او هلاکو یې بې رحمۍ ته مدال ورکړ
میخونه،سر،سوټک او پست باندونه را په یاد شول

شمېرل یې دقلم او کمپیوتر په وس کې نشته
دمړیو او ټپیانو عددونه را په یاد شول

دقُم او شمالي ټلوالې شوم پلانونه یو دي
دپاپ او دتهران قراردادونه را په یاد شول

سیاف ،پیر،خلیلي او ربانی هلته حاضر وو
خوړلی په کعبه کې سوګندونه را په یاد شول

موزیم ،ارشیف او ډکې خزانې دوی ټولې یُوړې
تور سوي او خرڅ شوي سندونه را په یاد شول

دغټو جاهلانو په ناحقه فیصلې وې
ضبط شوي او لوټ شوي جایدادونه را په یاد شول

کډوال چې شوم،دبل ملک کچه سپی مې ورته پام کړ
دموږ په سینه خښ خیالي بریدونه را په یاد شول

غربی وحشت په بیړه ښار او کلي ته روان دی
دنر سره دنر رسمي وادونه را په یاد شول

دمیندو په رحیم کې ماشومان ډېر نیمه خوا شول
په زهرو کې غوټه مفت مددونه را په یاد شول

دموږ او دعربو سرکشان به څوک په سد کړي؟
لارنس چلتار په سر،چل او کندونه را په یاد شول

یو زوړ ګیدړ په جګه غوندۍ ناست ؤ، نور ترې تاو وو
ټګي دزاړه ټګ او اورادونه را په یاد شول

دپاکو او ريښتینو افغانانو په ارمان شوم
په کور او دفترونو کې ګندونه را په یاد شول

ترمورګو پورې ډکې دقارون کاسې چپه شوې
نړۍ ورو ورو غرقیږي ،عناندونه را په یاد شول

وجدان مې لکه بوره مور بې واکه کُوکې وکړې
ددوست او ددښمن سټ او لادونه را په یاد شول

دارګ په شاوخوا کې ګډوډیو ته چې ځیر شوم
نادان ته د دانا ټوال ارشادونه را په یاد شول

قیامت شو،مارکس ،انګلس،لېنین او وزه وو په دوزخ کې
په ږیرو یې بل اور او تور دُودُونه را په یاد شول

دتېرو ناکردو یادول ډېرو ته کړاو دی
بیا هم زه په دې خوښ شوم،چې پندونه را په یاد شول

دلوی خدای(ج)دهریوه نعمت په راکړه باندې شُکر
اوس زوړ یم ،دځوانۍ پاک امیدونه را په یاد شول

د(وړ) دخیال دنیت دمرستې ویاړمې چې نصیب شو
پټ شوي دکوم راز تر شا آندونه را په یاد شول



زولینګېن ،جرمني


۱۱،۱۱،۲۰۱۱