د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

الجهاد لإعلاء كلمة الله

فضل ربي شیرزاد 24.03.2011 19:50

درنو پښتنو ورونو سلام!!!!
د ټول افغان په ویبپاڼه مې د( طالبان او که د اسلام تر چتر لاندې يهودان؟) ترعنوان لاندې یوه مقاله ولوستله. دمقالې نه زیات په هغې باندې شوې تبصرې ډیرې په زړه پورې وی.
ډیر خوښ یم چې دغسې یو بحث دپښتنو ترمینځ وینم ::::::::
خو کاشکې دبحث اخلاق پکې مراعات شي او د خلکو شخصیتونو ته پکې سپکا وې ونه شي.
الحمد لله پښتنون قوم دویښتابه په حال کې دې
پښتانه اوس په دې پوهیږي چې په افغانستان کې دهرې مرمۍ ویشتل نه داسلام او نه هم دافغانستان په ګټه ده.
پرمسلمانانو ترقیامته پورې "الجهاد لإعلاء كلمةالله " فرض دې او له هغې څخه انکار کفر دې خو راځی چې دغې عبارت ته لږ ځیر شو:::::
اول د الجهاد کلمه :: خو په دې کلمې باندې زه اوس بحث نه کوم پریږدم چې نور وروڼه پرې بحث وکړي.
دویم: لإعلاء كلمة الله که دغه عبارت ته متوجه شو نو یوځانکړې مانا ورکوي ::::
مسلمان چې هر عمل کوي باید دهغې څخه یو خاص هدف ولري ...... یعنې دهر عمل څخه دمخه لومړې باید هدف وټاکل شي او بیا ټول کارونه دهماغه هدف دلاسته راوړلو په لور متوجه شي.
زمونږ پیغمبر هیڅ وخت هم بې هدفه جنګونه نه دي کړي........ که دجنګ په وسیله به کلمه الله لوړیده نو دجنګ له لارې یې جهاد کړې، که د سولې له لارې به کلمه الله لوړیده دسولې له لارې یې جهاد کړې (حتی که هغه به سرسختو کافرانو سره هم وه ) .
ترڅو به ددشمن دیو نفر په مقابل کې زمونږ سلګونه او حتی زرګونه نفر وژل کیږي؟؟؟ او مونږ به یواځې دیته خوشحاله یو چې شهیدان ورکوو..... مونږ پخپلو شهیدانو فخر کوو خو مونږ غواړه چې غازیان واوسو فاتحان واوسو..... دپیغمبر ص په جنګونو کې همیشه ددښمن تلفات د مسلمانانو له تلفاتو څخه زیات وو.
دافغانستان جنګ په هیڅ صورت هم داسلام او د افغانستان په ګټه نه دې. دروان جنګ نتیجه او حاصل هیڅکله هم اعلاء كلمةالله نه شي کیدای.
راځۍ دلنډفکر پرځای خپل راتلونکې وسنجوو...... که دافغانستان تیر تاریخ ته ځیر شو نو راته جوته به شي چې مونږ دنړۍ دبل هر هیواد په پرتله ډیر ځله د بهرنیانو تر یرغل لاندې راغلي یو. آیا کله مو له دا پوښتنه له ځانه سره مطرح کړی چې ولې؟ زما په نظر ددې پوښتنې ځواب دا دې چې له جغرافیاوي اړخه الله تعالی مونږ ته ډیر یو ښه موقعیت راپه برخه کړی او له بلې خو نړیالو ته بیچاره ، ناتوانه ، کمزوري او بې دفاع ښکارو. یانې له یوې خوا ښه باارزښته او له بلې خوا آسانه ښکار یو نو له همدې امله زمونږ په طرف دهر ښکاري دټوپک خوله رااوړي.
زما وړاندیز دادې چې افغانان باید دخپل راتلونکي نسل ښوونې او روزنې، دیو باکیفیته حکومت رامینځته کولو او دیو غښتلي افغانستان دجوړولو لپاره کار وکړي اګر که په لنډمهال کې دځینو ضررونو متحمل کیږي هم.