د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ځوان او مسواک

اتل احمدزی 25.08.2013 19:08

پرون د کلی نه ورهاخواته د لاری په سر
بیا د تیاری زامنو
څو لارویانو نه سرونه پری کړل
هم په ګاونډ کلی کی
د سپرلو ډک موټر په بم وخوته
او د ټول کور نه هیڅوک پاتی نه شول
يواځی دوه سپی یی په میراته مینه شپه ورځ غاپی
خو نن د جمعی خطبه کی
د کلی امام مبارک
بیان په باب د فضیلت کی د روژی ورکاوه
سپینه خولی یی په سر...
په مخ سوچه یی ږیره
د کلی ځوان لیواله...
امام ته پاڅیده پوښتنه کوی
چی په مسواک روژه ماتیږی که نه؟