د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سیمه اییز پیوستون او سیمه اییزو مرستو ترمینځ توپیر

فضل ربي شیرزاد 22.05.2014 12:01

سوداګریز  پیوستون،  چې دبازار پیوستون هم بلل کیږي، د سیمه اییز اقتصادي پیوستون عمده ځانګړنه او وظیفوي او سکتوري همکاري د سیمه اییزې همکارۍ عمده ځانګړنه ده.  له بلې خوا  دپالیسیو همغږي کول د سیمه اییز اقتصادي پیوستون او سیمه اییزې همکارۍ ګډه ځانګړنه شمیرل کیږي .
یانې  له سیمه اییز اقتصادي پیوستون څخه یواځې هغه وخت خبرې کیدی شي چې دسیمې دهیوادونو ترمینځ د سوداګرۍ په اړه ځانګړي تړونونه صورت ونیسي چې لومړنۍ موخه یې دسیمې په کچه دسوداګرۍ په وړاندې دشته خنډونو ( لکه تعرفه ...) لیرې کول وي.

موږ ډیرځله درسنیو له لارې اورو چې ځینې هیوادونه د ځینو نورو سره په بیلابیلو برخو کې خپلې همکارۍ زیاتوي او یا خپلو اړیکو ته پراختیا ورکوي، دڅو هیوادونو ترمینځ دګازو او یاهم د تیلو نل لیکه تیریږي، او یاهم څو هیوادونه دچاپیریال د ککړتیا دمخنیوي لپاره ګډې هلې ځلې پیل کوي نو آیا دا ټول سیمه اییز اقتصادي پیوستون ګڼلی شو، اوکه دایواځی سیمه اییزه همکاري ده؟

سیمه اییزه همکاري او سیمه اییز اقتصادي انضمام یو شان نه دي آن داچې ددې واړو ترمینځ ډیر لږ ارتباط لیدل کیږي. کیدای شي ځینې هیوادونه پخپل مینځ کې د ګڼ شمیر مسایلو په برخه کې دهمکارۍ لپاره هوکړې ته رسیدلي وي خو پرته له دې چې یو بل ته دسوداګریزو امتیازاتو په اړه قایل شي. دسیمه اییز پیوستون او سیمه اییزي همکارۍ ترمینځ توپیر په لاندی ډول څیړو:

سیمه اییزتوب دوه بڼې لري : ۱. سیمه اییز اقتصادي پیوستون ۲. سیمه اییزه همکاري
۱. سیمه اییز اقتصادي پیوستون : الف. د سیمې له هیودانو سره د پالیسیو همغږي / یو شان کول ب. سوداګریز پیوستون
۲. سیمه اییزه همکاري : الف. د سیمې له هیودانو سره د پالیسیو همغږي / یو شان کول ب. سکتورې او وظیفوي مرستې ( د روغتیا، کرنې، امنیت او نورو) برخو کې مرستې