د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سیاسي ځانوژنه او که علمي بې باکي

اتل احمدزی 08.10.2013 12:10

د ډاکتر اشرف غنی ټاکنیز سیاسي حرکت د بې شمیره هغو کسانو زړونه ور مات کړل ، چې د یو حقیقي بدلون په تمه یې د ده خواته سترګې اړولې وې ډاکتر غني په داسې حال کې په ټاکنو کې برخه واخیسته چې ښي لاس ته یې دوستم ولاړ و او چپ لاس ته هم د خلیلي متعصب سرور دانش. که څه هم ځینې د اشرف غني دې حرکت ته د یو ستراتیژیک حرکت په سترګه ګوري او دا انګیري چې بویه د نوموړي دا ناولی (نامقدس) ائتلاف به هغه ته دا چانس او ابزار په لاس ورکړي چې د یو انتروپولوجست او اقتصاد پوه په توګه به خپلې اقتصادي اوسیاسي پاکې او ستراتیژیکې موخې ته د عمل کالي ورواغوندي. خو بلې خوا ته به بې شمیره افغانان او په ځانګړې توګه ځوانان چې د دې دولس کلنو ناخوالو نه مایوسه شوي او د یو بڼسټیز بدلون لپاره یې لیوالتیا او دامید سترګې دغني خواته اړولې وې خو د نوموړي دې حر کت دومره حد ته نارامه کړي چې نور نو د منطق ژبه ترې هیره شوې او د ټولنیزې میډیا د بېلابېلو ابزارو له لارې یې په ډاکتر غني پسې د بدوردو خوله را پرانستلې ده. زه په دې لیکنه کې د یو داسې کس وروستنی حرکت ارزوم چې هغه نه یواځې په نړۍواله کچه یو منلی مفکر دی بلکې تخنیکي پوهه یې هم په هیواد کې کېدای شي ساری ونه لري . نو ځکه زه به کوښښ وکړم چې یواځې د علمي ابزارو او دلایلو په رڼا کې د نوموړي په دې وروستني سیاسي حرکت باندې نقد وکړم کوم چې ماته نه یواځې سیاسي ځانوژنه ښکاري بلکې د دې حرکت شاته د نوموړي علمي قضاوتونه راته هم شڼد او زمول ښکاري .
په نړۍ کې د هر سیاست او د سیاست بالقوه لاس ته راوړنې د دوه فلسفي فرضیو (ازم شن) نه د یوې په رڼا کې سنجول کېږي، ریالیزم (واقعیت ګرايي)، او لیبرالیسم . البته که د سیاسي موضوع ځواکمن اړخ اقتصادي وي نو بېا یو بل مکتب چې مارکسیزم دی هم د یوې ځواکمنې فلسفي فرضیې په ډول کارول کېدای شي. ددې لپاره چې موضوع د لوستونکو لپاره بې خونده نه شي نو یواځې غواړم د ډاکتر غني وروستنی حرکت د لومړنیو دوه ذکر شویو فرضیو په رڼا کې و ارزوم . البته د هرې ارزیابۍ په پاې کې به ډاکټر غني ته پوښتنې پریږدم چې که کله یې بېا موږ ته ځواب راکړي .
د ریالیزم مکتب چې قدامت یې ډیرو شاته پیړیو ته ځي او ددغه مکتب پیر میکاولي ګڼل کېږي. د میکاولی فلسفه که په یو ټکي کې را ونغاړو نو هغه ټکی به دا وي ؛ځواک یا قدرت؛. دا فلسفي مکتب د انسان کړنې د ګټې او قدرت په محور باندې منطقي (راشنل) بولي او د منطق د ارزونې ابزار معلومات او پوهه (علم) ګڼي. نو ځکه د سیاست دا فلسفي مکتب یو تحلیلي مکتب دی . اوس به نو راشو د ډاکتر غني د ټاکنیزو منډو دا وروستنی حرکت به د ځمکنیو حقایقو او معلوماتو په رڼا کې و ارزو، او دا ارزونه به مو دې ته ورسوي چې د ډاکتر اشرف غني وروستني حرکت ته منطقي و وایو او یا هم یو بې منطقه حرکت چې ډیرې ناوړه پایلې به ډاکتر ته ولري .
که څه هم په افغانستان کې ټول شته ارقام په اټکلونو باندې ولاړ دي دقیق ارقام نشته،خو دا شته اټکلي ارقام هم شاته علمي ابزار او میتودونه لري چې دې ارقامو ته علمي اعتبار ورکوي. که څه هم په ولسواکۍ (ډیموکراسۍ) کې باید د سیاسي قرینو محور سیاسي اکثریت او اقلیت وي خو بدبختانه زموږ په هیواد کې د جهاد له وخت نه راپیل شوی هر شی د توکم او ژبنیو تړاونو پر بڼسټ باندې تلل کېږي. ازبک په افغانستان کې د ډیرو محتاطانه احصائیو مطابق د ۶ نه تر ۸ سلنې پورې د نفوس برخه جوړوي. او په دې توګه د وګړنیز شمیر په اساس د پښتنو نه وروسته څلورم توکم راځي، چې دویم تاجکان او درېیم هم هزاره دي. د همدغو احصائیو او ارقامو په اساس د ۲۰۰۱ کال نه روایت دا کېښودل شو چې د ریاست جمهوري لومړی معاون باید تاجک او دویم هزاره وي . که څه هم دا کړنه کوم قانوني بڼست نه لري خو په سیاسي کړنو کې (په ځانګړې توګه په روایتي او قبایلي ټولنو کې) تاریخي پس منظر یا هستوریک پرسپکتیف خپله یوې کړنې او پدیدې ته عرفي قانونیت وربخښي. او په اقغانستان کې د طالبانو له نسکوریدو وروسته عرف دا روان دی چې تاجک باید لومړی مرستیال وي او هزاره هم دویم.
اوس به نو دی ته راشو چې ازبک د لومړي مرستیال په توګه تعین کول به د هیواد دویم لوی اکثریت (تاجک) د معادلې په کوم لوري کې ودروي؟ ایا تاجک افغانان به دا حرکت په خپل دې عرفي حق باندې د بل توکم چې هغه په شمیرنه کې درېیم هم نه دی ډاکه ونه انګیري؟ او بل دا چې ډاکتر غني به څنګه دا توجیه کړي چې د دویم لوی توکمیز ګروپ ووټ یې د کومو محاسبو پر اساس په څلورم ګروپ باندې مارچه کړ؟ البته یو بالقوه ځواب کېدای شي دا وي چې د تاجک ووټ ویشلی دی او یو داسې څټه په تاجکو کې نشته چې د اکثریت تاجک د ووټ بانک دې وګڼل شي. خو برعکس ازبک یوه باکره کتله ده چې ویشل شوې نه ده او د ازبک د ووټ بانک د دوستم په جیب کې پروت دی، نوځکه دا حرکت کولی شي ستر توپیر راولي. دا ځواب خپله په درې فرضیو باندې ولاړ دی، هغه دا چې د ازبک ټول اووټ د دوستم سره دی، د شته ازبکو نه به ټول یعنی ۱۰۰ سلنه په ټاکنو کې برخه اخلي، او دا ټوله فیصدي به اشرف غني ته خپل ووټ اچوي. دلته د سلنې خبره ځکه کوم چې د ۶-۸ سلنې په حساب که څوک یې په ازبکو حسابوي نو باید یې ۱۰۰ سلنه پرې حساب کړي. د ځواب لپاره دا په خپله اټکل کونکې کېدای شی نه علمي او منطقي دلایل. د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کې کله چې د اوباما حکومت له کرزي نه جدي غوښتنه وکړه چې ددوستم له ملاتړ نه دی لاس واخلي او نه دې پریږدي چې دوستم دې د ترکیې نه افغانستان ته راستون شي ځکه چې د لیلې دښتې په بې شمیره وژنو کې په جدي توګه د دوستم لاس درلودل نوموړی په نړیواله کچه د بشري حقوقونو په سرغړونو تورن پیژندل شوی کس دی نو هغه ووچې د کرزي ګروپ یو سیاسي اصطلاح کشف کړه . او دا اصطلاح وه ؛ازبک په افغانستان کې کنګ میکر دی؛ یعنی ازبک پاچا جوړونکی دی. داسې ښکاري چې دا سیاسي ناسمه اصطلاح د ډاکټر سپنتا له خوا په برسیرنو (سطحي) اټکلونو او تحلیلونو باندې ولاړ یوه افوا وه. کنه د دوستم شتون په ۲۰۰۹ کال کې له کرزي سره څومره مرسته وکړه چې د بادشاهۍ پر تخت یې کښینوي. لږ وه چې عبدلله یې د ارګ نه کډه ور په شا کړي .
په اوسنیو شرایطو کې په افغانستان کې ټاکنې ګوند محوره نه دي او نه هم برنامه محوره، بلکې دلته مطرح کاندیدان د یوځانګړي ټولینز ګروپ (ژبه، توکم، قبېلې، او قوم) د ووټ بانک ځان سره خوندي لري. نو همدا علت دی چې ناشونې ښکاري چې ټاکنې دې په لومړي پړاو کې پریکنده پایله ولري. ددې احتمال خورا لوړ دی چې دا ټاکنې دویم پړاو ته وغځیږي. په داسې حالت کې د ازبک د ووټ بانک ځان سره درلودل کولای شي په لومړي پړاو کې ځکه نسبي ګټه ولري چې د نورو توکمونو ووټونه په خپل منځ کې سره ویشل شوي خو د ازبک ووټ بشپړ د یو چا په بکس کې غورزیږي. خو بېا هم دا دومره لوړ مقدار کې ووټونه نه دي چې یو چا ته دی پنځوس جمع یو پایله په لاس ورکړي . مګر کله چې ټاکنې دویم پړاو ته ځي او یواځې دوه نوماندان په میدان کې پاتې کېږي نو همدلته ده چې دوو سترو توکمنو (پښتون او تاجک) خپل منځي ویش کمیږي او هر یو د یو محور په خوا را ټولیږي. په داسې سناریو کې بېا د څلورم نمبر وګړنیز ګروپ (ازبک) په پرتله ددرېیم نمبر وګړنیز ګروپ (هزاره) ووټ ځان ته سرنوشت ټاکونکی اهمیت پیدا کوي . په داسې حالت کې ډاکټر غني ته پوښتنه داده چې که تاجک دې سر تر پایه له پامه غورځاوه نو بیا خو منطقي اړتیا دا وه چې خپل لومړی مرستیال باید ځواکمن هزاره ونوموې نه ازبک چې هم به په لومړي پړاو کې مؤثره وی او هم په دویم پړاو کې سرنوشت ټاکونکی.په دویم پړاو کې به د هزاره ووټ ځکه د ډاکتر اشرف غني خلاف ځي چې ازبک ته د لومړي مرستیالۍ ورکول نه یواځې تاجک بلکې هزاره هم ځان سره حساس کوي . هزاره له دې ویرې نه چې هسې نه په راتلونکې کې ازبک د درېیم قدرت په توګه د هزاره ځای ناستی نه شي نو ځکه امکان لیدل کېږي چې د هزاره ووټ به په دویم پړاو کې د هغه چا په خوا ځي څوک چې دا روان توکمیزو روایتي حساسیتونو ته په درناوي وګوري او معادلې ته د تغیر ورکولو کوښښ ونه کړي . ازبک ته د کنګ میکر لقب ورکول د کرزي او سپنتا ډرامه وه او داسې ښکاري چې کرزی دا ځل دا اصطلاح په ډاکتر غني هم په لوړه بېه وپلورله، چې د کرزي ددې نه اصلي موخه به څه وي؟ ایا کرزی خو نه غواړي چې اشرف غني د یو بالقوه او مطرح سیاستوال په ډول په دې سیاسي لوبه کې د لوبې د کاندید په ډول وکاروي نه د اصلي کاندید په ډول. له ډاکتر غني څخه بله پوښتنه داده چې ایا د دوستم لومړی مرستیالي به د تاجکو ووټ په عبدلله باندې نور هم متمرکز نه کړي؟ ځواب باید په ارقامو او په منطق وي، دا ځکه چې دا کلونه کلونه مو د ډاکتر صیب غني نه هم د ارقامو او منطق اهمیت اوریدلی دی او اوس یې هم اوریدل غواړو. بله پوښتنه داده چې د دوستم سره ائتلاف به په کلیو او بابډو کې چې یو ستر اکثریت پښتانه پکې ژوند کوي د څومره پښتنو ووټونه له ډاکتر غني نه منحرف کړي؟ په ځانګړی توګه هغه پښتانه چې ددې ستر جنایت کار د ظلم او نادودو کېسې یې هم د کمونستانو ، او هم د مجاهدینو او طالبانو په وختونو کې او یا هم د ۲۰۰۱ کال د دښت لیلې او یا هم جنګي کلا په جنایتونو کې اوریدلې وي؟ بله پوښتنه داده چې ایا د ډاکتر غني دا حرکت به په پښتنو کې د دُراني او غلجي بېلیدونکي سیاست ته نوره لمن ونه وهي؟ ایا دُراني قبایل به دې ته زړه ښه نه کړي چې د ډاکتر عبدلله په خوا وګوري ( که چېرته په پښتنو کې کوم بل مطرح کاندید نه وي) ځکه که نور څه نه وي پلندرخو یې په خټه دُرانی وو.
رابه شو د سیاسي فلسفی د لیبرالیزم مکتب ته. دا مکتب چې څومره د سیاست موخه پانګه بولي او ورسره په اړیکو، شبکو، همکاریو، تفاهم، او باور باندې باور لري په هغه کچه په سیاسي کړنو کې د ریالیزم برخلاف نورمونو، اصولو، قوانینو، او اخلاقیاتو ته تعهد ښيي، څومره چې دا مکتب تحلیلی دی (ارقام او معلومات) په هغه کچه نارماتیف هم دي چې د سیاسي کړنو ارزونه یواځې په ګټې سره نه کوي (د قدرت او ځواک لاس ته راوړل) بلکې د ګټې (قدرت یا پانګې) سره خوا کې اخلاقیات، اصول، او نورمونه هم د دې کړنو د ارزونې درنې تیګې دي. اوس نو له ډاکتر غني نه پوښتنه دا ده چې که په سیاست کې د لیبرالیزم د مکتب پیرو او شاګرد یې نو مهرباني وکړه د خپل ټاکنیز عمل او حرکت نارماتیف اړخ موږ ته روښانه کړه. او که د ډاکتر صاحب ځواب دا وي چې د افغانستان د اوسنیو شرایطو په نظر کې نیولو سره دا یو پراګماتیکه کړنه ده نو ډاکتر غني دې بېا هم مهرباني وکړي ددي پراګماتیک عمل لنډمهاله او اوږدمهاله ګټې دې روښانه کړي ،چې زموږ حمایت هم ورسره شي. کنه موږ ته خو اوس داسې ښکاري چې کېدای شي دا د کرزي یو ډیر پراګماتیک او ستراتیژیک عمل وي چې موخه به یې یا یو بل کس ته د ګټلو زمینه برابروي او یا هم د یوې داسې بغرنجې فضا را منځ ته کول ، چې په نهایت کې یې ټاکنې د یو نامعلوم سرنوشت ښکار شي، چې ګټه به یې یوازې د کرزی او د نوموړي د ټیم په برخه وي .