د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د یلدا شپه یی هیڅ سهار نه شوله

اتل احمدزی 08.03.2013 17:12

ډیره تیاره شانتی وه
هم خاموشی خپره وه
سړه سېلی چلیده
د هوا یخی څپی
چی به را تیری شولی
د توری کیږدی له چاودو
د سامری د خسکی د طلایی حنجری
په څیر یی
د کیږدی ټوله خاموشی څیرله
هم د کیږدی نه بهر
د صحرا وچو خسو
د سړې وچی سیلی
په لمن هری خواته
په خپل تیر شوی ژوند پسی
ډیرلالهانده په سینه رغړیدل
چی د رغړیدو غږونو
دنه کیږدی کې نورهم وهم خپور کړ
لکه د لیری مزله
یو په پښو شل او اروایی مساپر
د نامعلوم منزل په لټه پسی
ځان پسی پښه کښ کوی
او د کیږدی په لور لنډیږی ورو ورو

د دی تیاره درندی شپی
په غیږ کی ځوک خوندی وه
چیرته کی لیری دصحرا څنډو کی
د زبوم وهلو سپو اواز را رسید
لکه چی یو بل یی هم سخت و داړل
او یا نن شپه څه اجنبی مخلوقات
په دی صحرا باندی یرغل راوړی

لا د دی شپی برم مات شوی نوه
چی نا ګهانه هر اواز غلی شو
نور نه د سپو غږونو
نه هم د وچو خسو
د رغړیدو غږونو
په دی صحرا کی زړونه نه بوګنول
خو!!!

لا خاموشی دمه اخستی نوه
چی یو ځل بیا ددی شپی
په غیږ ګی ویره او تیاره خپره شوه
سپوږمی خپل مخ پټ کړله
د وریځو شاته مروره شوله
او یا توان یی د لیدلو نه وه
د هغه څه چی یی د پاسه په صحرا کښی لیدل

سیلی د ځان څپو کی
یو دردونکی ویرونکی اواز
ددی صحرا د لیرو څنډو څخه
و هری خواته خپور کړ
زړه بوګنونکی ویرونکی اواز
سویی سوری او ناری
د درد نه ډکی
د یوی ښځی چیغی
چی د ډیر لیری څخه
د شپی وژونکی خاموشی ماتوی
او چی راورسی غوږونو پوری
نو د زړه ستنی په لړزه راولی
ویره خپره کړی په هر لوری باندی

څه خو ډیر وران روان دی
چی هم طبیعت پری خپه
هم را ویښ کړی یی دی
ویده انسان له خوبه

بیا نو هر څه غلی شول
شپه هم په خوب ویده شوه
لکه چی ژوند ختم شو
خو چی سهار شو او شپه تیره شوله
هر څه د تل په څیر ول
لکه چی تیره شپه هیڅ شوی نوی
او یا وی خوب لیدلی
سهار وختی د چرګ ازان په وخت کی
یو ببر سری ګیرور فیلسوف
چی هیڅ تعبیر نلری

خو چیرته لیری د صحرا څنډه کی
د غره لمنی سره
یو زبوم وهلی ژیړ زبیښلی ځلمی
په وینو رنګ د خړو تیګو یو انبار سپکوی
او تری را باسی یو په وینو لت پت
یو داغ داغ شوی جسد
چی تیره شپه د روایت خدایانو
دقبلویت په لښکر
په تیګو ووژله
ځګه یی ووژله
چی د یلدا په شپه یی
خپلی کیږدی نه لیری
و ترګمی ته پناه وړی وله
د خپل جانان غیږ کی یی سر ایښی وه
او د یو روڼ سهار په خوب ویده وه
او پدی خوب کی تل ویده پاتی شوه
د یلدا شپه یی هیڅ سهار نشوله