د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پنځه تبصرې چې دکرزي اړیکې یې له امریکا سره ترینګلی کړی

فضل ربي شیرزاد 23.06.2011 00:25

سرچینه: فارین پالیسي ویبپاڼه

ژباړونکی: فضل ربي شیرزاد
په داسې حال کې چې بارک اوباما د افغانستان څخه د امریکایي وتونکو عسکرو دشمیر داعلانولو لپاره تیاری نیسي ، د کرزی وروستیو پاروونکو او له دښمنۍ ډکو څرګندونو په واشنګټن کې د پالیسي جوړونکو لپاره بل سرخوږې جوړ کړی.
دنوموړی لخوا وروستی برید د شنبې په ورځ ترسره شو:
”که په یاد مو وي څوکاله وړاندی به ما د بهرنیانو څخه دهغوی دمرستو په خاطر مننه کوله، هره دقیقه به مو له هغوی څخه مننه کوله. اوس مې دمننې ویل بس کړي... هغوی دلته دخپلو مقاصدو لپاره راغلی، دخپلو اهدافو لپاره او زموږ خاوره دهغې لپاره کاروي. “
سره له دې چې دکرزي ویناوې په بشپړ ډول سره لویدیځ ضد او امریکا ضد ګرځیدلي خو بیا هم دا خبره روښانه نه ده چې آیا کرزی په ریښتیا سره هم دبهرنیو پوځیانو وتل غواړي، داسې یو اقدام چې کولی شي د نوموړي دحکومت ثبات له خطر سره مخ کړي.
ددې هرڅه سره بیاهم دنوموړي خبرو امریکايي مامورین قهرولي او په دې سوچ کې دي چې دغه خبرې د جګړې هڅې کمزوری کوي. په کابل کې دامریکا له کاره ګوښه کیدونکي سفیر کارل ایکن بیر ي د کرزي د وروستیو خبرو په ځواب کې وویل:
” په داسې یو نقطه کې چې ستاسې مشران په دی باور وي چې موږ دښیګڼې پرځای تاسې ته شر در رسوو، که داسې یوې نقطې ته ورسیږو چې موږ دا احساس کړو چې زموږ پوځیان او ملکیان پرته له یو منصفانه دلیل څخه قربانۍ ورکوي، او زموږ دمرستو سخاوتمندانه پروګرامونه په بشپړ ډول سره غیر موثر او د فساد سرچینه ګڼل کیږي په داسې وخت کې به امریکایان کور ته دخپلو ځواکونو دستنیدو غوښته وکړي “
د کرزي د غوسې ترشا څه دي؟ دشنونکو او چارواکو یوه ډله په دی فکر ده چې نوموړي توازن له لاسه ورکړی – دامریکا استخباراتي راپورونو څو ځله دا تیوري وړاندی کړی چې نوموړی په ذهني افسردګۍ اخته دی ) He is manic-depressive)
خو نور په دی باور دي چې کرزی په دی فکر دی چې امریکايي ضد څرګندونې به دنوموړي د ملتپالۍ او وطندوستۍ باور زیات کړي او دافغانانو ملاتړ به ترلاسه کړي.
ولي نصر چې داوباما په اداره کې د افغانستان او پاکستان دپالیسۍ په څانګه کې سږنی پسر لی کار کړی وايي : " دنوموړي په اړه زما مطالعه داده چې هغه زموږ په ستراتیژۍ باور نلري او په دی عقیده نلري چې موږ دهغه په وړاندی ژمنتیا لرو"
د ۲۰۰۹ کال ولسمشریزي ټاکنې چې نوموړې په کې د ټاکنود ډیرو کتونکو لخوا په تقلب تورن شو دهغه او دمتحده ایالاتو په اړیکو کې داوښتون ټکی وو. نصر وايي : " له تیرو دوه کلونو راهیسې نوموړې زموږ په ستراتیژۍ او ژمنتیا شکمن دی" نصر زیاتوي " نوموړی هغه غوښتنې چې موږ یې ورڅخه لرو دخپلو سیاسي ارزوګانو په خلاف ګڼي. نو له همدی امله نو ګواښونه کوي "
کرزی دپوځې مداخلې څخه چې نوموړي ته د یاغیانو سره دجنګ لپاره اړینه ده دخلکو (امریکایانو) دملاتړ دکمیدو خطرته لمن وهي. نظر پوښتنې ښايي چې امریکایانو دافغان جګړې سره خپله حوصله له لاسه ورکړی. او کله چې دافغانستان مشر په ډاګیزه توګه امریکايي پوځیان د نیواکګرو په توګه غندي نو هغوی نوره هم خپله حوصله له لاسه ورکوی.
نصر وايي : " نوموړی (کرزی) په سیستماتیکه توګه دا فکر رامینځته کوي چې موږ په افغانستان کې خپل وخت ضایع کوو “
په لاندی برخه کې فارین پالیسۍ د کرزي ځینې تازه بدنامه (دلیکوال په اند) څرګندونې راټولې کړي:

زه به له طالبانو سره یوځای شم
کرزی پخپلی ترټولوزیاتې بدنامې وینا کې چې د ۲۰۱۰ کال په اپریل کې یې دبندو دروازو ترشا په یوه غونډه کې کړی وه اخطار وکړ چې دسیاسي سولې پروسه به پریږدي او دیاغیانو سره به یوځای شي. دغه څرګندونې نوموړي هغه وخت وکړی کله چې دپارلمان لخوا دنوموړي وړاندیز رد شو او نوموړي یې پړه په بهرنیو لاسوهنو ورواچوله.
د پارلمان یو غړي چې په غونډه کې حاضر وو اسوسیټید پریس ته د نوموړي وینا دارنګه رانقل کړی:
هغه وویل که زه ترفشار لاندی راشم نو زه به له طالبانو سره یوځای شم.
دځینې قانون جوړونکو په اند داسې بریښیده چې کرزي هڅه کوله په پارلمان کې دطالب پلوه بلاک خوښي ترلاسه کړي.
افغانان پوهیږي چې له نیواکګارو سره څه وکړي
د می په میاشت کې کرزي دیو خبري کانفرانس په ترڅ کې ناټو ته وروستۍ اخطار ورکړ چې باید هوايي بریدونه چې ملکیان په کې وژل کیږي ودروي :
”که دوی زموږ په کورونو حملې ونه دروي نو دهغو حضور به په افغانستان کې دداسې یوځواک پر ځای چې دتروریزم پر وړاند جنګ کوي پر داسې یوځواک بدل شي چې دافغانستان دخلکو سره جنګ کوي او په داسې یوحالت کې تاریخ ښودلی چې افغانان له تیري کونکو او نیواکګرو سره څه ډول معامله کوي“
امریکايي چارواکي په دی خبره نا خوښ وه چې په ضمني توګه ددوی راتګ د شوروي لخوا دافغانستان د نیولو سره پرتله شو او په دی خبره چې کرزي پخپلو خبرو کې هغو یاغي ګروپونو ته ډیره لږه اشاره وکړه څوک چې دملکي خلکو دغوڅ اکثریت دوژلو مسول دی. دملګرو ملتونو دشمیرو له مخې د ناټو ځواکونه د ۲۷۷۷ ملکیانو له جملې څخه چې تیر کال دجنګونو له امله وژل شوي یواځې د ۱۷ سلنې مسول وه.
زموږ پر خاوره دغه عملیات بند کړﺉ
د مارچ په میاشت کې کرزي د یوې احساساتي وینا په ترڅ کې چې دهغو ملکي خلکو خپلوانو ته یې کوله چې په جنګ کې وژل شوي وویل:
نا ټوباید له یوې مخې په افغانستان کې خپل عملیات بند کړي
”په ډیر درناوی، په ډیر عزت او خاکسارۍ سره نه په کبر او غرور سره دناټو او امریکایانو څخه غواړم چې زموږ پرځمکه خپل عملیات ودروي. که جنګ د ترور پر خلاف وي نو داجنګ دلته باید نه وي، دلته ترور نشته ... زموږ غوښتنه داده چې دا جنګ باید ودریږي. “
که څه هم کرزی وروسته بیا له خپلې غوښتنې وګرځید او دهغه ویاند وویل چې کرزي یواځی دناټو هغو عملیاتو ته اشاره کوله چې دملکیانو دمړینې سبب ګرځي.
د بیارغونې نړیوال ټیمونه لغوه کړﺉ
کرزي دفبرورۍ په میاشت کې د ولایتي بیارغونې دټیمونو دلغوه کولو غوښتنه وکړه. پي آرټي کوچني ګروپونه دي چې د امریکا او ناټو دنورو غړو هیوادونو ملکی کارکونکي په کې کارکوي او په افغانستان کې لویې پرمختیايي پروژې او مرستې اداره کوي. دکرزي نیوکه په دې خبرې وه چې هغه پيسې چې دپی آر ټي ګانو لخوا ورکول کیږي د افغان حکومت لخوا په مصرف نه رسول کیږي. دنیو یارک ټایمز دیو راپور پر بنسټ دامریکا او ناټو چارواکي د حامد کرزي په حکومت کې دپراخه اداري فساد د شتون له امله دغه اقدام نه کوي.
” موږ په جدي او دوامداره توګه له دوی څخه ددوی له منځه وړل غواړو. زه تمه لرم چې نړیواله ټولنه به زموږ سره دافغانستان له نقطه نظر راکړه ورکړه وکړي نه د خپلو ملي ګټو له نظره. “