د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اتل احمدزی

29.01.2014 15:23    |   اتل احمدزی موږ ټول ښه سړی د کار سړی

د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د میاشتی روستی شپی ورځی وی. کابل بی رنګه، او سپیره وه، لکه د پیریانو ښار. د منی یخی او وچی سیلی د خدای په نوم د وران شوی ښار په ورانو کوڅو او کنډوالو کښی خاوری او دوړی باغی کړی وی. ورسره ځواک او برم د زمانی د خدایانو د غرور نشه هم یاغی او باغی کړی وه.د راډیو ګانو څپو د یوی بلی طوفانی سیلی د رارسیدو ویریونکی خبری هره شیبه د ښار د وږو او خوارځواکو اوسیدونکو سپیره غوږونه څک څک ساتلی ول. دا ځل هم د پیړیو او یا هم د زرګونو کلونو روایت نه وه مات. د زمانی خدای به بیا خپل برم او خدایی د افغان په خاوره ازمایی، ځکه چی دی خاوری بیا چښتن نه درلود او چا یی چی د ملکیت دعوی کوله هغه خو یا پردی ول او یا هم ددی خاوری ناخلفه زامن،

08.10.2013 13:10    |   اتل احمدزی سیاسي ځانوژنه او که علمي بې باکي

د ډاکتر اشرف غنی ټاکنیز سیاسي حرکت د بې شمیره هغو کسانو زړونه ور مات کړل ، چې د یو حقیقي بدلون په تمه یې د ده خواته سترګې اړولې وې ډاکتر غني په داسې حال کې په ټاکنو کې برخه واخیسته چې ښي لاس ته یې دوستم ولاړ و او چپ لاس ته هم د خلیلي متعصب سرور دانش. که څه هم ځینې د اشرف غني دې حرکت ته د یو ستراتیژیک حرکت په سترګه ګوري او دا انګیري چې بویه د نوموړي دا ناولی (نامقدس) ائتلاف به هغه ته دا چانس او ابزار په لاس ورکړي چې د یو

25.08.2013 17:08    |   اتل احمدزی ځوان او مسواک

شعر

22.08.2013 20:52    |   اتل احمدزی دا ته اخر به را پاڅیږی کله؟

ماشومان یی در ووژل، پانڅیدلئ! د ځوانانو بی سره تنی درګرده در روانی دی، پانڅیدلئ! دخپلو اولادونو د زبحی ویډیوګانی در باندی ګوری، بیا هم نه پاڅیږۍ! د خپلو ځوانانو له جنازی نه یی منع کړی یی، خو ته لا هم نه پا څیږئ!

08.06.2013 05:53    |   اتل احمدزی د منډوی سیاسی انالوګی

منډوی چی د یوی خوا یی یوه تنګه سوړه شهزاده سرایی او پل خښتی جومات ته، بله یی پامیر سینما ته، او دوه دری کوچنی کږی وږی لاری یی سر چوک ته وتلی دی د هیواد په کچه د توکیو د راکړی ورکړی یوه ستره او نامی کوڅه ده. په دی کوڅه کی د ورځی ملیونون روپی او مال ښکته پورته کیږی. خو چی څومره دا کوڅه بډایه ده له هغه نه په وارونو بدرنګه ، ګډه وډه، فقیره، تنګه، او د مرداریو نه ډکه ده. د ورځی په دی کوڅه کی ګڼکړپان، جیب وهونکی، ډوپه ماران، مړز او قماربازان، سوداګر، او هم سرګردانه پیرودونکی ګډوډ د ټیلو تمبو په یو سیل کی یو پر بل سره نښتی وی. او هو د سرچوک قرقلیان چی معمولا شنی فیروزی غمی یی په ګوتو او یو چارخطه دستمال یی هم په اوږو وی په دی کوڅه کی د ګاک په لټه کله ناکله لیدل کیږی.

05.04.2013 18:52    |   اتل احمدزی موږ په مرګی مین

تیره ورځ د یوی مذهبی اصلاح ټولنی په فیسبوک پاڼه کی د یو ماشوم یو ډیر زړه بوګنونکی انځور خپور شوی وه. تصویر کی پدی کوچنی لپ لغړ ماشوم د پاسه په دوه پښو یو کس ولاړ دی. په تصویر د پاسه په انګلیسی او د تصویر په شرح کی په دری لیکل شوی چی ددی ماشوم کناه یواځی داده چی د برما مسلمان دی. خو نه تصویر حیران کړم او نه هم په تصویر لیکل شوی توضیحاتو. ځکه چی دا تصویر ما لومړی ځل په ۲۰۱۰ کال په پیل کی ډیلی ته د یو سفر په ترڅ کی د هند د ټیلویژونونو په پرده په بیړنی خبرونو (Breaking News) کی د هندیانو په خبره په ډیر سنسنی انداز سره لیدلی وه. خبر داوه چی “ سادو بیمار بچو کی زندګی سی کهیل رهاهی” یعنی چی ملنګ د ناروغو کوچنیانو له ژوند سره لوبی کوی. کیسه داوه چی د هند په یوه ډیره لیری پرتی سیمی کی یو جوګی را پیدا شوی وه او داعوه یی دا کوله چی دی سپیڅلی دی او کولای شی چی د کوچنیانو په بدن باندی د غبرګو پښو د دریدلو له لاری د هغوی له بدن څّخه ناولی روح چی د ناروغی لامل یی ګرځیدلی و باسی او سپیڅلی روح د ماشوم بدن کی دنه کړی. بیا نو دا خبر وه او په سبا یی د هند د مدنی ټولنو فعالان په ځانګړی توګه نر مخه او په ځان باندی ښځی کوڅو ته په نارو او شعارونو را تویدل ول تر څو یی چی دولت مجبور کړ نوموړی سادو (جوګی) چی لکه د دریمی نړی په هر ځای کی د حاکمو مذهبیونو په څیر یی مذهب د خپلو بی منطقه او تحجری افکارو او کړووړو وسیله ګرځولی وه د قانون پنجو ته حواله کړي.

03.04.2013 11:27    |   اتل احمدزی وریځی هم ښکاری به نه

شعر

08.03.2013 17:15    |   اتل احمدزی میرویس نیکه، پولیو، فتوا، او پښتون

بلاخره یوی ډلی د مصر په مفتی اعظم ډاکتر ابو طیب باندی چیغه ګډه کړه او بله ډله ورپسی استبول ته ورسیده، د اسلامی هیوادونو جیدو علما ته يی جولی وغوړوله. موضوع بله نده بلکی د یو ملت د بقا سوال ده. یوه ستره کتله د وګړو ژوند ته شا کړی، په مرګی مین شوی. ځان ورته بیګانه شوی او د ځان نه یی د قربانی پسونه جوړ کړی.

08.03.2013 17:12    |   اتل احمدزی د یلدا شپه یی هیڅ سهار نه شوله

د ښځو د نړیوالی ورځی په مناسبت

23.02.2013 12:15    |   اتل احمدزی د جګړې مست خدايان

څو ورځې وروسته له دې چې د جګړې خدايانو په ښار کې اور ولګاو او هم د ښار کوڅې يې

19.02.2013 20:50    |   اتل احمدزی زموږ د چم جومات ته

زموږ د چم جومات ته دا دوه درې کاله کیږي یوه ماشومه راځي د خدای د کور د دروازې په خوا کې وي ببر سرې ناسته

23.10.2008 19:51    |   اتل احمدزی دمستعارو نومونو بې مسؤليته كاره ونه

31.10.2007 20:20    |   اتل احمدزی د ځمكو پر سر شخړې د ټولنيزو څيړنو په رڼا كې