د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دكاروېش ، خوځښت او نه تبعيض، د سیمه اییز اقتصادي پیوستون مهم شرطونه

فضل ربي شیرزاد 10.05.2014 12:16

ددې لپاره چې په سیمه کې اقتصادي پیوستون رامینځته شي، باید درې شرطونه یې پوره کړي وي:
• د کار ویش Division of Labor
• خو ځښت mobility
• عدم تبعیض Non discrimination
په یوه ټاکلي سیمه کې د هیوادونو د اقتصادي پیوستون لپاره یو مهم شرط دا دې چې په پایله کې یې د غړو هیوادونو ترمینځ د کار ویش رامینځته شي. د کار ویش په دې مانا چې له غړو هیوادونو څخه هر یو یې هغه توکي تولید او نورو ته صادر کړي چې په تولید کې یې تخصص لري او په لږ لګښت سره یې تولیدولی شي.
ددې ترڅنګ بشپړ پیوستون ددې ايجاب كوي چې هغه توکي چې بازارته عرضه کیږي باید په كافي اندازې سره دخوځښت وړوي. اوعدم تبعيض په دې مانا چې نه پلورونكي اونه هم پيريدونكي دپلورل شوو اوياپيرودل شوو توکو دمنشا(origin) په اړه فکر وکړي.
د یادولو وړ ده چې په سیمه اییزه کچه د هیوادونو د پیوستون لپاره اړینه ده چې د غړو هیوادونو تر مینځ د توکو او د تولید د عواملو ( کارګرو او پانګې ) خوځښت په كافي اندازې سره وي (Adequate Mobility ) نه په بشپړ ډول سره
(Perfect Mobility) ځكه دااړینه نده چې دتوليدهرواحداويادتوليدهرعامل دې له یو هیواد څخه بل هیواد ته د انتقال وړ وي همدومره بس دې چې دټولې عرضې يوه ټاكلي برخه دي پرته له نا اړینو لګښتونو او پرته له خطر څخه له یو غړي هیواد څخه بل غړي هیواد ته ولیږدول شي.
راځئ چې له سیمه اییز پیوستون سره د عدم تبعیض اړیکه په جلاډول سره ديومثال په ترڅ كې روښانه كړو :
هغه وخت ويلى شوچې په اروپايي اتحاديه كې دغنموپه بازار كې بشپړ پیوستون رامنځته شوى كله چې يوپيرودونكى دې ته ونه ګوري چې داغنم په فرانسه كې كرل شوي اوكه په جرمني كې اوپلورونكى هم دې ته ونه ګوري چې د نوموړي تولید شوي غنم داروپايي ټولنې كوم هيوادته لیږدول کیږي .په دغه دواړوبرخوكې ستونزې دځينوقوانينو،مقرراتو،اداري محدوديتونو اوتعرفوله امله رامنځته كيږي چې دهغې دلمنځه وړلوپه صورت كې له اقتصادي پیوستون څخه خبرې كيداى شي.
په همدې ډول په اروپايي اتحاديې كې دكارپه بازاركې بشپړ پیوستون څخه هغه وخت خبرې كيداى شي كله چې دكارخانې څښتن دې ته ونه ګوري چې يوكاركوونكى دبلجيم څخه راغلى اوياهم له ايټاليا څخه. او له بله اړخه كاركوونكي دې ته ونه ګوري چې داروپايي اتحاديې په كوم هيوادكې نوموړي په دنده گمارل كيږي ددغسې شرايطو رامنځته كېدل ددولتي محدوديتونودلمنځه تلوپه صورت كې ممكن بريښي خوبياهم ژبني اوكلتوري توپيرونه يوڅه خنډ گرځېدى شي.

په همد ې توگه دپانګې په بازاركې هغه وخت دبشپړپیوستون څخه خبرې كيداى شي كله چې دونډوپيرودونكي دې ته ونه گوري چې دونډودنشركوونكي كمپنۍ مقر په كوم ځاى كې دى اوياپه كوم ځاى كې فعاليت كوي اوپه همدې توگه شركت دې ته ونه ګوري چې دونډوپيرودنكي دكوم هيوادتابعيت لري اوپه كوم ځاى كې اوسيږي. دغه شرايط ددولتي محدوديتونوپه لمنځه وړلوسره رامنځته كيداى شي پورتنیو څرګندونو داجوته كړه چې خوځښت اوعدم تبعيض دپیوستون سره څه ډول اړيكې لري اودهمدې څرګندونو په رڼا کې دابه پرځاى خبره وي چې خوځښت اوعدم تبعيض دپیوستون لپاره دلازمي شرطونوپه توگه اودكارويش دكافي شرط (Sufficient Condition ) په توگه ومنو.

په لنډه توګه ویلی شو که چیرې په یوه ځانګړي سیمه کې د څو هیوادونو ترمینځ د کار ویش رامینځته شوی وو، توکي له یو هیواد څخه بل هیواد ته په ازادانه توګه ( پرته له ګمرکي تعرفو او حکومتي محدودیتونو) لیږدول کیدل، د یو غړي هیواد کارګر کولی شول چې په بل غړي هیواد کې پرته له هیڅ ډول محدودیت څخه کار وکړي او په پاي کې د هیوادونو ترمینځ د پانګې پر لیږد هیڅ ډول محدودیت نه وو نو ویلی شو چې په دغه سیمه کې اقتصادي پیوستون رامینځته شوی.