د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ننګرهار پوهنتون د سیاسي لوبو ډګر او که ...

فضل ربي شیرزاد 23.11.2013 16:23

په دې وروستیو کې په ګڼ شمیر چاپي، غږیزو او انځوریزو رسنیو او ټولنیزو شبکو کې ننګرهار پوهنتون د سیاسي لوبو د میدان او د مخالفینو د سنګر په توګه معرفي شو. خبره تردې کچــې لویه شوه چې آن ځینو نړیوالو رسنیو دغې موضوع ته پام شو او په اړه یې راپورونه ولیکل او ننګرهار پوهنتون یې په دې پړ کړ چې هلته محصلین د زده کړو پر ځای په سیاسي هلوځلو بوخت دي، لاریونونه کوي، لارې بندوي او دولت ضــد کړنې کوي.
هر چا چې په ننګرهار پوهنتون کې وخت تیر کړی وي له پورتنیو ترخو واقعیتونو سترګي نشي پټولی. ننګرهار پوهنتون محصلینو قرآن ته د بې حرمتۍ، ملکي خلکو د وژنې، په افغانستان کې د امریکا شتون او آن د منځني ختیځ، افریقا او د نړۍ د نورو اسلامي هیوادونو د مسایلو په اړه لاریونونه کړي، لارې یې بندی کړي او خپل غږ یې پورته کړی. مساله په لاریونونو پورې محدوده نه ده. دلته د دولت د مخالفینو په ګډون له خلق او پرچم څخه رانیولی تر افغان ملت، طالب او حزب اسلامي پوری قانوني او غیر قانوني سیاسي ډلې فعالیتونه کوي، څانګی لري، اعلامیې خپروي، غړي جلبوي او کمپاینونه کوي.
خو اوس پوښتنه دا پیدا کیږي چې آیا ننګرهار پوهنتون د هیواد یواځینی پوهنتون دی چې دغه ډول عناصر په کې فعاله دي؟ آیا د هیواد نور پوهنتونونه له دې هر څه پاک دي؟ آیا په کابل. مزار، کندهار خوست او نورو پوهنتونونو کې سیاسي ډلې فعاله نه دي؟ آیا هلته محصلین لاریونونه نه کوي؟ غونډی نه جوړوي؟ آیا د تیري جونز ( عیسوي ملا) لخوا قرانکریم ته د سپکاوي په غبرګون کې د مزار پوهنتون محصلینو د ملګرو ملتونو په دفتر برید ونه کړ او کارکونکي یې ونه وژل؟ آیا د ولسمشر تر وژلو پورې لویې توطیې په کابل پوهنتون کې جوړې نه شوی؟ آیا د ولسمشر د وژنې د توطیې طرحه د کابل پوهنتون د یو شمیر استادانو او محصلینو لخوا نه وه جوړه شوی ؟ آیا په خوست پوهنتون کې محصلین له بمونو سره ونه نیول شول؟ آیا کندهار پوهنتون کې دولت ضد کړۍ فعاله نه دي؟
که د پورتینو پوښتنو ځواب مثبت وي نو ددې ښکارندوي دی چې د هیواد په نورو پوهنتونونو کې هم د ننګرهار پوهنتون په څیر او یا تر هغې زیات سیاسي فعالیتونه او دولت ضد کړنې رواني دي. او باید چاره یې وسنجول شي. که داسې وي نو بیاولې یواځی ننګرهار پوهنتون په اړه بحثونه دومره تاوده دي؟ پر فیسبوک، تلویزیون، رادیو او نورو رسنیو یواځی ننګرهار پوهنتون دی چې د سیاسي فعالیتونو له امله پړ بلل کیږي. زما په اند ځواب یې ساده دی.
که شاوخوا یوه نیمه لسیزه شاته ولاړ شو او د مجاهدینو حکومت ته یو ځغلنده نظر واچوو دا به راته جوته شي چې په دغه دوره کې د کابل پوهنتون په ګډون د هیواد دګڼ شمیر پوهنتونونو او تحصیلي ادارو دروازې لږ ترلږه تر یوې ټاکلې مودې پورې تړل شوی وی. د مالوماتو پر بنسټ، د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځی هغه مهال نه یواځی دا چې دروازې یې نه وی تړل شوی بلکې د نظم، ډیسیپلین او سویې له نظره آن د هیواد تر ډیرو اوسنیو پوهنتونونو مخکی وو. او د جهادي مشرانو له نفوذه او واسطو لیرې یې د هیواد بچیانو ته خدمت کولو. د ننګرهار علم پروره خلکو خپل پوهنتون تاند ساتلی وو.
که رسنیو ته لږ ځیر شو، دا پخپله د ننګرهار خلک او ننګرهار پوهنتون محصلین او استادان دي چې د پوهنتون سیاسي کیدل یې رسنیو ته راایستي او مخالفتونه یې کوي. زما په اند دلیل به یې دا وي چې په پوهنتون کې دولت ضد فعالیتونه، لاریونونه او سیاسې کمپاینونه د ننګرهاریانو او ننګرهار پوهنتون غوڅ اکثریت محصلینو او منسوبینو لپاره یوه پردۍ او نا اشنا پدیده ده. د لاریونونو طراحان یوه کوچنۍ ډلګۍ ده چې له بیلابیلو سرچینو هڅول کیږي او په پوهنتون کې خپلې سیاسي اجنډاوې مخې ته وړي. زه چې دا خبره کوم موخه مې دا نه ده چې په ننګرهار پوهنتون کې له روان کړکیچ څخه د خلکو پام اړوم یا یې لوستونکو ته کم ارزښته ورپیژنم. زه په دې باوري یم چې دا یوه لویه ستونزه ده او د پوهنتون منسوبین او د لوړوزده کړو د وزارت چارواکي یې باید چاره ولټوي. خو پردې باید پوه شو چې دننګرهار پوهنتون سره د سیاسي فعالیتونو نوم له دې امله نه دی تړل شوی چې هلته سیاسي فعالیتونه تر نورو تحصیلي ادارو زیات دي بلکې دا په ډاګه کوي چې د ننګرهار پوهنتون غوڅ اکثریت محصلین او استادان ددغې پدیدې مخالف دي او پر وړاندی یې په پوره جرات او زړورتیا سره مبارزه کوي او په ډاګیزه توګه یې غندي. زه دهیواد له ټولو لیکوالانو، ژورنالیستانو او محصلانو هیله کوم چې دننګرهار پوهنتون دمنسوبینو په څیر په نورو پوهنتونو کې هم دغه ستونزه راوسپړي او حل لارې یې ولټوي.