د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

رښنینی ایمان

محمد فاروق (وړ) 06.01.2015 19:07

باور لرل په خدای (ج)، بل چا یا بل شي خو ایمان دی
اشرف المخلوقات کډوال نن ولې بې ایمان دی ؟

هم بُت هم بُتپرست دواړه دپاک الله مخلوق دی
سجده کوونکی بل مخلوق ته کله مسلمان دی

په خوله باندې خو ډیر منافقان مسلمانان دي
عمل یې دشاداد ،نمرود،فرعون او شیطان دی

دنیا ته دانسان راتګ ښادي ورنه تګ غم دی
ترڅوچې شپېلۍ پو نه وي،دوه مخی دا جهان دی

ته وایې :« افغان مړکړه! خو ګریوان یې څیرې نه کړې !»
شکېدلی ترلمنې نن دهر افغان ګریوان دی

هرڅوک له مانه پوښتي ،چې:«څه وخت به مې بخت ویښ شي ؟»
دما، دمادپلار،نیکه او جد هم دا ارمان دی

ښکارزن په غېشو وویشتو ، چې غبرګ وزر مو مات شول
موږ پاتې شوو،کړیږو ،رانه تللی خپل کاروان دی

دعمر ټول واټن دخطرونو څخه ډک دی
ضرور هریوه کاروان ته یوزړه سواندی پوه سروان دی

ډېر پاک پاک انسانان خو په ناحقه مظلومان شول
ډېری، چې ظالم نه وُ،نن په خپل عمل پښېمان دی

خپل زړه ورته تنګ نه کړې! مټې ونغاړه !خوځیږه!
په هر کار کې یا ګټه اویا هم لږ څه تاوان دی

وردګ ډولچي ته ته وویل ،چې: «ډول ته دې کش ورکړه!»
کړَپا شوه دکړامو یې ،واشنګتن ته ور روان دی

خپل ډانګ ته چې دی لاس کړي،بس !تکیه یې په مولاده
سرلوړی پښتون ځکه په سنګر کې قهرمان دی

دهر بدل افغان نقاب چې لرې کړې ،مشرک دی
مشرک مرید دخپل پیر ترڅنګ پروت په یوه ډېران دی

که نن نه شي،سباته ټول کبرونه زوال کیږي
دخدای(ج)په نعمتونو باندې کبرخو کفران دی

متل دی دپښتو: « که راته ګورې،درته ګورم
یوبل ته خو په نه کتو دمینې جهان وران دی»

دارمزدژوندانه دی له ازله ترابده
ته خود په هغې چا ګران یې ،چې دی هم په تا ګران دی

خواږه ،ترخه او تروش شربت یې ځای نه شي نيولی
وحدت که دوجدان په جام کې وه څکې،زعفران دی

د ویر تورې پردې دوطنپال په مخ راکش شوې
ړنګ شوی ښکلی قصر د مشهور دارالامان دی

دنوي کال په روځ موږ دهر چا درُخې وړ وو
په یاد مې دجانان سره چکر دیخ پغمان دی

نران او ښځې مخ ،څټ ،ښي او چپ لوري ته ځیر شئ
رسوا یې کړئ !چې څوک مشر یا کشر او یا ځوان دی

ایمان دده په کړو او وړو کې شپه او روځ ځلېږي
په هره یوه سیالۍ کې غټ او روڼ ستوری افغان دی

دلوبو پایلې ښيي،چې په لوبو کې هر چېرته
دبل هریوه لوبغاړي هدف ...،زور او غیران دی

نادان دکایناتو پست لوبغاړي ته چکچک کا
دانا دنادانانو بدبختیو ته حیران دی

دشویو تجربو له مخې ډېر طبیبان وایي:
ایمان دهر انسان بدن او روح ته ښه درمان دی

دټګ او د ټګمار خبرې ښې بريښي جاهل ته
رښتینی ایمان (وړه)کلک باور په پاک قرآن دی

محمد فاروق (وړ)
زولینګېن ـ جرمني