د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ټوني بلیر هره ورځ دقرانکریم تلاوت کوي

فضل ربي شیرزاد 14.06.2011 15:16

ژباړه له سیاست ویبپاڼې څخه.
لندن، جون ۱۴: دبرتانیا پخوانی لومړی وزیر ټونې بلیر د مذهب د اهمیت په اړه ډیر زیات پرانیستې دریځ غوره کړی او هره ورځ په دې موخه د قران کریم تلاوت کوي ترڅو معتقد پاتې شي .
بلیر چې همیش به یې داخبره کوله چې په مذهب کې لیوالتیا نه لري په کال ۲۰۰۷ کې کاتولیک مذهب ومنلو.
د لیبرال ګوند پخوانی مشر اوس وايي چې داسلام مبارک کتاب تلاوت ده ته دا ډاډ ورکوي چې معتقد پاتې دی.
نوموړی وايي: “زماپه اند ننۍ نړۍ دیو کلي شکل غوره کړی نو دا ډیره اړینه ده چې معتقد واوسو. زه هره ورځ دقران کریم تلاوت کوم. څه نه څه له دې امله چې په هغه څه ښه پوه شم چې په نړۍ کې روان دي خو په بنسټیزه توګه له دې امله چې قرانکریم په لوړه کچه لارښوونکې او تعلیمي کتاب دی.”
بلیر وايي په عقیده باندی پوهیدل دملګرو ملتونو، امریکا، اروپايي ټولنې او روسیې داستازي په توګه ددده ددندې لپاره ډیر اړین دی.
دراپورونو له مخې بلیر اسلامي عقیده مخکې هم د (ښکلې) عقیدې په توګه ستایلې. هغه ویلي وه چې پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم د مدنیت یو فوق العاده ځواک وو.
پخواني لومړي وزیر ویلي چې قران ( د سمون یو هر اړخیزه کتاب دی. د ساینس او پوهې ستاینه کوي او دخرافاتو څخه بیزاره دی. عملي دی او دواده، ښځو او حکومتدارۍ په اړه په رویه کې دخپل وخته ډیر مخکې دی. )